
د وګړو د شمېر پر بنسټ افغانستان په نړۍ کې ۴۲ او د ځمکې د پراخوالې پر بنسټ ۴۱ هېواد دی.
افغانستان په پراخه کچه دښتې لري، خو چې څنګه يې نوم دښتې دي همداسې دښتې پاتې هم دي. په کرنيزه برخه کې د لوړې ټېکنالوژۍ نشتون، د اوبو نه منظم سېسټم، د دهقانو د پوهې ټيتوالی، بزګرانو ته د کرنيزو پورونو نه اسانتياوې، د ټيټې وړتيا تخمونه او نورې ورته ستونزې هغه لاملونه دي، چې په افغانستان کې يې د کرنيزو ځمکو حاصلات کم کړي، دښتې او يا نورې هغه ځمکې چې کرنيزه ګټه به ترې پورته شي لرې خبره ده.
په ښارونو کې هم منظم ښاري پراختيايي پلان شتون نه لري، پايله يې دا ورکړې، چې د سوداګرۍ او استوګنې لپاره جوړ شوې ځايونه په لوړو کرايو تر لاسه کيږي، ښاري ګڼه - ګوڼه ډېره او تګ - راتګ له ځنډ او خنډ سره مخ کوي.
له شته ځمکو څخه غوره ګته اخېستنه ډېر وخت، کار او اوږدو پروژو ته اړتيا لري چې پرې عملي شي او حاصل ترې پورته شي.
له يادو ستونزو پرته زورواکو او چارواکو په هر ځای، خو په ځانګړې ډول د ښارونو دننه داسې ستونزې، خنډونه او ګنې ګوڼې رامنځ ته کړې چې عام ولس يې نور دې ته اړ کړی، چې سپېرو دښتو ته لاړ او استوګن شي.
۱- چارواکي:
د هېواد په ډېرو برخو کې، خو په ځانګړې ډول کابل کې حکومتي چارواکو درې – درې د ښه موقعيت سيمې په کنکرېټي دېوالونو، کټارو او اغزنو سېمونو باندې محاصره او بندې کړې دي.
لومړی: هغه سېمې چېرته چې حکومتي ادارې او دفترونه شتون لري، لکه ولسمشرۍ ماڼۍ، وزارتونه، رياستونه، د بهرنيو هېوادونو سفارتونه او قونسلګرۍ، بهرنۍ موسېسې او نور....
په يادو ادارو کې چې چارواکي دندې لري تر خندقونو پورې يې د ساتنې خبره ورسېده. د موادو څخه د جوړو موانعو پرته په لسګونه ساتونکي هم ګوته پر ماشه ورته ولاړ وي.
دويم: هغه سيمې چې چارواکي په کې استوګن دي، لکه شيرپور، وزير اکبر خان او نور. دغه سيمې هم په ستونزمنه توګه توپير کيږي، چې کومې دولتي ادارې دي او که د چارواکو کورونه؟ کنکرېټي ديوالونه، کټارې، اغزن سېمنونه او ساتونکو يې، بڼه په نظامي او حکومتي ادرو اړولې ده.
درېيم: حکومتي چارواکو له دولتي ادارو او استوګن ځايونو پرته ځينې نورې سيمې هم د ګوندي او سياسي فعاليتونو، ناستو – ولاړو، لېدنو – کتنو لپاره پرانېستي، لکه ډاکټر چې شخصي د کتنې خونه (معاينه خانه) لري.
دغه سيمې هم په پوره ډول تر امنيتي پوښښ لاندې دي، لکه نه وژل شوې مار له دې سيمو به هم په کېلو مترۍ کې لرې تګ – راتګ کوې.
۲- زورواکي: زورواکي هغه خلک دي، چې د وسلو، پيسو، جګړې، قانون ماتونې، عامه زورونې او نور لارو يې شهرت ترلاسه کړی او په ځان حساب کوي.
دغه خلک هم د کابل ښار په زړه سيمو کې استوګن ځايونه، د کار ساحې او دفترونه، د سياسي او ګونديزو فعاليتونو مرکزونه او نور لري.
