د ټرمپ، تګلاره او پر سیمه د هغې ريښتیني أثرات...!!

 
لیکنه: موسی فرهاد   9 ستمبر-2017
   د امریکا ولسمشر ټرمپ او د هغه انتظاميې، د واک د ترلاسه کولو نه څه باندي 7 میاشتې وروسته د افغانستان په اړه خپله نوي تګلاره اعلان کړه او هغه یې د سویلي آسیا لپاره د امریکا د یوې جامع ستراتیژۍ په نوم ونوموله.
د ستراتیژۍ مهم ټکي:
  په دغي تګلاري کې څو آساسي خبري مطرح شوي:
1-    په افغانستان کې د امریکايي پوځونو تر نامالومه وخته پاتي کیدل او جګړې ته دوام ورکول.
2-    د کامیابۍ د ترلاسه کولو په موخه پر پاکستان فشار زیاتول. ترڅو یا له دوی سره شي او یا د دوی له دښمن سره .
3-    هند ته په افغانستان کې د هر اړخیز فعالیت پراخه موقع ورکول.
4-    د سولي پروسه کې پرطالبانو دومره فشار واردول چې هغوی خپله ځان تسلیم کړي.
5-    افغان حکومت ته د سپینو چکونو نه ورکول، بلکي د افغانستان له طبعي زیرمو څخه دوی ته پیسې برابرول.
6-     ... او دې ته ورته ډېری نور ټکي شته چې د ټرمپ په نوي ستراتیژۍ کې یې یادونه شوي ده. دا چې د دغي ستراتیژۍ مواد نوي دي ، یا زاړه ؛ خو دا ټکی هر مرو پکي نوی ښکاري چې هند او پاکستان د افغانستان له قضیې سره براه راست تړل شوي دي. دا چې علت یې څه دی؛ په راتلونکو کرښو کې به یې یادونه راشي.
  خو دلته به لومړی دې ټکي ته متوجه سو چې د ټرمپ د تګلاري او تر ده وړاندي د بوش او اوباما د ستراتیژیو توپیر په څه کې دی ؟ او د اوسنۍ هغي د کامیابۍ توقع څومره کیدای شي؟
توپیر او د بري چانس یې:
   یو ساده او واضح توپیر یې دا دی چې د مخکنیو هغو په پرتله د ټرمپ د تګلاري له اعلان سره سمدستي په نړیواله ، سیمه ایزه ، کورنۍ او د عامه ذهنیت په کچه ورسره کرکه وښودله شوه.
 زیاترو اړونده حکومتونو، مدني او بشري ټولنو، او عامو افغانانو هغه له دې امله مسترد کړه چې وایی په دې کې د سولي او ښیرازۍ پرځای تنها پر جنګ جګړو او تباهیو باندي ټینګار شوی.
 که څه هم دا شی یوازي د ټرمپ په تګلاره کې نه ، بلکي د مخکنیو دواړو حکومتونو په کړنلارو کې هم څرګند و، بلکي تردې هم د جنګ په پلوۍ سختي خبري شوي وي.
  مګر دا ستراتیژي یوازي خپله د ټرمپ ادارې، هند، او د افغان حکومت د ځینو حکومتي حلقو له لوري تائید شوه او د کمپاین په موخه یې په میډیا کې ډېري هلي ځلي راواني کړي. نور اکثریت د هرچا له خوا وغندل شوه او بد رد ورته وویل شول.
نو همدې لوی توپیر ته په کتو ، سړی واضح اټکل کولای شي چې د دې ستراتیژۍ د بري چانس د مخکنیو هغو په پرتله ډېر لري بریښي.
