له نوروز منګل سره مرکه
نوروز منګل چې د افغان کریکټ اوپنر دی او د کریکټ کتاب ورته ویلی شو داسې چې زیاتې خوارۍ يې د کریکټ د ودې او پرمختګ لپاره وکړې، یو وخت نوروز منګل لوبغاړی و، بیا لوبډلمشر بیا لوبغاړی او بیا کپټان وټاکل شو خو وروسته يې له کریکټ لوبې استعفا وکړه او اوس د افغان کریکټ بورډ د سلیکشن کمېټې مشر دی او بهر ته د افغان لوبډلې د لیږلو او ټاکلو مسولیت پر غاړه لري.
که موږ د نوروز منګل پر وړتیا، یا هم د ده پر لاسته راوړنو خبرې پیل کړو نو کتابونه پرې لیکل کیږي.
موږ له نوروز منګل سره د ده پر تېر او راتلونکي او هم د ده پر نوې دنده مرکه کړې تاسو يې لوستو ته رابولم.
سمسور: حاجي صیب له دې به يې راپیل کړو چې تاسو یو وخت لوبغاړی بیا کپټان وی بیا لوبغاړی او بیا کپټان شوی وروسته بیا کم وخت لپاره لوبغاړی وی خو بیا مو استعفا وکړه، اوس د ټاکوونکې ډلګۍ مشر شوی کوم وخت خوشال وئ؟
منګل: یره! که رښتیا درته ووایم زه خو چې لوبغاړی وم په لوبډله کې وم او لوبډله ښه روانه وه خو اوس هم له کریکټ سره نیږدې پاتې یم او اوس هم خوښ یم.
سمسور : مننه منګل صیب، تاسو دا څو میاشتې کیږي چې د سلیکشن کمېټې مشر ټاکل شوی يې او لوبډله مو چې انتخاب کړې ښه ځلېدلې هم ده خو موږ به تر کومه وخته همدا یو کپټان اضغر ستانکزی د ټولو فارمټونو شل اوریزه، پنځوس اوریزه او هم ټېسټ کریکټ لپاره ولرو؟
منګل : مننه دا چې زموږ لوبډله ښه ځلیږي دا نو زموږ د لوبغاړو خوارۍ او هلې ځلې دي ، رابه شو کپټان ته؛ دا خو زموږ د چیرمېن خبره ده چې هغه څوک راولي هغه نو بیا کمیټه ورته ټاکي او بیا کپټان بدلیږي، خو څه چې زما نظر دی زه به دا ووایم چې کپټان اوس زموږ همدا ښه او تکړه کپټان دی، زموږ کریکټ هم دومره پر مخ نه دی تللی چې موږ دې د هر فارمټ لپاره نوی ټيم او نوی کپټان ولرو، پکار نه ده چې نوې تجربې وکړو او خدای ج مه کړه چې هسې نه دا لاس ته راوړنې مو په اوبو لاهو نه شي اوس نو دا مشر ښه روان دی، خدای مه کړه که چرته موږ لوبې بایلو بیا نو کریکټ بورډ تصمیم نیسي چې اوس څه باید وکړو! نو د همدې لپاره مو یو ځوان لوبغاړی راشد خان د کپټان اضغر مرستیال وټاکه تر څو هم زده کړه وکړي او هم راتلونکي ته اماده شي خو اوس به زیاتې تجربې نه کوو.
سمسور: ښه دا د راشد خان خبره مو وکړه رښتیا ده راشد خان په افغان کریکټ کې یوه نوې سا وچلوله، دلته یو سوال چې له ما سره دی هغه دا دی چې موږ هر وخت ښه بالران پیدا کوو، خو زموږ د بېټېنګ اړخ ته که ګورو هر وخت سره لدې چې زیات روزونکي راغلل، لاړل بیا هم زموږ د بېټېنګ ستونزه حل شوې نه ده، که له تاسو وپوښتو چې علت به يې څه وي؟
منګل: رښتیا هم دا خو داسې ده چې په کریکټ کې سخترین کار چې دی هغه بېټېنګ دی ځکه کله چې بېټسمېن اوټ شو بیا اوټ دی بیا چانس نه لري، او بالر چې دی هغه زیات چانس لري بالر یانې شپږ باله لري که شپږ بالونه څلور شاټونه هم شي خو بیا هم د وېکټ اخېستو چانس لري، خو د بېټېنګ سکیلز باید زیات فوکس ولري، خو دا ستونزه یوازې د افغانستان سره نه ده دا له هر هېواد سره شته، کله چې ښه بېټ شوی نو بالرانو بیا ښه بالېنګ ندی کړی دی.
