ملګري ملتونه دې په افغانستان کې د سولې لپاره رښتینې هلې ځلې وکړي. د ورزشکارنو زر کسیز کمپاین

روهي (يوه نۍ/۳۰ د تلې)، د لغمان ولايت مقام، د دفتر رياست د ر سنيو او اړيکو له دفتر څخه روهي وېب پاڼې ته په رالېږل شوې خبر پاڼه کې راغلي دي چې، د سولې او ژوند لپاره د ورزشکارانو او ځوانانو زر کسیز کمپاین په ترڅ کې د لغمان زر تنو ورزشکارانو هغه لویه ټوټه چې پورته متن په کې لیکل شوی و د زرو کسانو له لاسلیکونو وروسته لغمان والي عبدالجبار نعیمي ته وسپارله او غوښتنه یې ترې وکړه، څو د دوی دغه پیغام په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر ته وسپاري.
دغه ورزشکاران او ځوانان چې نن د المپیک امریت اړوند د بېلا بېلو سپورتي لوبو لپاره په جوړ شوي جمنازیوم کې راټول شوي ول، په ملګرو ملتونو یې غږ وکړ، چې په افغانستان کې دې د سولې او امن د ټینګښت لپاره رښتینې هلې ځلې وکړي او نور دې د افغانانو وینو تویولو ته د پای ټکی کېښودل شي.
د سولې او ژوند لپاره د ورزشکارانو او ځوانانو زر کسیز کمپاین په ترڅ کې د غونډې ګډونوالو ورزشکارانو په مخالفو وسلوالو هم غږ وکړ، چې د بې ګناه انسانانو له وژولو او د وطن له بربادۍ دې لاس واخلي، سوله دې وکړي او د یو اباد، پرمختللي او په ځان بسیا افغانستان لپاره دې د اوسني نظام سره یو ځای ګډ کار وکړي.
دغو ورزشکارانو له ځانه سره (موږ سوله غواړو، موږ هم د نړۍ د نورو انسانانو په شان په امن کې ژوند غواړو، موږ مه وژنۍ) او دې ورته نور شعارونه هم له ځآنه سره لېږدول.
په همدې موخه په جوړه شوې غونډه کې لغمان والي عبدالجبار نعیمي د خپلو خبرو پر مهال ورزشکارانو ته وویل د کوم پیغام د ورکولو لپاره چې نن تاسې راټول شوي یاست، په حقیقت کې نن یو ځلې بیا تاسې دا ثابته کړه چې تاسې سوله خوښي او امن غوښتونکي انسانان یاست او دا نوښت مو د ستایلو دی.
ښاغلي نعیمي زیاته کړه د هېواد روانو حالاتو ته په کتو دا د هر افغان حق دی چې د سولې او امن لپاره داسې غږ پورته کړي او له دغو بدبختیو خپل ګران هېواد افغانستان وژغوري. نوموړي وویل سوله زموږ ارمان او ژوند زموږ حق دی، هغه ځناور چې هره ورځ دلته د سلګو بې ګناه انسانانو د ارمانونو کډې باروي او د ژوند حق ور څخه اخلي په هغوی مو غږ دی څو له دغو ناروا کړنو لاس په سر شي.
په غونډه کې د افغانستان د بدني روزنې د عمومي ریاست مرستیال ډاکتر میرویس بهاوي او د لغمان د بدني روزنې امر استاد بادام ګل ملتزم هم په وار سره په خپلو خبرو کې وویل چې د دوی نننۍ راټولېدنه په همدې موخه ده څو له یوې خوا ملګري ملتونه په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو ، د امن د ټینګښت او د پایدارې سولې په برخه کې رښتینې او واقعي هڅې او تلاشونه وکړي او د بلې خوا وسلوال مخالفین هم نور د بې ګنا انسانانو د وینو له تویولو لاسونه واخلي.
د یادونې ده چې په دغه جوړه شوې غونډه کې د یو شمېر ورزشکارانو د تقدیر تر څنګ بېلا بېلې سپورتي نندارې هم تر سره شوې.