د سوېل ختیځ زون د امنیتي وضعیت د څېړنې په موخه، په خوست کې د زون په کچه د همغږۍ غونډه دایېره شوه

روهي (درې نۍ/۲۵ د تلې)، د خوست ولایت مطبوعاتي دفتر څخه روهې وېب پاڼې ته په رالېږل شوې خبر پاڼه کې ویل شوې دي چې، د سه شنبې په ورځ دخوست ولایت د افغان ملي پوځ په لومړي پلي ښایسته لوا کې د سوېل ختیځ زون په کچه د امنیتي وضعیت د څېړنې او ارزیابۍ په موخه د همغږۍ غونډه دایېره شوه، چې په کې خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي، د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندان تورن جنرال شاورګل پښتون، د ۳۰۳ سپين غر زون قوماندان پاسوال اسدالله شېرزاد، د (OCCR) مسوول جنرال محمد اسرار، د ناټو ځواکونو دغوڅ ملاتړ نماینده ګان او د خوست ولایت د امنیتي، کشفي او دفاعي ځواکونو مسوولینو ګډون درلود.
په سر کې د لومړۍ پلي ښایسته لوا سرتېرو او افسرانو د غونډې مشرتابه ته د دوی د راتګ او درناوي په ویاړ امنیتي قطعه تقدیم کړه او ورپسې د لومړي پلي لوا قوماندان ډګروال عبدالخلیل خلیل ورغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ډاډ ورکړ چې په خوست کې د ولایتي ادارې د مشرتابه په مشرۍ غوره همغږي رامنځته شوي ده چې ټول امنیتي قوتونه د یوې واحدې قوماندې لاندې کار کوي.
د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندان تورنجنرال شاورګل پښتون پدې خوښي وښوده چې خوست دسالمې ادارې، د ملکي او پوځي چارواکو ترمنځ د ښې همغږۍ او د ولسونو د ګډو همکاریو په نتیجه کې د هېواد په یوه امن لرونکي ولایت بدل شوی دی.
ده د امنیتي ځواکونو سرتېرو او افسرانو ته ډاډ ورکړ چې وسله والو مخالفینو خپل مورال د لاسه ورکړی او دا وخت نشي کولای چې دوی د افغان ملي امنیتي ځواکونو سره مخامخ جګړه وکړي نو همدا وجه ده چې اکثرا وخت په لویو لارو کې ماینونه خښوي او یا هم د ځانمرګو بریدګرو پرمټ ترورېستي حملې کوي چې په نتیجه کې یې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.
تورن جنرال شاورګل دا هم وویل چې افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه اوس مهال له دفاعي حالته راوتلي او په هرځای کې یې د ترورېستي ګروپونو د ځپلو او له منځه وړلو پخاطر تعرضي عملیات پیل کړي دي چې د ځمکنیو او هوایي بریدونو له امله وسله والو مخالفینو خپل مورال په بشپړ ډول د لاسه ورکړی دی.
خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي په خپلو خبرو کې وویل ((خوشاله یم چې دا ځل د زون په کچه د امنیتي حالت د څېړنې په موخه د همغږۍ غونډه په خوست ولایت کې دایېریږي.د ده په خبره دا ډول غونډې کولای شي چې د زون په کچه شته همغږي نوره هم پیاوړي او هغه تهدیدونه به په ښه ډول تشخیص شي چې د زون په کچه د ځينو مهمو او ستراتیژیکو نقطو څخه دخوست په ګډون ټول زون ته متوجه دي.))
ښاغلي حبیبي د امنیتي ځواکونو سرتېرو او افسرانو ته په خطاب کې وویل چې دا ستاسو همت، قرباني، هلې ځلې او لوړ مورال دی چې د ملي پوځ لومړۍ پلي لوا ته مو د ښایسته لقب ترلاسه کړی او د د لویې پکتیا په کچه مو د سولې او پرمختګ دښمن ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی دی.ده ډاډ ورکړ چې ولس او حکومت ټول ستاسو تر شاه ولاړ دی او په هېڅ حالت کې به تاسو یوازې پرې نږدي ، نو په همدې اساس یې له دوی وغوښتل چې خپل پاک یونیفورم او هغه تعهد ته چې د دندې اخېستو پرمهال مو کړی،په کلکه ژمن واوسئ،هېچا ته ددې اجازه او فرصت مه ورکوئ چې د سولې،امن او پرمختګ په وړاندې تخریبي اعمال ترسره کړي.
د عمومي غونډې وروسته ځانګړي امنیتي جلسه دایېره شوه چې په کې د زون په کچه امنیتي حالت وڅېړل شو.
د کشفي مسوولینو د راپورونو او ګوزارشاتو په رڼا کې په ټولو تهدیدونو او چالشونو هر اړخیزه بحث ترسره شو چې په هکله یې مهمې پرېکړې ترسره شوې.
د ناستې په پای کې د لومړۍ پلي لوا قوماندان ډګروال عبدالخلیل خلیل ته د ملي دفاع وزارت له لوري پدې خاطر رالېږل شوي تقدیرنامه ډالۍ شوه، چې د دغه لوا پوځيانو د پکتیا ولایت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د مخالفینو ترورېستي بریدونه او پلانونه په ښه شکل مهار او له منځه وړي دي.