  دا ځکه چې د بوش د وخت تګلارې چې په زیاته پیمانه یې ملاتړ درلود او ورپسي د اوباما دا هم په همغه شان تائید شوي که څه هم لږ په کمه کچه وه؛  بیا هم خپله د ټرمپ په خبره مطلق ناکامي وبلل شوي. نو اوسنۍ د ټرمپ کړنلاره چې هیڅ ملاتړ نلري ؛ او نه په کې کوم مؤثر راز شته؛ نو طبعي ده چې له ناکامۍ سره به مخ وي.
 له افغان قضیې سره د هند او پاکستان تړل
  اوسنی هند چې نه له افغانستان سره کومه جغرافیايي پوله لري او نه بل کوم ملموس شراکت. بلکی د سیمي او نړۍ د نورو هیوادونو په څیر له افغانستان سره تجارتي او دیپلوماتیک روابط لرلي او لرلای یې شي. نور یې هیڅ ډول د عمیقي دښمنۍ او یا مخلصانه دوستۍ تاریخي شالید نه دی لیدل شوی.
  مګر د ډونالډټرمپ د نوي کړنلاري له مخي، هند د افغانستان په قضیه کې دومره دخیل وګڼل شو چې حتی ټرمپ پخپل تقریر کې پر هند ږغ وکړ چې را وړاندي شي په افغانستان کې د دوی ترڅنګ پراخ کار وکړي.
 نو پوښتنه دا ده چې له دې نه هدف څه دی ؟ آیا په دې سره امریکا غواړي چې په افغانستان کې خپله بریا ورباندي یقیني کړي او که یې د کوم بل مقصد لپاره مطرح کوي.؟
  د باخبره شنونکو د تحلیل له مخي یې ځواب دا دی چې دا تنها د چین په وړاندي د امریکا د سیاسي رقابت پالني پرمخ بیول دی، ترڅو چین ته وښیی چې هند په سیمه کې یوازي نه دی ، امریکا د هغه ستراتيژیک پارټنر دی. او په عین حال کې د پاکستان په وړاندي د فشار د واردولو لومړنی آپشن دی. نور هند د افغانستان له قضیې سره هیڅ ربط نلري او نه په افغانستان کې د امریکا پر بریا کوم مثبت اغیز لرلای شي. تردې بل مهم ټکی زما په نظر دا دی چې هند هم په هغه  پوزیشن کېنه دی چې د امریکا دښمن طالب ته د امریکا له عینکو وګوري.  
-- دویم پاکستان دی چې د ټرمپ په ستراتیژۍ کې له افغانستان سره تړلی یاد شوی دی. پاکستان که څه هم له افغانستان سره پر یوه لویه اوږده جغرافیوي کرښه نښتی دی ، د تاریخ په اوږدو کې یې د حکومتونو روابط ، پورته او کښتنه تللي دي ؛ خو د ملتونو په کچه یې اړیکي ډېري سره اخښل شوي ښکاري.       
  حتی له ورځني سوداګریز ژوند پرته، د ولسونو ترمنځ خپلوۍ ، دوستۍ او نورو اجتماعي قرابتونو هغوی ډېر سره نژدي ساتلي دي. همدا وجه ده چې د حکومتونو په سطحه معمولي تصادم د پولي د دواړو غاړو پر ولسونو مستقیم اثر لرلای شي.
 مګر د ټرمپ په نوی ستراتیژۍ کې پاکستان د افغانستان په قضیه کې د ټولي خرابۍ ، ورانۍ او ویجاړۍ عامل بلل شوي، مطلب دا چې پاکستان د افغانستان په مسئله کې دومره ښکیل دی چې خرابي او جوړښت یې دواړه د همدې پاکستان په لاس کي دي ، په ستراتیژي کې هغه ته اخطار ورکول شوی چې که چیري پاکستان په سم لاسي ډول دا حالت بدل نکړي ؛ یعني د طالبانو له مرستې لاس وانخلي؛ امریکا به یې په وړاندي اقدامات وکړي.