زه به ستر عامل هغه تخنیک باندې وبولم چې زموږ لږ د تخنیک څخه ستونزه لرو، نو افغان کریکټ بورډ تخنیکي اداره په دې هلو ځلو کې ده چې هغه د ځوانو لوبغاړو لپاره تکړه روزنکي چې هغه په تخنیکي لحاظ پوره غښتلي وي راويې غواړي او د روزونکي په حیث يې په دنده وګوماري.
سمسور : حاجي صیب! د ویسټينډيز په سفر کې د افغانستان له لوري په شل اوریزه لوبه کې یو څه ښه و خو په یو ورځينیو لوبو کې زموږ بېټېنګ ډېر ضعیف و د دې علت ستاسو له انده څه ؤ؟
منګل: که ووایم دا زموږ لپاره غټ سفر و زه به دا ووایم چې د هر ټيم یو قوي اړخ وي د ویسټينډيز قوي نقطه د دوی فاسټ بالېنګ و او هغوی به موږ په تېز بالېنګ کې را ایثار کړو، او بل دوی به ښه ښه شاټپېچ کول خو موږ به بیا سپېن بال قوي و هغوی که وکتل شي په دایره کې به يې شاټ پېچ بالونه زیات کول، نو زه به دا ووایم چې زموږ لوبغاړي نوي له پاس ټيمونو سره مخامخ شوي دي، موږ به دا لوبې کوو، دا به ګټو او بایلو، بیا به مخکې ځو، کله چې دا ډول مخکې ځې زیاتې لوبې به بایلې بیا به مخکې ځې او وروسته به موږ په دې کار کوو چې څه ډول موږ مخکې ولاړ شو.
سمسور: سمه ده، حاجي صیب! موږ به دا نه وایو چې ویسټينډيز څخه دې موږ سويپ سریزونه ګټلي وای ځکه هغې ته زیات وخت او زیات مزل پاتې او په کار دی، خو دا د شاټ پیچ مسله که وګورو د ۲۰۱۰ کال راهیسې موږ د دغه بال له لوبولو سره ستونزه لرو، سره له دې چې پیاوړي روزونکي له اسټرالیا، پاکستان او هندوستان څخه موږ درلودل خو بیا هم دغه ستونزه حل نه شوه ولې تر اوسه موږ له دغې ستونزې سره لاس او ګرېوان یو؟
منګل: بیشکه، دا طبيعي خبره ده که تاسو چمپین ټارپي لوبې کتلې وي د اروپا والا به اسیایې ټيمونو ته شاټ پېچیز بالونه کول، نو په اسیا کې داسې بونس وېکټې نشته، نو موږ بیا هم همدې خبرې ته راځو چې خامخا به دغه ستونزه وي او داسې به نه وي چې موږ چې څه ډول په اسیا کې لوبیږو هغه شان به موږ په ویسټينډيز کې یا بل بونس پیچ باندې موږ د اسیا په ډول ولوبیږو، خو زه له هغې وروسته بیا هم له لوبغاړو سره کېناستم او ورته مې وویل چې دا څنګه خبره وه، دوی وویل چې ممکن چې ما د شاټ بالونو لپاره تیاری نه و کړی نو بیا هم وایم چې څومره چې داسې زیات سفرونه وکړو بیا به هم موږ ډېر څه زده کړو.
سمسور : بیا هم مننه، حاجي صیب! که راشو دې ته چې لوبډلې ته د ځوانو لوبغاړو راتګ او سلېکشن تاسو کومو ټکو ته په پام سره کوئ؟
منګل: بالکل؛ پخوا به داسې وه چې په ولایتي سیالیو کې به چې چا سل رنزه وکړل هغه به ټيم ته راتلو یا به يې په شپږیزه کې ډېرې شپږیزې یوه، دوه ووهلې هغه به ټيم ته راغی خو بیا به يې چې په بهر کې یو دوه رنزه ونه کړل نو بیا به خلکو ورپسې خبرې کولې، اوس موږ په پام کې نیولې چې زموږ داخلي کر
وروستي