کونړ کې دسکتوري ادارو مشرانو د سانسور څخه پرته د ولس پوښتنې ځواب کړې

د کونړ ولايت مقام د رسنيو له دفتر څخه روهي وېب پاڼې ته په رالېږل شوې خبر پاڼه کې راغلي دي چې، د کونړ ولایت مقام او ولسي ملاتړ ولایتي دفتر په همکارۍ په مرکز اسعد اباد کې د دولتي ادارو مسوولینو له لوري ولس ته دحساب ورکولو په پار یوه لویه غونډه وشوه، چې د پوهنې، روغتیا، کرنې او کلیوبیارغونې او پراختیا ریاستونو رییسانو له لوري د اړونده ادارو د کړنو په اړه ولس ته معلومات وړاندې شول او دخلکو پوښتې یې ځواب کړې ،په دغه مراسیمو کې د کونړ والي سربیره قومي مشرانو ،ادارو مسوولینو او د بېلابېلو نهادونو استازو پرخه اخیستې وه.
په پیل کې د کونړ والي وحیدالله کلیمزي پرانیستونکې وینا وکړه ویې ویل ښه حکومتولي هغه وخت رامنځته کیږي چې په تصمیم نیونه کې د ولس ګډون یقیني وي ،معلوماتو ته لاس رسی د هر افغان حق دی او مسوولین مکلف دي ،چې د خپلو کړنو په اړه ولس ته معلومات ورکړې او غوښتنې یې ځواب کړي ،چې ددې پروګرام په مټ به خلک وپوهیږي چې په سیمو کې څومره پرمختیایې چارې ترسره شوي او جریان لري ،کونړ والي په خلکو غږ وکړ چې په پوره ازاده توګه کولای شي چې د خپلو تشویشونو په اړه له مسوولینو پوښتنه وکړي .
ورپسې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ولسي ملاتړ د ولایتي دفتر مسوول مطیع الله اندوس خبرې وکړې ویې ویل هېواد د ټولو ګډ کور دی نو ځکه دلته ښه حکومتولي ،انډولیزپرمختګ،سوله او ثبات زموږ د ټولو ګډه غوښتنه ده او دنافذه قوانینو په چوکاټ کې د بیان ازادي موږ ته داحق راکوي ترڅو په داسې ناستو کې ګډون وکړو او تل له دولتي ادارو دخپل حق غوښتنه وکړو.