بلواکې، پردېپالنه، د ولس ملي برم ټیټ ګڼل د يو ستر ملت د ماتيدو او غرقيدو هغه علمي فاکټورنه دي چې د بشري خوځښتونو د ذلت او عزت لوري ټاکې، د برخليک يون یې ور بدلوی او په ټوله کښې د تاریخ پېل او پر فرهنګې غیرت د ویاړ سريزه له همدي ځای پېلیږی، د ازادی نيالګي له داسی چيني څخه خړوبیږی او زرغونیږی.
هر بهرني ښکیلاکګر، تاړاکګر او شوم فکره چې کله هم د ټولن پیژندني په بحث کې د افغانانو دا عادات او پسکولویژیکې طبعیت له پامه غورځولي نو ځای دتاریخ هدیره، د خپل شان او دب دبی لا لاسه ورکول او په ټوله کښې د صنعتی او تخنیکی نړۍ له مسابقه په پیړیو او لسیزو شاته پاتی والی سره مخ کړي دي.
لکه د وینسټون چرچېل هغه خبره چې د افغانانو د مزاج اړوند د خپلو خاطراتو په کتابچه کې یې لیکلي وه چې: پښتانه افغانان د بهرني یرغل په وړاندي تر دې کچې حساس دي چې تراوسه یې د هیڅ دښمن ځواب تاریخ ته نه دي سپارلی بلکې هغه ته یې ځواب د هغه په لاس کې ورکړې.
پر همدي ډول هغو واکمنو چې د ولس آراده سپکه ګڼلي، په کم ارزښت ورته قایل شوی، ملي نواميسو سره یې خیانت کړي، بلواکې او چور واکې ته یې مخه کړي، د دي ملت په وينو پاللو اصولو درناوی یې نه دي کړي د ازادی یې حرمت نه وی ساتلی او د بچې یې کرامت، په هغه ډول ورسره محاسبه شوی لکه له پردي سره چې شوی او برعکس هم دارنګه.
د بېلګه په ډول د شاشجاع او شاه زمان ترمنځ شاه زمان پیړۍ وروسته هم منور واکمن یادیږی او شاشجاع غلام، یعقوب خان پیړۍ وروسته هم ډارن، غلواکې او بدمست بلل کیږی مګر اکبر خان د هر ازادی غوښتونکي حرکت د هیلو، اتلولیو او سرښندنو سمبول، سقاوه پرون هم د چور واکو، تنګ نظرو او لنډغرو الګوه وه نن هم هغه رنګ له ځان سره لری مګر امان الله خان پرون هم د آزادی، خپلواکې او ځان بسایني مخ لاري وه او نن هم ، دا ډول تره کی، کارمل او نجیب به تر اخیره د تاریخ د ليد په وړاندی تل د ولس د قضاوت معيار د عبرت چم او د خپل او پردي د پیغور نوکه به وی.
ځکه...
هر څوک چې امسا په لاس لري، هغه موسى نه وي
یا لکه د عبدالرحمن بابا خبره:
په ظاهر لباس غلط د سړي مه شه
منځ يې ګوره چې، چغزۍ ده كه مټاك
اوس د ګډ حکومت د سرواکو غني او عبدالله د پادشاهی داستان هم له هغه پورته ځان دربو، بي واکه ځانتپلیو، د تاريخ په نزد محکومو او د ملت په وړاندی د سرکوزو څخه چې په ډانګ یې بیلوی هم نه بیليږی.
ولس ورته امساء ورکړله له ځان څخه ورته تير شول مګر دوی چغک وختل.
ولس ورته د مشروعيت قباله ورکړله مګر دوی په تير ۳ کاله تپلواکې کې دومره دا باور بدنام او ککړ کړل چې شاشجاع، یعقوب خان، سقاو او کارمل که پیړۍ هم پاتی شوی وای ممکنه نه وله چې پدي کچه بدرنګه د ملي باور اړوند بی باوره او د ملت په نزد کم ختلی وای.
دوی د ولس اجماع او اراده وترټله مګر د امریکا سفارت پریکړه یې درنه وبلله.
دوی د ولس لومړیتوب سوله د خپلو ځانواکو غوښتنو د ساتلو لپاره د لعنتی امنیتی تړون په ډول د جګړه مارو او په مرګونو لړلۍ تړون قربانی کړل.
