وحدت: د پولیسو قربانۍ د هېرولو وړ نه دي

د پکتيکا ولايت مقام د رسنيو دفتر څخه روهي وېبپاڼې ته په رالېږل شوي خبرپاڼه کې راغلي دي چې، 
پکتیکا والي محمدالیاس وحدت وایي، د پولیسو هڅې او سرښندنې د قدر وړ دي او په وینا یې، د ډاډمن امنیت په ټینګښت کې ددوی رول د هېرولو وړ نه دی.
ښاغلي وحدت د مرکز کابل څخه تر راستنېدو وروسته د پکتیکا نوې امنیه قوماندان جنرال محمد عظیم هاشمي ته د مبارکۍ په موخه ورغی.
پکتیکا والي محمدالیاس وحدت امنیه قوماندان ته ډاډ ورکړ چې د پکتیکا ولایتي اداره او ولسونه به یې د ډاډمن امنیت په ټینګښت کې پوره همکاره وي او په وینا یې، د ولسونو د ښېرازۍ په موخه به ګډې هڅې کوي.
ښاغلي وحدت دغه راز امنیه قوماندان ته سپارښتنه وکړه چې د پولیسو په لیکو کې د مکافاتو او مجازاتو سیستم ته وده ورکړي او په دې برخه کې هر راز ستونزې له منځه یوسي.
په همدې حال کې د پکتیکا امنیه قوماندان جنرال محمدعظیم هاشمي پکتیکا والي ته ډاډ ورکړ چې په ځان به شپه او ورځ یوه کړي او د دولت او ولسونو ګډ دښمن به له مخې لرې کړي.
نوموړي دغه راز زیاته کړه چې د پولیسو په لیکو کې د اصلاحاتو اصل ته ژمن دی او په وینا یې، پولیس به د ټولنې ریښتیني خدمتګاران جوړ کړي.
د یادونې ده، جنرال محمدعظیم هاشمي نږدې دوه اوونۍ وړاندې د پکتیکا ولایت د امنیه قوماندان په صفت رسمآ خپله دنده پیل کړه.