علمي بحث: په افغانستان کې د نهضت پر وړاندې خنډونه

لومړۍ: شورا
د شورا تعریف، ارزښت او په اسلامي نصوصو کې بیان
په افغانستان کې د شورا په وړاندې خنډونه
د شورا مجالونه او الزامیت یې
شورا په اسلام کې له ډېر تاریخي قدامت څخه برخمنه ده، چې په نورو نظامونو کې نه شته او قران کریم په دې اړه داسې وایي [ وشاورهم فی الامر فاذا عزمت فتوکل علی الله ان الله یحب المتوکلین) ( او هغوی ته مشوره ورکړه نو کله، چې دې تصمیم ونیوه په الله (ج) توکل وکړه ځکه، چې الله (ج) له متوکلینو سره مینه لري). اسلام په ډېره زیاته اندازه په شورا باندې ټینګار کوي، حتی د رسول الله (ص) مبارکه جنازه د حضرت عایشې ( رض) په کور کې تر هغه منتظره وه تر څو مسلمانان په ثقیفه بن ساعده کې د مسلمانانو د سیاسي ژوندانه په حل او تنظیم باندې مصروف شول او شورا یې وکړه او شورا د سیاست یوه اساسي برخه ده، ځکه، چې په ټوله نړۍ کې شورا د دولتونو یوه خپلواکه برخه ګڼل کیږي نو په همدې خاطر د اسلامي فکر او عمل د یووالي اجتماع د ۱۳۹۶کال د سنبلې پر (۳۱)مه نېټه «شورا؛ تعریف، ارزښت په اسلامي نصوصو کې بیان، په افغاني جامعه کې دشورایي سیستم په وړاندې خنډونه او الزامیت » تر عنوان لاندې یو علمي بحث جوړ کړ، چې د ویناوالو په ګډون یو شمېر علمي او اکاډمیکو شخصیتونو پکې برخه واخیسته.
دغه علمي بحث د اسلامي فکر او عمل د یووالي اجتماع مشر دکتور عبدالباقي امین په افتتاحیه وینا پیل شو او د موضوع پر ارزښت یې رڼا واچوله.
ورپسې د دغه علمي بحث لومړی ویناوال محترم استاد عبدالرحمن فرقاني و، چې د شورا تعریف، ارزښت او په اسلامي نصوصو کې بیان په اړه خبرې وکړې دده په وینا شورا د اسلامي نظام ځانګړنې او یا اصل دي چې ددې اصولو یا ځانګړنو نه یو اصل هم شورا ده شورا عربي لفظ دی، چې د شور نه اخستل شوې او په اصطلاح کې شورا د مجربو او په کارپوه خلکو د نظر اخستل دي، په اسلام کې پر شورا تاکید شوی او له مسلمانانو غوښتل شوي، چې په خپلو منځونو کې دې سره سلا او مشورې وکړي.
پیغمیر صلی الله علیه وسلم ته الله تعالی امر کړی، چې له صحابه کرامو سره مشوره وکړه:
و شاورهم فی الامر" و "و امرهم شوری بینهم
پرته له شکه، چې شورا زیاتي ګټې لري او کوم کار، چې په مشورې سره تر سره شي، بیا پښيماني او نیمګړتیاوې نه لري.
شورا د یوه عادلانه او ولسواکه نظام اصل ګڼل کیږي او مسلمانانو ته په کار ده، چې په خپلو منځونو کې سلا مشورې وکړي.په تېرو وختونو کې صحابه کرامو خپل زعامت د مشورې او یا هم د وصیت له لارې ټاکلی دی.او د شورا په نتیجه کې به د هېواد ستونزې روښانه کیږي، عقل او فکر پخیږي، د مسؤول په وړاندې د ملامتۍ دروازې تړل کیږي، استعدادونه او وړتیاوې وده او تبارز کوي، شورا یو اسلامي اصل دی او پر ځای کېدل یې د ملک په خیر دي او الله پاک په کې برکت اچوي او د اجر او ثواب لامل کیږي.