دوی جګړې ته کار ووایو.
اساسي قانون او ملي قوانين یې تر پښو لاندي کړل
له پنجاب سره یې د پکتيکا په ګومل کې معامله وکړه په دروازی پټه خوله پاتی شول، د هغوی راکیټي تجاوز یې د ولس په چیغو غوږ ونه ګراوه، له ای اس ای سره یې امنیتی هوکړوکړله، پاکستان سره یې د ډیورنډ دیخوا او هغه خواته د افغان وژلو پروژه ok کړله، د سولې اختیار یې په لوی لاس د پنجاب غیږی ته واچاوه، تر هغه یې زموږ ناري وانه بابيزه وګڼلي ترڅو چې مصنوعی پاکستان د خپلی جعلی جغرافیا د مصنوعی ځمکنۍ بشپړتیا لپاره د لوی افغانستان پر زړه د اسرائيلو اغځن تار وغزول، بیا چیغی او احساساتی پر غولیدني ولاړی نارې سورې څه ګټه نه لری.
جنګ سوړ سو میري تود شو.
د ولس غږ ته مو د ټرمپ پر جګړه خوښې ستراتیژی ځواب ورکړل
هغه کار چې مو په یوازی اګسټ میاشت کښې د جګړې لپاره وکړل، که مو په تېر درې کاله کښې د سولې لپاره کړې وای نن به حد اقل د نظام او مرکزی حکومت د حیثیت څخه د دفاع منطق او ژبه به مو لرلای.
اوس تاز په تازه په یوه نوی ناوی دود کښې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر ریکس ټيلرسون راتګ په یو نا علان شوی سفر افغانستان ته او بیا له هغه سره د غنی او عبدالله لېدنه د هغوی په یوه نظامي چوڼۍ ( د بګرام اډه ) کښې د یو بل مسلسل شرم او پیغور ریکارډ یې ټینګ کړي.
لومړي : نا اعلان شوی سفر د نړیوالو قوانین، سیاسي ډیپلوماټیک عرف او زموږ د ملي قوانینو له اړخه ښکاره د یو ملت ځمکنۍ بشپړتیا، حاکمیت او د یو ولس قانونیت ته سپکاوی دی.
دویم : د ارګ نقلیدل د بګرام هوایې اډې ته او هلته هم په یوي زيرزمینې کښې لیده کاته بل هغه د ذلت پیغور، د غلامۍ یادګار او د بلواکۍ ثبوت دی چې د شاشجاع، یعقوب خان، کارمل او بچه سقاو په څیر بدنامان یې هم پخپل کارنامه کښې نه لری.
یعني ګډ حکومت د غلامۍ او پردي پالني نوی ریکارډ مات کړل.
دریم : د ډیپلوماټیک دود او ملي پرسټیژ له مخي د ټیلرسون سيال د خارجه وزیر دي او دوی بایدد بهرنیو چارو په وزارت سره لیده کاته وکړی بیا که مسله تر دي هم مهمه وی نوخارجه وزیر له هغه سره یوځای ولسمشر ته ځي، او په یوه غیری رسنیز ناسته کښې ورسره ګورې.
مګر د ګډ حکومت ټوله کابینه د نوموړي ليدني ته باګرام ته ځي دانو وایې: ( په خره سپرېدل یو شرم، تري کښته کېدل بل شرم ) څه کېدای شی؟.
په اسلام اباد کښې افغان سفير عمر زاخيلوال صيب د خوشحال خان دا بیت د یوه ډیپلوماټ ښه پیغور او له دا ډول حالاتو د خواشیني ښه اظهار کېدای شی، چې یو ساعت وروسته یې پرخپله فیسبوک پاڼه وليکل:
آزادي تر پادشاهیه لا تيری کا
چې د بل تر حکم لاندې شي زندان شي!
دوی یوازی پردي ذلت هم بسنه ونه کړله بلکښې د شرم جزر یې ویستل او په هغه انځورونو کښې چې د امریکايانو له لوری خپور شوی له هغه انځور سره چې ارګ غوښتل پری خپل نامینځلۍ مخ ومینځي هم د فوتوشاف بربنډې نښې ښکاري.
اوس نو اي غلام خانانو موږ ستاسو په کومو بدرنګيو او شرمونو سترګې پټې کړو؟
درناوي
وروستي