 نو پوښتنه دا کیږي چې آیا واقعاً پاکستان په افغان قضیه کې له همدومره مؤثریت سره دخیل دی ، آیا رښتیا طالبان د پاکستان په ولکه کې دي او آیا د جنګ جګړو کیلۍ له همدوی سره ده؟
  او کنه د پاکستان په دومره زیات مؤثر بللو کې د امریکا نوراهداف دي چې په دې توګه یې ترسره کول غواړي.؟
 د شنونکو په باور دلته هم داسی ښکاري چې د امریکا مقصد بل دی چې پاکستان تر دومره تهدید لاندي نیسي ، دا ځکه چې که ځمکنیو حالاتو ته وکتل شي پاکستان د افغانستان په قضیه کې په هغه اندازه اوهغه شکل چې امریکا او افغان چارواکي یې فکر کوي؛ نه دخیل دی او نه اغیز لري. ( دلیل به یې په راتلونکو کرښو کې ذکر شي)  خو د دې باوجود امریکا هغه ته وارننګ ورکوي.
    نو ظاهره خبره ده چې هدف یې همغه سیاسي رقابت دی چې امریکا یې له چین سره لری او په دې وروستیو کې یې له پاکستان سره د سي پیک په نوم پراخ اقتصادي پارټنرشیپ پیل کړی ، او دویم داچې په سیمه کې د روس، چین، ایران او پاکستان احتمالي بلاک جوړیدونکی دی چې د امریکا د مخنیوي په موخه به رامنځ ته کیږي. نو امریکا سر له اوسه لا پاکستان په داسی یو تور نیسي چې په افغانستان کې د ترهګرۍ ملاتړ کوي. ترڅو د همدې ممکنه بلاک په جوړولو کې خلل رامنځ ته کړي.
 پاکستان څنګه د طالبانو پناګاه ده .؟
   افغان حکومت په تکراري ډول دا 16 کاله بلاناغه دا خبره کوي چې د طالبانو مرکزونه په پاکستان کې دي او له هغه ځایه هغوی راځي پرافغان ځواکونو او د دوي پر بهرنیو دوستانو بریدونه کوي او بیرته پاکستان ته تښتي.
  که حقیقت ته وګورو دا خبره تر یو حده پرځای ده چې طالبان په پاکستان کې شته ، نه یوازي طالبان بلکي 3 میلیونه افغانان هلته شتون لري ، حتی زیاترو یې اوس د مهاجرت نه ، بلکي د پاکستان پیژندکارتونه اخیستي دي، ځکه چې د څلویښت کلن انقلاب اوږده موده ورباندي تیره شوه.
 نو په دې کې به هرو مرو طالبان او د هغوی ملاتړي هم ډېر زیات موجود وي. او له هغه ځایه به یې خپل هیواد ته تلل راتلل هم په تکراري ډول شوي وي. خو دا چې طالبان په پاکستان کې مرکزونه لري ، وسلوال ژوند پکي کوي ، پاکستان حکومت یې سرپرستي کوي، ټریننګ ورکوي او بیا یې افغانستان کې د جګړې وسایل او وسائط ورته مهیا کوي او دلته یې رالیږي. دا نه معقوله ده او نه په دا یوه نیمه لسیزه کې د امریکا په شمول د نړۍ هیڅ استخباراتي ارګان داسي شواهد موندلي دي.
  بل اړخ ته دا هم حقیقت دی چې طالبان په افغانستان کې مسلح ځواکونه ، حکومتي ډوله تشکیلات ، اداري واحدونه  او نظامي تربیت ګاه وي لري ، چې پراخي مفتوحه سیمي، او په لسګونو ولسوالۍ یې په ولکه کې دي. د مشرتابه په کچه یې اکثره نظامي او نوري غونډي همدلته ترسره کیږي چې افغان حکومت یې په وار وار دعوه کړي چې په فلاني ځای کې مو د طالبانو د مهمو مشرانو او قومندانانو غونډه بمبار کړه چې په لوړه اندازه تلفات مو ور واړول.