د بحث دویم ویناوال د هېواد نامتو ژورنالېست، لیکوال او د ویسا ورځپاڼې مسؤل مدیر محمد زبیر شفیقي و، چې «په افغانستان کې د شورا په وړاندې خنډونه څه دي ؟« تر عنوان لاندې یې خبرې وکړې دده په وینا په افغانستان کې اوسنی حکومت ولې شورایي سیستم ته اهمیت نه ورکوي په افغانستان کې د اوسني حکومت ۱۶ کاله کیږي له دریو قواوو ( مقننه، اجرایه او قضائیه) جوړ دی حکومت د مقننه او قضائیه قوو تر نظارت لاندې دی د اوسني حکومت جوړښت دوه کاله وو خو د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر د دوه کلن حکومت عمر تر پنځو کلونو پورې وغزولو اوسنۍ مقننه او اجرایه قواوې نه قانوني مشروعیت لري او نه اخلاقي، اخلاقي مشروعیت خو یې لا وړاندې نه درلود ځکه خلک د حکومت له کارونو راضي نه وو دا دی، چې اوس قانوني مشروعیت هم نلري دا دواړه قوې، چې نه قانوني مشروعیت لري او نه اخلاقي مشروعیت په یو بل باندې باور هم نلري نو له همدې امله دواړو د یو بل مشکلات افشا کړي. حکومت نړیوالې ټولنې ته وفادار دی نه ملت ته، مخکې له دې، چې د جمهوري ریاست انتخابات تر سره شي د بهرنیانو لخوا د اشرف غني لپاره یو محفل جوړ شو او دا یې اعلان وکړ، چې د یوې سروې په نتیجه کې چې د کومې بهرنۍ موسسې لخوا تر سره شوې ده محمد اشرف غني د نړۍ دویم متفکر دی خو متفکر او حکومت کوونکی فرق لري اوس، چې د اشرف غني نه یې ډېر نژدې ملګري خپه دي یوه وجه یې هم د مشورې نکړل دي ځان داسې شه یې، چې تر ټولو په هر څه باندې ښه پوهیږي. حکومت ته یې نوم د ولسوالۍ ورکړئ خو جوړ له استخباراتي کړیو دی او ددې استخباراتي کړیو په مشورو په رڼا کې تګلارې ټاکي.
او بل داچې د امریکایانو په راتګ سره دوی د سرمایه داری نظام د تقویې دپاره ډېر کار وکړ تر څو یو څو کورنۍ ډېرې سرمایه ولري او د افغانستان ټولې چارې دوی ته وسپاري، چې د مافیا شکل به ولري، چې ددې کار دپاره اوس هم هڅې روانې دي خو تر اوسه پورې دې کار ښه شیره نه ده کړې نو اوس یې مخ نیوی کیدای شي تر څو ملت په یو غږ سره ددې کار مخنیوي ته لاس په کار شي.
په افغانستان کې د نه پرمختګ یو اساسي اصل دادی، چې هر حکومت راغلئ له سر ه یې په هر څه باندې پیل کړئ د بن په کنفرانس کې ډېرې خرابې پرېګړې وشوې هغه باید اصلاح شي نه د هغه قطع کول د اشرف غني او عبدالله جورجاړی د بن د کنفرانس قطع کول وو، چې باید دا کار نه وی شوی.
ددې دریو کلونو په تېرېدو سره داسې ګام نه دی اخستل شوی، چې موږ ورته اشاره وکړو اوس باید هغه څه تر سره شي تر څو زموږ ملت یو ځل بیا د لویو قوتونو د جنګ قرباني نشي، شورایي سیستم ته د ملک په سطحه سرنوشت سازه موضوعاتو کې ارزښت ورکړل شي.
