روهي (دوه نۍ/ ۲۴ د تلې)، د پکتيکا ولايت مقام د مطبوعاتو دفتر څخه روهي وېب پاڼې ته په رالېږل شوې خبر پاڼه کې راغلي دي، په پکتیکا کې د سرې میاشتې ریاست له لورې د مرستو راټولو په پار غونډه ترسره شوه.
په پکتیکا کې د افغاني سرې میاشتې د ځانګړې اونۍ پرانست غونډه چې د مرستو راټولو په پار جوړه شوې ترسره شوه.
د پکتیکا مرستیال والي ښاغلي عصاالله فضلي د جلالتمآب ولسمشر له پیغام لوستلو څخه وروسته وویل: بریالي ولسونه هغه دي چې نور ته خیر ورسوي.
ښاغلي فضلي وویل: افغاني سره میاشت د بشر پاله ولسونو په همکاري رامنځ ته شوې او د هغې ټول فعالیتونه د همدې ولسونو پرمټ پر مخ ځي.
فضلي وویل په خپلو مرستو سره د بشرپالو خدمتونو په ډګر کې له افغاني سرې میاشتې څخه ملاتړ کو او په نورو مالدارو ولسونو او تجارانو هم غږ کو چې له افغاني سرې میاشتې سره د خپلې وسې مطابق همکاري وکړي تر څو په پېښو کې له زیانمنو شویو کسانو څخه په وخت لاس نیوی شوی وي.
د افغاني سرې میاشتې رئیس انجینر مومین اکبري په خپلو خبرو کې له ولایتي ادارې او ټولو رضاکارو ډلو څخه مننه وکړه چې له دوی سره یې تل همکاري کړي ده.
مومین وویل: له سرې میاشتې سره مرسته وکړئ ترڅو په پېښو کې زیانمنوشویو مظلومو ولسونو ته په خپلو وخت رسیده ګي وشي.
مومین دغه راز وایي چې د کال په اوږدو کې یې شل تنه په زړه سوري ماشومان د درملنې په موخه اړوندو څانګو ته معرفي کړي دي، دوه سوه اویا صحي کیټونه یې په خپلو رضاکارانو ویشلي او دغه راز یې د دغه ولایت په سپینو سمو کې درې صحي کلینیکونه پرانیستې چې فعالیتونه یې په چټکي سره روان دي.
مدني فعال خیرالدین ذکي وایي چې سره میاشت هغه ریاست دی چې د ولسونو په مرسته له ولسونو سره مرستې کوي.
نومړي دغه راز له دوی څخه وغوښتل چې که په دې اړه عامه پوهاوی وشي او په مختلفو سمو کې د افغاني سرې میاشتې د فعالیتونو په پار غونډې وشي او هغوی د سرې میاشتې له فغالیتونو څخه خبر کړل شي.
وروستي