په پکتیکا کې د بېړنیو پېښو پر وړاندي د مبارزې ورځ ونمانځل شوه

روهي (پنځه نۍ/۲۷ د تلې)، د پکتيکا ولايت مقام د رسنيو له دفتر څخه روهي وېب پاڼې ته په رالېږل شوې خبر پاڼه کې راغلي دي چې، په پکتیکا کې د بېړنیو پېښو پر وړاندي د مبارزې ورځ ونمانځل شوه.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت، د ولایتي شورا مرستیال، په پکتیکا کې د سولډریټي موسسې استازي، د پېښو پر وړاندي د مبارزې او بېلا بېلو نورو ادارو رئیسانو او زیات شمیر مخورو مشرانو په کي ګډون کړی وو.
د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت وایي: افغانستان یو غرنی هیواد دی چې د ژمي په موسم کې ولسونه دواوري او د اوړي په موسم کې د بارانونو او سیلاونو له امله زیانمن کیږي نو ولایتي اداره تل هڅه کوي چې د مظلومو ولسونو لاسنوی وکړي او په پېښو کې له زیانمنو شویو کسانو سره بېړنۍ اړینې مرستې تر سره کړي.
وحدت د پېښو پر وړاندي د مبارزې له رئیس او سولډریتي نړیوالي موسسې له مسؤلینو څخه مننه وکړه او دغه راز یې له دوی او دوی ته ورته نوروهمکارو موسساتو څخه د لازیاتو مرستو غوښتنه وکړه چې پکتیکا وال تر بل هر چا زیات لاسنوي ته اړتیا لري.
د پېښو پر وړاند د مبارزې رئیس عبدالهادي هادي وویل: په پکتیکا کې د نورو ولایتونو په پرتله طبعي پېښې کمې دي او د ولایتي ادارې په پوره همکاري مو ټول پېښو ته په وخت رسیده ګي کړې ده.
هادي وایي: د یو کال په اوږدو کې یې په دغه ولایت کې د واورو او نورو بېلا بېلو طبعي پېښو له زیانمنو شویو سره د شاوخوا شپږ میلیونه افغانیو مرسته کړې چې درې میلیونه یې د واوري له امله زیانمنو شویو سره او پاتې نورې یې د نورو بېلا بېلو پېښو له امله زیانمنو شویو سره ترسره کړې چې چې خوراکي غیري خوراکي او نورو اړین توکي پکې شامل و.
د ولایتي شورا مرستیال غزیز عزیز هم په خپلو خبرو کې له دوی څخه د منننې ترڅنګ غوښتنه وکړه چې که مخکي له مخکي نه د زون په کچه چمتوالی ولري نو له یوې خوا به توکي نه ضایع کیږي او له بلې خوا به له هغوی سره په خپل وخت مرسته شوې وي.
قومي مشر حاجي ګلاخان هم له ولایتي ادرې مننه وکړه چې تل یې د دغه ولایت له مظلومو ولسونو سره مرسته کړي ده.
نوموړي دغه راز غوښتنه وکړه چې یاد توکي دي داسي ووېشل شي چې حق حقدار ته رسیدلی وي.