دغه خلک په حکومت کې دندې نه لري، يا يې جهاد کړی او رهبر دی، يا يې په تېر کې په ښه دولتي چوکۍ کار کړي او اوس هم په تېر مقام لوړ ګرځي او زبېښېي، يا خو يې د دولت او ولس له پيسو ځان ميليارد کړی او د ټولنې شتمنه ډله ده چې عام ولس او حکومت يې هم درناوی کوی او تر ډېره يې خبره د اورېدو ده.
چارواکو او زورواکو يوازې ځمکې، کورونه، دفترونه او تعمېرونه په پوځي سيمو نه دي بدل کړي، بلکې د خپل يو مرکز څخه بل مرکز ته چې کله تګ – راتګ کوي، نو په مرمي ضد لوړ مډل لرونکو موټرونو بدرقه کيږي، چې د موټورنو ورستۍ برخې په رنګ – رنګ پوځي او شخصي لباس لرونکو ساتونکو رنګېزې کړي وي.
ناروغ، د ښار د ټيکسۍ خوار موټر چلونکی، هغه دولتي مامور چې يا په لين موټر کې تګ راتګ کوي او يا هم د ځان تر اوسې، ورسره ټيټ مډل موټر وي نو اړ دي چې شېبې وشماري، انتظار وکړي تر څو ښاغلي او آغلي چارواکي او زورواکي له سړک او څلور لارو تېر شي.
په څلور لارو او سړکونو ولاړ او خوار د ترافيکو پوليس هم ډېر ورخطا، په بېړه لاسونه اېخوا – دېخوا کوي، د موټر د تګ – راتګ مخه نېسي، په فشار سره خپل شپېلک څخه غږ واباسي، چې چارواکي او زوراکي تېر شي. د خوار ترافيک پوليس موخه دا ده چې چارواکو او زوراکو ته دا ورښکاره کړي، چې زه په دنده کې چلاک، تيز او فعال يم او له بل خوا ښايي چې چارواکي او زورواکي هم ورته د ښې لار بندونې له امله يوه ورځ په ښه او غوړه سترګه وګوري.
چارواکي او زوراکې يوازې نه دي چې دا لوبې، ځان ښودنې، ورخطايي او منډې – رامنډې د ښاريانو پرمخ ښکاره کوي. له دوی ورېخوا يې زامن، ورارونه، خوريونه، د تره زامن، کېلوال او د کورني نور غړي، د پيسو په زور او د چارواکې په نوم په ښار کې ښه په موډ او شڼ کې ځي او راځي.
د چارواکو او زوراکو دې کورونه اباد وي چې هرڅه کوي، خو په ډک ښار کې د شرابو بوتل، ښايسته جينۍ، د چرسو سېګرټی او نور نمايش ته نه وړاندې کوي. دغه کړنه يې بيا هغه څوګ پر مخ وړي، چې د دوی له پيسو مست او د خپلوۍ په تار ورسره تړلي وي.
ځيني به داسې کسان هم وګورې چې د قبر د مړي په نوم په ښار کې ښه په درز قانون ماتوي او خپل زور، خو په اصل کې د مړي زور ژونديو ته ښيي.
په وينا يې (لاره بنده کړه او يا لاره خلاصه کړه د فلاني قومندان، امر، مشر او.... انځور مې ښه غټ، د موټر په مخ او شاتنۍ شېشه لګولی دی.)
دا هرڅه ستونزه نه بلکې ستونزې دي. زه يې هم د چارواکو تر مخ ږدم، هغه چارواکو ته چې وړاندې مې د دوی په اړه درسره خبرې وکړې. له يادو چارو د سمون هيله په عاجزۍ کوم او د زوراکو قانون ماتونه ورته يادوم.
دا ځل مې په عمومي ډول خبرې وکړي، بل ځل به يې يو – يو در په ګوته کړم.
په اخېر کې چارواکو ته وريادوم (ملي ګټې په شخصي ګټو لوړې دي، خو په عمل کې نه په شعار.)