د نه هیردونکي شپون پر ویر!

 
تا به ویل ...
وطن به جوړ شي خو د وینو د رود په بــــــــیه  
پښتو به مړه وي د بې ننګو پښتنو په بــــــــیه  
حسن ښکلا به وي ، خو شعر به یی نه شي ستایی
حیا بي  نور ورځنې وړي  د ډالرو په بــــــــیه  
شملې به ځوړند وي پګړۍ به هټکړۍ وي دلته
خپل به دي خپله خرڅوي بیا د پردو په بــــــــیه  
د انسانیت معیار به هسې آزادي راټاکي
ښکلې حسینې به مې ځې د فاحشو په بــــــــیه  
د سر سړي به ټول سرټیټي وي دنورو مخکې
قدر به وي دهرچا هرچیرې د سپو په بــــــــیه  
شپونه ورځه الله  دې مل زموږ  عرضونه ور وړه :  
دلته نازو په قرآن مري د  ګل ببو په بــــــــیه  
خالق . رشید
د ۲۰۱۷ کال د سپتمبر ۱۳  ، نوی ډیلی