
روهي (يوه نۍ/۲۳ د تلې)، د کنړ ولايت مقام د رسنيو له دفتر څخه روهي وېب پاڼې ته په رالېږل شوې خبر پاڼه کې راغلي دي چې، د ولایتي ادارې په پرلپسې هڅو بلاخره د اسعد اباد روغتیایي کمپلکس لومړنۍ چارې پیل شوې .
د اسعد اباد ولایتي روغتون پراختیا چې د کونړ ولسونو له لومړیتوبو نو څخه ده، د فیاض کمپ په ساحه کې ددولت د پرمختیایې بودیجې د(۲۰)میلونو افغانیو په لګښت یې د ادارې تعمیر درې پوړیزې ودانۍ د بنسټ ډبره د کونړ والي وحیدالله کلیمزې ،دعامې روغتیا رییس عزیزالرحمان ساپي او یو شمېر نورو مشرانو په لاسونو کېښودل شوه.
د کونړ والي وحیدالله کلیمزي وویل د روغتیا په برخه کې چې ددې ولایت اوسیدونکي له یو شمېر ستونزو سره مخ وو،ولایتي اداره په دې وتوانیده ،چې غوښتنو ته یې ځواب ووايې ، روغتون د پراختیا په موخه مو دفیاض کمپ (۲۳) جریبه ځمکه روغتیا ریاست ته په واک کې ورکړه ، خوښ یو چې نن ددغې مرکز د جوړیدو عملي چارې پیل شوې او د اداري تعمیر ودانۍ د بنسټ ډبره مو کېښوده ،ښاغلي کلیمزي وویل روغتون هم د (۹۷)کال په بودیجه کې نیول شوی او نږدې راتلونکې کې به یې چارې پیل شي ،نوموړي د شرکت په مسوولینو غږ وکړ چې د قرارداد سره سمې چارې پرمخ یوسي او کیفیت ته یې زیاته پاملرنه وکړي ،کونړ والي ډاډ څرکند کړ چې د پروژې د کیفیت څخه به ټينګه څارنه وکړي او هیڅکله به د بې کیفته کار اجازه ورنه کړي .
د اسعد اباد ولایتي روغتون چې د کونړ ولایت سربیره د نورستان ولایت ناروغان هم ورته مراجعه کوي، خلک د ځای د کموالي له امله له ستونزو سره مخ وي ،چې ددغې ودانۍ په جوړیدو سره به روغتیایي خدمتونه پراختیا ومومي او دخلکو شته ستونزې به راکمې شي.