
څلورلسیزې کیږي پر دې پاکه خاوره کي مو ویني بهیږي. ماشومان، ځوانان، سپین ږیری او حتأ ښځینه طبقه مو د بل د ګټو قربانۍ کیږي او خپل خوږ ژوند له لاسه ورکوي.
دا خبره تر لمر سپینه او ښکاره ده چې جګړه پردۍ ده او ګټې یې پردي وړي خو قربانۍ يې موږ ورکوو.
اخیر ولې او تر څه وخته؟ دا هغه پوښتنه ده چي تر اوسه ناځوابه پاتې ده.
زه د لته د هلمند د جګړې یادونه کوم هلمند کې جګړې ولې کلونه وخت ونیوه؟ د هلمند جګړه ولې نه مهار کیږي؟
دنه مهار کيدو لاملونه يې څه دي؟ هلمند کې ولي د وینی ارزښت نسته ؟
ماشومان، ځوانان، سپین ږیري، پیغلې او ټوله بشریت دلته ولې بې ارزښته دی؟
ځکه دلته انساني قاچاق شروع دی، دلته پردیو او دهغوی د غلامانو ګټې دي د هلمند جګړه یوه تجارتيجګړه ده.
دلته نظامي پوستی، سیمې او حتا ولسوالۍ د معاملې له مخي د پردیو د ګټو لپاره د هغوی د غلامانو له خوا خرڅې شوي.
پردیو او د هغو غلامانو جګړه ځکه ګرمه ساتلي ده، د دوي خاص
اهداف او شخصي ګټې دي او دوی د خپل داهدافو او شخصي ګټو لپاره انسان وژنه د یوي مرغي په څیرهم نه بولي د هغوئ وژنه ځانونو ته وياړ او د فخر خبره بولي.
هلمند کې جګړې د ګل په څیر ځوانان د مرګي په خوب ویده کړل زیات شمیرکورنۍ یې د غم پر ټغرکښینولي خویندی يې د ورور د مرګي په غم کې په سرو سترګو وژړولی، زیات، د ګل په څیر ګلالي ماشومان یې د بابا له میني بي برخه کړل دې جګړي داسی زړونه مات کړل چې تر ډبرۍ لا هم کلک وو.
دهلمند ښکلا اوس بدرنګه ښکاري دلته په کلیو بانډو او ښارونو کی ډار او ناهیلی خوره ده خو لا هم موږ د غفلت په خوب ويده یو.
نو ای! میړني او باتوره قومه! څه شوې ستا هغه د میرویس او غازی امان سرښندنۍ؟ هغه د احمدشاه لاسته راوړنې؟ راپورته سه! یوازې د تاریخ
یادونه مه کړه ته هم هغه افغان یې د هغي خاوری قهرمان یې د هغوي پر پل دي پل کيږده نور دي دا دغفلت خوبونه پریږده دا خاوره، دا هیواد او د ځپلی ولس دې ته اړتیا لري نور چاته اجازه مه ورکوه چې خويندې دې کونډې کړي.
بچي دې بې بابا او مور دې بې بچيو کړي دا پښتني پیغلي نور د ځوان ورور په غم کي مه سوځوه.
پورته شه د ځانه دې اتل جوړ کړه دې خاورې ته دي د ځانه څخه درمل جوړ کړه.
ترڅو په دې ځوريدلي او کړيدلي ولس يو ځل بيا د رڼا وړانګې خورې شي او دا ملت د تور تم د تورو تيارو څخه په امن کي شي.
هر افغان او مسلمان ته نور په دې هيواد او خاوره کي وحشت، بربريت او تاوتریخوالي د زغملو او منلو وړ نه دی.
راځئ په یوه ږغ نور د جګړې پر وړاندي اواز اوچت کړو او ووايو
جنګ دې ورک شي رنګ دې ورک شي. موږ سوله غواړو، د سولې ته تږي یوو، د سولي په ارمان یو او سوله موغوښتنه ده نور جګړه نه غواړو له جنګ جګړوستړي یوو.
د یوه سولیز آباد او پیاوړۍ افغانستان په هیله