
د افغانستان د ښه زراعت لامل په افغانستان کې د مرګ زیاتوالی دی، ځکه چې هره ورځ په سلګونو انسانان تر خاورو لاندې کیږي؛ نو خاوره عضویت اخلي هتمن به ښه حاصل ورکوي زمونږ مشران د زراعت په برخه کې ډېر اعلی فکر لري د همدې لپاره د وطن وګړي خرڅوي تر څو یو خوا دوی مادي ګټه وکړي بل خوا د زراعت په برخه کې پرمختګ. ژوند ژوند مشرانو؛ دا معملې مو ټولې تر سترګو تېرېږي تاسو خبر یاست؛ مګر ویلای نه شئ مشکل چرته دي؟؛ کنه ولس ته مراجعه وکړئ ملي پاڅون به اعلان کړو؛ ایا مونږ تېر باسئ که تاسو نه پوهيږئ؛ نو حتمن دریم اړخ شته هتمن دلته څه پټ دي او پټوئ یې. زما په ګومان دا ټول په هیواد کې پېښېدونکو ناورينونو نه تاسو خبر یاست؛ مګر د کومې مجبورۍ له مخې یې نه شئ ویلی؛ کنه دومره تهاجمي بریدونه کول ناممکنه خبره ده، ستا امنیت کشفي ارګانونه، نظامي قوتونه چرته ویده دي؟ داسې هم نه ده، چې لومړی ځل دا پېښه کېږي دا ډول پېښو مو زړه خوړین کړ؛ مګر پر وړاندې یې هیڅ ډول پلان نشته، تدابیر نه نیول کېږي، چېرته بوخت یې؟ هره ورځ وسلوال ګواښونه ممکن دي ستا فکر چېرته بوخت دی؟؛ نو مالوم دریم اړخ شته چې له ولس پټ دی، د خدای لپاره پر دې کړېدلي ولس رحم وکړئ، د معاملو مخنیوی وکړئ نور انسانان مه خرڅوئ. دا ولس نور له زغم لویږي. نشر یې کړئ ترڅو تر ولسمشر ورسېږي ګوندې په زړه یې رحم ننوځي په نظامي او کشفي ارګانونو کې ژور بدلون راولي، چې له دا ډول ویرجنو پېښو خلاص شو. آدابي سیاسي هجوه.