  د غربي رسنیو د احصائیو له مخي طالبان د افغانستان پر 40٪ سلنه خاوره واکمن دي خو طالبان یې بیا تر 60٪ سلنه هم د زیاتي ځمکي د کنټرول دعوه لري.
نو کله چې د هیواد په دننه کې د هغوی شتون د لمر غوندي حقیقت وي او په ګاونډي پاکستان کې یې شتون مظنون وي ؛ نو بیا څنګه دا امکان لري چې طالبان ټول د پاکستان په ولکه کې وبلل شي او د افغانستان معضله ټوله ترپاکستان پوري وتړله شي..؟!
 ځیني شنونکي فکر کوي چې دا کار امریکا له دې امله کوي چې دلته چونکه امریکايي ځواکونو په لویه کچه شکست خوړلی ، هغوی اوس غواړي چې د خپلي ماتي د پټولو پخاطر طالبانو او د هغوی مقاومت ته فاتحانه رول ورنکړي ، هغوی کمزوري وښیي او جګړه بل چاته منسوب کاندي.
  دارنګه افغان حکومتي لوری هم کوشش کوي ترڅو دنیا ته وښیي چې د دوی او د دوی د بهرنیو دوستانو په وړاندي جهادي مقاومت ملي نه دی ، بلکي د یوڅو تنو او یا یوې ډلي لخوا مزاحمت کیږي چې د هغوی ننګه پاکستان کوي.
  لنډه دا چې په پاکستان پسي په مطلق ډول د طالبانو تړل او هلته د دوی سیاسي یا نظامي فزیکي شتون لکه څنګه چې یې افغان چارواکي همیشه ادعاوي کوي، او په وروستۍ ستراتیژۍ کې یې امریکا هم یادونه کړي ؛ زه فکر کوم چې د ځمکني حقیقت برعکس، د واقعیت خلاف او په ټوله کې د نورو مقاصدو لپاره د دا ډول افواهاتو اشاعة صورت نیسې .
 طالبان څومره اغیزمن کیدلای شی.؟
  د ټرمپ نوي تګلاره که له یوې خوا وغندل شوه ، خو له بلي خوا یې تائیدوونکي هم درلودل ، د افغان حکومت چارواکو تر حد زیاته خوښي ورته وښودله، هغه یې تائید کړه ، د هرکلي په پار یې رسمي حکومتي غونډي ورته جوړي کړي، دوی دغه ستراتیژي داسي وګڼله چې ګویا نور د افغانستان معضله یکطرفه شوه ، طالبان به د امریکا د بمبارونو په پایله کې له منځه ولاړ شي ، پاکستان به د امریکا تر سیاسي قهر لاندي راشي او په کلي ډول به په سیمه کې منزوي شي، د چین ، ایران او روس رول به په افغانستان کې پیکه شي. د هند ملاتړ به افغانستان ته نجات ورکړي.
  د ګډ حکومت دواړو مشرانو ادعا وکړه چې دا پالیسي اصلاً د دوی په غوښتنه جوړه شوي او د دوی ټول تجویزونه پکي ځای شوي دي. که څه هم ټرمپ وویل چې افغان حکومت ته به له دې وروسته امریکا سپین چیکونه ورنه کړي ، یعني افغان حکومت به له مالي پلوه نور پخپله د ځان چاره کوي.
  په همدې موخه چې دا تګلاره موثره ثابته کړي؛ د افغان حکومت ملاتړو رسنیو تر حد زیات تبلیغاتو ته زور ورکړی ترڅو د دې تګلاري د کامیابۍ لپاره کمپاین جاري وساتي.
 په هرصورت اوس خبره دا ده چې آیا رښتیا هم د ټرمپ دغه اعلان شوی کړنلاره به طالبان متاثره کړي ؟ د هغوی مقاومت به له شکست سره مخ کړي او که وي؛ هغه به په کوم شکل سره وي؟
  د سیمي او حالاتو بلد تحلیل ګران فکر کوي چې ښایي امریکایان په لومړي سر کې ړندو بمباریو ته زور ورکړي که څه هم زیاته ولسي مرګ ژوبله ورسره وي ، لکه په دې وروستیو کې چې په کندوز، لوګر ، شینډنډ او قرباغ کې تر اتیا تنو پوري ولسي وګړي په شهادت ورسیدل. دا کار به ظاهراً د افغان ځواکونو لپاره دومره چانس برابر کړي چې د طالبانو له مسلسلو بریدونو به څه ناڅه خوندي شي ، طالبان به هر وخت او هرځای دا موقع پیدا نکړای شي چې د پخوا په څیر په لسګونو دولتي ځواکونه ووژني او یا یې محاصره کړي ، پوستې ، قرارګاوي او ولسوالۍ تري ونیسي.  مګر په مجموع کې دا کار د طالبانو د مخنیوي او یا د هغوی د کمزوري کولو په لاره کې نه یوازي مرسته نشي کولاي ؛ بلکي د بهرنیانو او د هغوی د تحت الحمایه افغان حکومت پرضد به د ولس د کرکي او نفرت ګراف نور هم اوچت کړي.
   لکه روسانو چې د خپل اشغال په وروستیو کې هم همدا لوبي ته لاس واچاوه په زرهاوو ړانده بمونه یې د خپل افغان لاسپوڅي حکومت په ملاتړ پر ولسي سیمو وغورځول خو همدا یې لامل شو چې بالاخره تیښتي ته مجبور شول.
  بله خبره دا ده چې امریکایان که هرڅومره بمبارونه زیات کړي او یا الوتکي ډېري کړي ؛ بیا هم دومره نشي کولای لکه له دوه زره نهم نه تر ۱۳م کال پوري چې امریکایانو حتی په لارو کوڅو کې د خلکو تلاشۍ هم په الوتکو اخیستلي چې ځای پرځای به یې په هوا کې کولاګګي ودرولي او د موټرسایکل سپرو تلاشي به یې پري اخیستله. (کولاګګي د عامو خلکو اصطلاح ده چې یوقسم وړې امریکایی الوتکي وي هم یې ډېر ټیټ پرواز کاوه، هم په هوا کې دریدلای شوای او هم یې د راکیټي برید په وړاندي مدافعوي ځواک درلود) ، بمبار ، ویشتل او نور بریدونه خو یې بیخي زیات ورباندي کول، خو له دې سره سره بیا هم طالبانو تر بل هروخت امریکایانو ته په همغه وخت کې زیات تلفات واړول. او هغه وخت کې د دوی پوځونه د لکونو په تعداد کې وو ، ولي اوس چې ۴ یا ۵ زره کسان راځي او له هوا څخه پر کلیو او کورونو ړندي بمبارۍ کوي ؛ نو دا هیڅ ډول اغیز پر طالبانو نشي درلودلای ، بې له دې چې ملکي تلفات بې انتها زیات کړي.
  نو که چیري اوس امریکا او یا افغان حکومت د دوی دغه ستراتیژي دومره کامیابه ګڼي چې ګویا طالبان به له منځه یوسي ؛ هسي خوب او خیال ښکاري ، له تبلیغاتو پرته بل هیڅ نتیجه نشي لرلای .
 پاکستان او د امریکا ستراتیژی
  د ټرمپ ستراتیژي ته که سړی ځیر شي؛ نو داسي ښکاري چې ډېر ترکیز یې پر پاکستان دی، او ښایی پاکستان د دې کړنلاري لوی ټارګیټ وي.
