
د لغمان ولايت د دفتر رياست د رسنيو او اړيکو دفتر څخه روهي وېب پاڼې ته په رالېږل شوي خبر پاڼه کې راغلي دي چې،
د نېږدې لس میلیونه افغانیو په ارزښت د مهترلام ښار په داخل کې د مهترلام ښاروالۍ په مالګښت د څلورو بېلا بېلو ټولګټو پروژو چارې نن د لغمان والي عبدالجبار نعیمي، د ولایتي شورا د مرستیال حاجي عبدالعزیز، د مهترلام ښاروال انجنیر نظیف الله الکوزي او د ښار د یو شمېر مشرانو په لاسونو پیل شوې.
په دغو پروژو کې د ښار په بېلا بېلو ساحو کې د ۱۶۲ مترو په اوږدوالي او د اووه مترو په پراخوالي د دوو سړکونو کانکریټ ریزي، د ۷۲۰ مترو په اوږدوالي د ویالو پخول، د ۹۲ مترو په اوږدوالي د پلیو لارو جوړول، د ۲۰ عدده کثافت دانیو او د څارویو په منډوي کې د اوبو د ذخیرې او اطاق جوړول او دغه راز په نوي جوړېدونکي تفریحي پارک کې د دوه سیټه تشنابونو او یوې حلقې څار کېندل شامل دي، چې د مهترلام ښاروال انجنیر نظیف الله الکوزي له لوري یې ولایت مقام ته په تخنیکي برخه کې معلومات وړاندې شول.
د پروژو د چارو د پیل پر مهال لغمان والي عبدالجبار نعیمي وویل چې د لغمان د هر اړخیز پرمختګ او ابادۍ لپاره قوي اراده لري او په دغه لاره کې به د لغمان د خلکو د هوساینې لپاره خپلې هلې ځلې نورې هم ګړندۍ کړي.
ښاغلي نعیمي د پرمختیايي پروژو په تطبیق او ساتنه کې د ولس همکاري اړینه وګڼله او له ولسونو یې وغوښتل څو د امنیت په ټینګښت کې د ولایتي ادارې ملا ور وتړي، چې ولایت مقام او ولایتي اداره وشي کولی د ولسونو د هوسا ژوند او د دې ولایت د پرمختګ لپاره لا نورې پرمختیايي پروژې تطبیق او عملي کړي.
لغمان والي ټولو اړونده ادارو په ځآنګړې توګه مهترلام ښاروالۍ جدي لارښوونه وکړه څو په دقیقه توګه د دغې پروژو تر څنګ په لغمان کې د ټولو روانو پروژو له چارو په دقت سره نظارت او څارنه وکړي او د کار د کیفیت په برخه کې خاصه توجو ولري.