ليوه يواځينۍ حيوان دى چي د خپلو تيزو ليدونکو سترګو په وسيله پيرى(جن) ويني او وژني يې.
ليوه مرداري(پليت څيزونه) نه خوري، ځکه چي د شاهانو( خانانو) له ډلي څخه دى.
ليوان له خپلو محرمو سره واده نه کوي، سبحان الله العظيم! يعنې له خپلې مور، خور..سره زنا نه کوي، حال دا چي نور حيوانات بيا دا کار ترسره کوي
ليوه د خپلې ښځې(ليوه ګۍ) سره بي کچې وفاداري لري، يعنې د ژوند په اوږدو کې نر ليوه د يوې ليوه ګۍ سره واده کوي او بس! همدارنګه هيڅکله ښځه له نر او نر له ښځې سره غداري نه کوي
* ليوه خپل بچيان پيژني، او له يوه مور او پلار څخه پيدا کيږي
د دواړو (ښځې او خاوند) له جملي څخه د يوه د مړيني پر مهال لږ تر لږه دري مياشتي ماتم کوي
ليوه ته د "ابن البار" د منونکې بچي لقب ورکړاى شوى ده، يواځينۍ حيوان دى چي د مور او پلار د زړښت پر مهال دهغوۍ خدمت کوي، د دوى مور او پلار د زړښت په وخت کي ښکار نشي کولاى او په خپلو غارونو کي پاتې وي، نو بچيان يې ورته ښکار کوي او دوى يې خوري
د مور او پلار په وړاندي زړورتيا، وفاداري، د نفس عزت او نيک خويونه د ليوانو له ځانګړتياوو څخه دي
سبحان الله العظيم.
په لاندې انځور کې تاسو د ليوانو يوه ډله وينئ، چي د سفر نظام يې په څه ډول تنظيم کړى دى
لومړني درې ليوان ناروغ او د مشرانو څخه دي
د هغوۍ شاته پنځه ليوان چي ځواکمن، زړور او وتلي دي د خپلو ناروغ او مشرانو ليوانو ساتنه کوي
د منځنۍ برخې ليوان هغه ساتونکې ډله ده چي د هر ډول يرغل پر وړاندې د دفاع مسوليت په غاړه لري
وروستني پنځه چي وتلي او غوره ليوان دي، د ډلې يا رمې د شاته برخې د ساتنې ذمه واري په غاړه لري
تر ټولو وروستى ليوه چي د (الفا) په نوم ياديږي، د ټول ګروپ عمومي مشر او رهبر دى، دى هڅه کوي چي له رمې څخه کوم يو شاته پاتې نشي او د ټولې ډلې د ساتونکي په توګه عمل ترسره کوي
وروستي