په پکتیکا کې پنځه ویشت پروژې بشپړې او د سلو شاوخوا یې تر کار لاندې دي

روهي (يوه نۍ/۳۰ د تلې)، د پکتيکا ولايت مقام د رسنيو له دفتر څخه روهي وېب پاڼې ته په رالېږل شوې خبر پاڼې کې راغلي دي چې، په پکتیکا کې پنځه ویشت پروژې بشپړې او د سلو شاوخوا یې تر کار لاندې دي. غه څرګندونې د د غه ولایت اتو سکتورنو استازیو د حساب ورکونې په پار جوړه شوې غونډه کې وکړې.
د پکتیکا ولایت مقام په نوښت د حساب ورکونې غونډه جوړه شوه چې د مرکز په شمول له ټولو ولسوالیو څخه ګڼ شمیر مشرانو او ځوانانو پکې ګډون کړی وو.
په پیل کې د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت د حساب ورکونې په ارزښت خبرې وکړي او زیاته یې کړه د ملي وحدت حکومت ولس ته په هره برخه کې په حساب ورکولو ژمن دی چې ولس ته پک او پوره حساب ورکړي
وحدت وویل: دا ډول غونډې کولی شي ولسونه له حقایقو خبر کړي چې دولت د ولسونو په پار څه ترسره کړي او په راتلونکې کې د دوی د پرمختګ موخه څه پلانونه لري.

د امنیتي سکتور په استازیتوب د امنیتي ارګانونو د ګډې همغږئ مرستیال جنرال عبدالرحمن نافع پریزنټیشن وړاندې کړ او د امنیتي ځواکونو د لاسته راوړنو او پرمختګ په اړه یې خبري وکړې.
نافع زیاته کړه چې موږ په پکتیکا کې هیڅ داسي سیمه نه لرو چې د دښمن په مکمل تصرف کې وي ټولې ولسوالۍ د دولت تر کنټرول لاندې دي او د روان کال له پیله تر اوسه یې ګڼ شمیر د دولت مخالفو وسلوالو ته مرګ ژوبله اړولې او له هغوی څخه یې ګڼ شمېر مهمات او وسایط تر لاسه کړي دي.

د کرنې او مالدارۍ ریاست رئیس نورالله سباوون د کرنې په برخه کې په لاسته راوړنو خبرې وکړي، سباون وویل: سږ کال په پکتیکا د کرنې په برخه کې یو له لاسته راوړنو ډک کال و، په دې کال کې مو لسګونه پروژې پیل او یو شمېر نورې مو ګټې اخیستنې ته وسپارلې.
نومودی وایي: په پکتیکا کې یې سلګونه ټنه اصلاح شوي تخمونه په بزګرانو ویشلي او د حیواناتو شپږ ډوله واکسین یې په مختلفو ولسوالیو کې تطبیق کړي دي.

د روغتیا سکتور په استازیتوب ډاکتر عبدالسلام باورزي غونډې ته معلومات وړاندې کړل او د روغتیا په برخه کې لاسته راوړنې او ننګونې له ولسونو سره شریکې کړې.
باورزي وویل: د قابلګي او واکسین په روزنیزو لنډ مهالو پروګرامونو کې یې سلګونه پکتیکاوالې میرمنې جذب کړې چې دا د مور او ماشوم د مړینې په کمښت او نورو برخو کې خورا موثر تمامې شوې دي.

وروسته په ترتیب سره د ښې حکومتولۍ ، بنسټیز، ټولنیز خوندیتوب او پوهنې سکتورنو د غونډې ګډوانوالو ته خپل معلومات ور واورول، د خپلو کړنو او لاسته راړنو په اړه یې پریزنټیشنونه وړاندې کړل او په پای کې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول.