کونړ کې په (۳۰۰۰) بزګرو د غنمو د (۱۵۰)  ټنه اصلاح شوي تخم دویش لړۍ پیل شوه

روهي (نۍ/۲۹ د تلې)، د کونړ ولايت مقام د رسنيو له دفتر څخه روهي وېب پاڼې ته په رالېږل شوې خبر پاڼه کې راغلي دي چې، په کونړ کې په (۳۰۰۰) بزګرو د غنمو د(۱۵۰) ټنه اصلاح شوي تخم دویش لړۍ پیل شوه
د کرنیزو حاصلاتو د کچې لوړ والي په پار د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري بزګرانو ته په خپل وخت د غنمو د اصلاح شوي تخم لړۍ پیل شوه، چې نن په مرکز اسعد اباد کې د کونړ والي وحیدالله کلیمزي، د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ رییس انعام الله ساپي، د ولسي جرګې غړي حاجي سخي مشواڼي او یو شمېر نورو مشرانو په لاسونو په لسګونو بزګرانو اصلاح شو تخم وویشل شو.
د کونړ والي وحیدالله کلیمزي وویل سږکال به د (۱۵۰) ټنه اصلاح شوي تخم سربیره راتلونکي کې (۳۰۰) ټنه کیماوي سره او د سبزيجاتو تخمونه هم بزګرانو ته په واک کې ورکړي ،په وینایې د کرنې په برخه کې بېلابېل پروګرامونه د لاس لاندې لري ،چې د بزګرانو په اقتصادي ودې کې به پوره مرسته وکړي.
د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رییس انعام الله هم غونډې ته وینا وکړه، ویې ویل دتخم کیفیت څخه مو دقیقه څارنه کړې او هیله مند یو چې د دغې تخم په کرلو سره به په حاصلاتو کې (شل)سلنه زیاتوالی راشي .
د ولسي جرګې غړي حاجي سخي مشواڼي او څوتنو نورو مشرانو هم په خپلو ویناوو کې د کونړ په کرنیز وضعیت او بزګرانو په ستونزو خبرې وکړې او د اوارۍ په برخه کې د ولایتي ادارې د لازیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه .