په خوست کې د کرنې او وترنرۍ انسټيټوټ ته د (۴۲) مېلیونه افغانیو په لګښت دوه پوړیزه ودانۍ جوړه شوه

روهي، (پنځنۍ/ ۱۳۱ د تلې) دخوست ولایت مطبوعاتي دفتر څخه روهي وېب پاڼې ته په رالېږل شوې خبر پاڼه کې راغلي دي چې، دخوست مرکز اړوند غرغښت لېسې ته څېرمه د کرنې او وترنرۍ انسټيټوټ ته د دوست هېواد المان په مالي مرسته او د (ORD) تطبیق کوونکي موسسې لخوا د (۴۲) مېلیونه افغانیو په لګښت د اتو میاشتو په موده کې دوه پوړیزه ودانۍ ترجوړېدو وروسته نن د پنجشنبې په ورځ د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه.
هغه مراسم چې په همدې موخه د کرنې او وترنرۍ د انسټيټوټ په انګړ کې جوړ شوي وو، په کې خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي، د قومي شخړو د حل او هواري لپاره د جمهوري ریاست د عالي مقام د حکم پربنسټ د راغلي پلاوي غړو، د پوهنې ریاست مسوولینو او کارکوونکو، د ولایتي شورا مرستیال جان میرځاځي، د بېلابېلو دولتي ادارو رییسانو،ذقومي مشرانو، دیني عالمانو ، دمدني ټولنو غړو او د کرنې او وترنرۍ د انسټيټيوټ ښوونکو او زده کوونکو ګډون کړی وو.
د پوهنې رئیس انجنیر بخت نور بختیار وویل چې د کرنې او وترنرۍ انسټيټیوټ دوه کاله وړاندې تاسیس شوی، چې زده کوونکو یې د سرپنا د نشتون له امله تر دې مهاله په کرایي کور کې زده کړې کولې.
نوموړی زیاته کړه چې د دې ودانۍ په بشپړېدو سره شته ستونزې هوارې او د انسټیټیوټ زده کوونکي به وکولای شي چې خپلې زده کړې په ښه چاپېریال کې پرمخ بوزي . بخت نور وویل پدغه پروژه کې د ودانۍ ترڅنګ څلوردېوالي، د اوبو ذخیره، د کرنې او مالدارۍ په برخه کې بېلابېل تحقیقاتي فارمونه، مجهز لابراتوار او دکمپیوټرلېب مرکز شامل دي چې د زده کوونکو لپاره به خورا ګټور تمام شي.
خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي په خپلو خبرو کې د مسلکي زده کړو ارزښت او اهمیت ته په کتو سره وویل چې که چېرې د کرنې سکتور ته اساسي توجه وشي نو لرې به نه وي چې دا هېواد به په خپل ځان بسیا او بیا به چا ته د دې ضرورت ونه لرو چې هرڅه له بهره را وارد کړو .
ښاغلي حبیبي پدې وروستیو کې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ په برخو کې ترسره شویو او روانو پروګرامونو او دغه مهم سکتور ته د دولت د رهبرۍ له خوا ځانګړي پاملرنې ته په کتو سره وویل چې نوموړی هیله مند دی چې د افغانستان کرنیز وضعیت بېرته په ښه کېدو دی او په څو راتلونکو کالونو کې به زموږ د هېواد دښتې بېرته خړوبې او موږ به وکولای شو چې د زراعت په برخه کې بېرته په خپلو پښو ودرېږو.خو نوموړي پدغه برخه کې د کادرونو روزل خورا مهم وبلل او ویې ویل خوشاله دی چې نن د کادرونو د تشې ډکولو لپاره په خوست ولایت کې د کرنې او وترنرۍ انسټيټوټ فعال شوی او د یوې مجهزې ودانۍ څخه برخمن شو.
نوموړي د زراعي بانک په بیا فعالیت، بزګرانو ته د قرضو په ورکړه، په هېواد کې په اساسي تحقیقاتو او د ترویج په تقویه ټينګار وکړ او هیله یې وښوده چې مرکزي دولت به دغه مهمې برخې ته خاصه پاملرنه وکړي.
خوست والي زیاته کړه چې خوست د تېرو دوو کالونو په ترڅ کې د کارډېف پروګرام او د مالدراۍ او باغ دارۍ د ملي برنامې په تطبیق سره زیات پرمختګ کړی چې په ترڅ کې یې خوست ولایت دسبزیو په برخه کې نه یوازې په خپل ځان متکي شوی، بلکې د هېواد نورو ولایتونو ته هم بېلابېلې ترکارۍ ورکوي.همداشان د غوښینو چرګانو لپاره په زیات تعداد فرمونه جوړ شوي چې په بشپړېدو سره به د ګاونډيو هېوادونو د وارداتو پرځای د افغانستان ډېری ولایتونو ته غوښین چرګان ورسوي.
ښاغلي حبیبي په خپلو خبرو کې وویل چې د پيل شویو هڅو او ځانګړي پلان پربنسټ یې هڅه دا ده چې تر راتلونکو دوو کالونو پورې خوست د افغانستان په کچه د جلغوزیو د پروسس او تولید پرمرکز بدل کړي، ترڅو ټول جلغوزي چې دا مهال له افغانستان په قاچاقي توګه بهر ته وړل کیږي، د افغانستان څخه د ځمکې او هوا د لارې په قانوني توګه نړیوال مارکېټ ته د افغانستان په نوم صادر شي.د ده په خبره چې پدې هکله یې د کاردېف برنامې په چوکاټ کې داسې طرحه جوړه کړې ده، چې د جلغوزیو د کښت څخه نیولي ان تر خوراک پورې ټوله پروسه شامله ده.
ښاغلي حبیبي په خوست ښار او ولسوالیو کې روانو او ترسره شویو مهمو پرمختګونو ته په اشارې سره وویل خوست ولایتي اداره هوډ لري چې دخوست جوړونې او ابادۍ لپاره به خپلو تلاشونو ته دوام ورکوي او پدغه برخه کې به هېڅ نوع ستړیا احساس نه کړي.
ده پدې خوښي وښوده چې خوست د علم او فرهنګ په غوړېدا کې ګړندي ګامونه اخلي او هره کورنۍ هڅه کوي چې خپل اولادونه د علم په ګڼه سمبال او ټولنې ته یې د خدمت په موخه وړاندې کړي .دده په خبره که چېرې زموږ خلک په واقعي مانا علم حاصل کړي نو له شک پرته په هېواد کې روانې بدبختۍ او وروروژنې به پای ته ورسیږي او ټول افغانان به په شریکه د هېواد په جوړولو کې ونډه اخلي . په همدې اساس نوموړي ژمنه وکړه چې د پوهنې سکتور ته به خپله توجه لا زیاته کړي.
د ولایتي شورا مرستیال جان میرځاځي په خوست کې د علم په پرمختګ،د حکومت او ولس ترمنځ د اړیکو په نږدېوالي او دبیارغونې په برخه کې دخوست ولایتي ادارې هڅې او لاسته راوړنې وستایلې .
د نوموړي په خبره دخوست ولسونه د کار خلک ښه پېژني او همدې اصل ته په کتو سره ژمن دي چې دخوست سیمه ایزې ادارې سره په ټولو چارو کې اوږه په اوږه همکاري وکړي.
د جنوبي قومونو د شورا رییس داود شاه نیازي پدې خوښي وښوده چې خوست د ښه امنیت،پرمختګ،غوره حکومتوالۍ اود نظام سره د هر اړخیزه همکارۍ له امله د سوېل ختیځو شپږو ولایتونو په سر کې ځای لري او د سوېل ختیځ زون ټول ولایتونه پرې ویاړي.خو د قومونو له مشرانو ،دیني عالمانو او ځوانانو یې وغوښتل چې د لا ښه امنیت،پرمختګ او یووالي لپاره دې د سیمه ایزې ادارې ټينګه ملا وتړي ترڅو هېڅوک په هېڅ نوم د دې موقع پیدا نه کړي چې د قومونو د شخړو او یا د کوم بل هدف لپاره د قومونو ترمنځ ټکر رامنځته او نفاق ته لمن ووهي.
د قومي مشرانو په استازیتوب مدیرشریف الله وویل د زراعت په برخه کې پيل شوې برنامې او د کرنې او وترنری انسټیټيوټ په فعالیت سره به خوست په نږدې راتلونکي کې مسلکي کادرونه ولري چې دغه ځوان کادرونه به د کرنې او مالدارۍ سکتور ته وده ورکړي .نوموړي دخوست په ټولوولسونو غږ وکړ چې دخوست جوړونې او سمسورتیا پخاطر د خپلو همکاریو لمن پراخه کړي ترڅو ولایتي اداره د ولس د همکارۍ پربنسټ پدې وتوانیږي چې دخوست د خلکو ټولو اساسي او روا غوښتنو ته مثبت ځواب ووایي .
د غونډې په وروستۍ برخه کې د کرنې او وترنری انسټیټیوټ لپاره جوړه شوې دوه پوړیزه ودانۍ د خوست والي،د کابل څخه د راغلي پلاوي او قومي مشرانو له لوري د پټۍ په پرېکولو سره رسماً ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه.