
د افغانستان او (پنجاب ) پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ تړون پر اساس افغانستان کولای شي، چې د پنجاب (پاکستان) له لارې خپل صادارت نورې نړۍ ته وکړي او یا هم کولای شي چې خپلې لارې د پنجاب (پاکستان) خاورته داخلې کړي. له بله اړخه (پنجاب) پاکستان هم کولای شي چې د خپل صادراتي توکي د افغانستان له خاورې د خپلو موټرو په وسیله صادرات وکړي چې دا تړون په لومړي ځل په کال 1965 کال کې لاسلیک او په 2010 کال کې یو ځل بیا تازه شو، چې د دواړو هيوادونو په ګټه دي.
په نړۍ کې اقتصادي قوانین بیا له نورو قوانینو سره توپير لري په اقتصادي قوانینو کې هيوادونه یا وګړي خپلسري لرې یانې کله چې يې ګته وي کولای شي پر ځان یې عملي کړي او که ګټه یې نه وي نو کولای شي چې عملي یې نه کړي په دې برخه کې د پنجاب ښه مثال دی ځکه هر وخت له دې تړون څخه سرغړونه کوي او د کوم مسولیت احساس هم نه کوي.
اوس چې افغان ولسمشر دا پریکړه کړې چې د پنجاب (پاکستان ) موټر باید په بندرونو کې خالي او د هیواد د داخلي ټرانسپورټ په وسیله انتقال شي یانې پاکستانیو موټرو ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاورې ته داخلې شي.
اوس راځم دی ته که له دې تړون موږ سرغړونه کوو نو زموږ په ګټه دی او که د پنجاب ( پاکستان)؟
په اقتصادي لحاظ تر موږ، پنجاب (پاکستان) ښه دی کولای شي خپلو صادرونکو ته ښه امکانات برابر کړي له بله اړخه د پاکستان صادراتي توکي ژر له منځه تلوونکي نه دي او که وي خو بیا هم هغوی کولای شي چې امکانات ورته برابر کړي او له خرابیدو یې مخه ونیسي، خو په مقابل کې افغانستان تازه میوې د پاکستان له لارې نورو هيوادونو ته صادروي چې ډير ژر له منځه ځي او په افغانستان کې ورته امکانات هم نشته، چې وساتل شي.
که افغانستان د امنیت خبره په پام کې نیولي وي دا موټر باید چک شي نو بیا دا هم د افغانستان لپاره ګټوره لار نه ده ځکه که همدا کار له افغانیو صادراتو سره وشي شاید ډیرې ورځې په بر کې ونیسي نو بیا هم موږ له زیان سره مخ یو او که ولسمشر پر چاه بهار د تکیې خوبونه وینې نو هغه هم د سیاست قرباني کيږي.
نو تر هغې چې موږ ځان قوي کوو نو موږ باید له ډير دقت څخه کار واخلو.