د بحث دریم ویناوال د هېواد نامتو عالم او لیکوال قاضي محمد حسن اسلامي و،
چې “ د شورا مجالونه او الزامیت” تر عنوان لاندې یې خبرې وکړې دده په وینا، شورا په اسلامي نظام کې یو اصل دی او شورایي نظام مهم دی تر څو ګټه تر لاسه شي او مصالح مو خوندي وي او ضرر دفع وي
شورا باید په لاندې ذکر شویو برخو کې تر سره شي.
• امیر مکلف دی، چې د خلکو سره د ملک په سطحه کارونو کې ورسره شورا وکړي
• د جګړې او سولې په اړه مشوره د دخیلو کسانو تر منځ وشي
• د اسلامي احکامو د تطبیق لپاره شورا وشي
• د امیر په ټاکلو او عزل کې شورا ضرور ده تر څو داسې امیر وټاکل شي، چې هغه عادل وي
• د حکومت د کارونو په څارنه کې شورا وشي
• د نویو پېښو په اړه مشوره چې نص پکې نه وي
یوه ډله علماء باور لري، چې د شورا پایله ملزم ده او امیر مکلف دی په هغه عمل وکړي ځکه کله، چې انسان په یوه کار باندې وګمارل شي نو ورباندې لازمیږي تر څو په هغه عمل وکړي حضرت پیغمبر ص د احد په جنګ کې د اصحابو په مشوره چې په ښکاره ډول ډېره دردونکې وه دا قول تائیدوي. ځیني نور علماء بیا باور لري، چې د شورا پایله ملزم نه بلکه معلم ده په دې مانا، چې د شورا په پایله کې امیر ته حکم روښانه کیږي. او امیر اختیار لري، چې څه تصمیم نیسي، د شورا په پایله کې عمل کوي یا یي نه کوي په همدې دلیل په مبارک آیت کې ویل شوي ژباړه: کله، چې مو عزم یا اراده وکړه نو په الله ج توکل کوئ. که چېرې موضوعات د شورا له صلاحیتونو او اختصاصاتو څخه وي په هغه وخت کې د شورا پایله ملزم ده او که چېرې په موضوعاتو کې ولسمشر مشوره وکړه، چې له خپلو اختصاصاتو څخه یې ده نو په دې ځای کې د شورا پایله معلم ده، چې اوسمهال په هېوادونو کې اساسي قوانین د صلاحیتونو حدود ټاکي
علماء کرام داسې نظر لري هغه موضوعات، چې شورا کې مطرح کیږي باید له اجتهادي مسایلو څخه وي یانې په هغو موضوعاتو کې چې نص شتون ولري شورا تصمیم نشي نیولای
ژباړه: نو دالله ج دمهرباني وجې له هغوی سره نرم شوې او که چېرته سخت زړه وای نو خلک ستا څخه پراګنده کېدل نو له هغو څخه تېر شه او د هغوی لپاره بخښنه وغواړه او له هغوی سره مشوره وکړه نو هغه وخت چې دې خپل قصد ټینګ کړ په الله ج توکل وکړه په تحقیق سره الله ج له توکل کوونکو سره مینه لري
په بل ځای کې بیا فرمایي
ژباړه: د هغوی تر منځ کارونه په مشوره تر سره کیږي
د شورا باید د لاندې ذکر شویو کسانو سره تر سره شي:
اسلام : یانې د شورا اهل باید مسلمان وي نو کافر نشي کولای د مسلمانانو استازی شي او په اسلامي هېواد قانون وضع کړي، پر حکومت څارنه وکړي او یا هم په اجرایي ارګان کې د کارکوونکي په حیث کار وکړي. بلوغ: د شورا اهل باید بالغ وي ځکه صغیر په خپل ځان او مال باندې تصرف نه لري او د ملت په امورو هم نه شي کولای په لومړنۍ طریقه تصرف ولري او که چېرته صغیر د خلکو استازی وي ښکاره خبره ده چې د ملت راتلوونکی به د بې لارېتوب په لوري لاړه شي. عقل: د شورا اهل باید عاقل وي، حریت او آزادي ولري، علمیت ولري، عدالت ولري، تابعیت ولري.