روهي (پنځه نۍ/۲۷ د تلې)، د پکتيکا د ولايت مقام د رسنيو له دفتر څخه روهي وېب پاڼې ته په رالېږل شوې خبر پاڼه کې ويل شوې دي چې، پکتیکا کې د شاوخوا ۸،۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ابیارۍ او هموارۍ پروژې رغنیزې چارې پیل شوې.
په یاده پروژه کې چې د کرنې او مالدارۍ ریاست په شل جریبه ځمکه پلي کېږي، د اوبو منظم سیسټم، شنه بېلابېل بوټي او باغونه او یوه لویه د اوبو زېرمه شامل دي.
د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت وايي په یاده پروژه کې پخې ویالې، شمسي سیسټم، د اوبو رسولو منظم سیسټم او د اوبو یوه لویه زېرمه شامل دي چې د کرنې او مالدارۍ وزارت په نیږدې ۸،۵ میلیونه افغانۍ انکشافي بودیجه به یې کارونه د څلور میاشتو په موده بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
وحدت دغه راز زیاتوي چې د کرنې په ریاست کې څلور نورې بېلابېلې پروژې تر کار لاندي دي چې د ځینو چارې یې تر نمایي او د ځینو نورو یې په بشپړېدو دي.
پکتیکا ولایت د کرنې ریس نصیراحمد سباون وايي چې د دې پورژې له کارونو به پر وخت څارنه کوي او ټول کارونه به یې له قرارداد سره سم پر مخ ځي.
نوموړی ولسونو ته ډاډ ورکوي چې یاده او په دې ریاست کې نورې ټولې پلي کېدونکې پروژې به په پوره شفافیت سر د پورپوزل مطابق مخته وړي او هڅه به وکړي چې کارونه یې په پوره شفافیت سره ترسره شي.
یاده دي وي چې د پکتیکا ولایت د کرنې ریاست او په ځانګړي ډول N.H.L.P ( مالدارۍ او باغدارۍ) پروژې له خدمتونو په دې وروستیو کې ولسونه خوښ دي، خو پکتیکاوال وايي چې یاد ولایت خورا پراخې کرنیزې ځمکې لري چې که لیږ سهولتونه ورته برابر شي، نو وبه توانېږي چې خپل کرنیز محصولات لوړ او نورو ولایتونو او آن هیوادونو ته یې صادر کړي.
وروستي