هلمندي ولسونو د اوسني حکومت او هلمند کې د قانون حاکميت په تړاو غونډه وکړه

روهي (دوه نۍ/ د لړم لومړۍ نېټه)، د هلمند مدني ټولنې رسنيز دفتر څخه روهي وېب پاڼې ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې، هلمندي ولسونو د اوسني حکومت او هلمند کې د قانون حاکميت په تړاو غونډه وکړه، دغه کسان داسي مهال نن راټول شوې وو، چې ۶ ورځې وړاندې په دې ولایت کې لسګونو کسانو د مرستیال والي او استناف څارنوال پرضد لاریون وکړ.
 
هلمند کې نن زرګونو کسانو د دې ولایت په کرزي لوبغالي کې هغه مهال راټول شول چې دوي د دې ولایت په لېرو پرتو سېمو کې د ملي پروژو د تطبیق سربیره په دې ولایت کې د قانون حاکمیت سره د دې ولایت خلکو د ملاتړ لپاره غونډه جوړه کړي وه.
 
دوی پخپلو ویناوو کې وویل، " چې دولت غاصبین دې ونیسي او د قانون منګولو ته دي یې وسپاري."
وکیل غازي محمد، مولوی همکاری او ډاکټر قریشی وایي دلته هلمند کې یوشمیر کسان له خپلو واکونو او خلکو څخه په ناوړه ګټې اخیستنې سره په دې ولایت کې دولتي ملکیتونه غصب کړي اود ملي پروژو مخه نیسي.
 
دوی وویل، که هر څوګ د ملي پروژو مخه نیسي او یاهم په دې ولایت کې د دې پروژو د عملي کېدو په برخه کې خنډونه جوړه وي، دولت دې ياد کسان ونېسي او قانوني چلند دي ورسره وکړي.
 
په ياده غونډه کې قومی مشرانو هم د غصب د مخنیوی تر څنګ زیاته کړه، چې د ملي پروژو مخه دې نه نېول کیږي او هڅه دي وشيو ترڅو په دې ولایت کې د ملي پروژو دتطبیق په برخه کې ولسي خلک همکاره واوسې.
 
يو شمېر مدني فعالان وایي له تیرو څوکلونو راهيسي یو شمیر خلکو د ملي پروژو د مخنیوي په موخه ګامونه پورته کړي او خلک اوس د لوی پروژو تطبیق غواړی.
 
دوی وایي بهرنیو مرسته کوونکو دلته پیسې مصرفولي خو ولې د تطبیق په برخه کی خلکو همکارۍ نه ده کړي.
دوی د اوسنیو دوو پرمختیایي کارونو چې د کرکیټ لپاره میدان او لمریزي بریښنا سیستم ۲ میګاواټه پروژه ده، د ژر تر ژره پيل غوښتنه وکړه.
د ولایت له لوري ټاکل شوې پلاوي چې مشري یې دولایتی شورا مشر حاجي محمدکریم اتل کوله، وویل مونږ به هرڅه ډیر ژر له ولایتي ادارې سره شریک کړو ترڅو دې ستونزې ته چې یو شمیر خلک لاس وهنې کوي او غواړي ځینی کوچنۍ ستونزي غټې، قومي او یا هم تعصبي لوريې ته ووهي هغوی ته به د پای ټکی کیږدې.
 
اتل وویل هیچاته به اجازه ورنه کړي چي دلته نورهم دې ستونزو ته لمنه ووهي ترڅو دا اورتازه کړي، هغه وویل هرڅه د مرکزي اداري له لوري څارل کیږي پلاوي ټاکل شوی او ډیر ژر به ورته دپای ټکی کیښودل شي.
 
هلمند کې نن داسې مهال زرګونو کسانو د قانون د حاکمیت څخه د ولسونو د ملاتړغونډه جوړه کړې وه چي ۶ ورځي وړاندې لسګونو کسانو ددې ولایت د مرستیال والي او استناف څارنوالي په رئیس باندې هغه مهال لاریونونه وکړل چې هغوئ دې ولایت کي ۵۳۵ جریبه دولتي ځمکه له خلکو واخیسته او دوو لویو پروژو لمریزی بریښنا او کرکیټ میدان لپاره یې بیله او د هغوی په واک کی یې ورکړه. لاریون کوونکو د هلمند دمرستيال والي او ستناف څارنوال انځورونهو باندې کرښې ايستلې وې او له دندې څخه يې د يادو کسانو ګوښه کېدو غوښتنه وکړه.