  دا به وروسته وخت ثابته کړي چې امریکایان به عملاً د پاکستان په وړاندي کوم ډول ګامونه اوچت کړي.؟
  مګر فی الحال چې حالاتو ته وکتل شي ، پخوا هم پر پاکستان د امریکا له لوري د فشار خبري شوي دي ، البته دومره به سختي نه وي ، خو د دې باوجود د پاکستان رسمي عکس العمل به یې په وړاندي ډېر نرم وو ، ولي دا ځل ټولو پوځی او ملکي چارواکو په کلکه د امریکا په وړاندي غبرګون وښود. تر دې چې تراوسه پوري یې د اړیکو د نارمل کیدلو هڅي نه دي ترسترګو شوي. له دې نه تحلیل ګران اټکل کوي چې پاکستانیانو هم دا محسوسه کړي چې امریکا اوس له هغه پوزیشنه لویدلي چې د یرغل په لومړیو کې وه ؛ هغوی اوس په نړیواله کچه او هم په کور دننه کې په ډېرو مشکلاتو کې راګیر ده. هغوی اوس نشي کولای چې د پاکستان په وړاندي مؤثر ګام اوچت کړای شي ، له بل پلوه داسي ښکاري چې روس، چین ایران هم پاکستان ته هیله مندي ورکړي چې په مشکل حالت کې به یې یوازي نه پریږدي.
 خو آساسي خبره دا ده چې امریکا په افغانستان کې په جګړه کې ښکیله ده ، په خوا وشا سیمه کې هغوی هیڅ بل څوک دومره نژدي ملګری نلري لکه پاکستان ، حتی نور هیوادونه خو په دې وروستیو کې علني مخالفت ته را وړاندي شوي ، لکه روس ، چین او ایران. نو که چیري امریکا دا نیسبي ملګری پاکستان هم له ځانه لیري کړي ؛ کیدای شي د امریکا نور هم وضعیت خطرناک حالت ته ولاړ شي. 
   بل ټکی دا دی چې امریکا په افغانستان کې د خپلو پوځونو اکمالات اوس هم د پاکستان له لاري کوي ، نو که یې اړیکي انتهایي درجه ورسره خرابیږي ، ممکن پاکستان د لاري بندولو آپشن غوره کړي. چې دا به د امریکا لپاره مشکل تمامیږي.
داچې ځینی خلک فکر کوي چې پاکستان باید له امریکا سره لاره یوسي ، کنه نو له مشکل سره به مخ کیږي ، زه فکر کوم چې دا د پاکستان له وس نه وتلی کار دی ، چې له هغو سره لاره یوسي. پاکستان ښه پوهیږي چې طالبان په هیڅ صورت د دوی په کنټرول کي نه دي او نه دوی کولای شي چې د یو څو مهاجرو غیر مسئولو طالبانو په نیولو سره د افغان طالبانو مقاومت ختم کړي.
 حال دا چې امریکا له پاکستان نه، همدا غواړي چې تاسو په افغانستان کې د طالبانو مقاومت ختم کړئ ، هغوی د افغان حکومت تبلیغاتو ته غوږ نیسي او ګمان کوي چې د طالبانو د جګړې کیلي په رښتیا د پاکستان په لاس کې ده . او دا له حقیقت نه ډېره لري ده ، او هسي یوه تبلیغاتي شائیعه ده.
نو په همدې آساس پاکستان ته بله لاره پاتی نه ده چې د ټرمپ د اخطارونو په وړاندي به د مقاومت او ټینګ دریځ لاره نیسي. چې اوس فعلاً د دوی له رسمي مطبوعاتي غبرګونونو نه همداسي ښکاري.
   د ټرمپ د کړنلاري ګټه چاته رسیداي شي؟
1 امریکایانو ته ، 2 طالبانو ته ، 3 افغان حکومت ته ، 4 او که سیمه ایزو هیوادونو ته ؟
n    - امریکایان، له شپاړس کلني جګړي ترپوزي راغلی، هغوی اوس فکر کا وه چې څنګه وکولای شي ترڅو له دې بې هدفه او پرمصرفه جګړې نه په باعزته طریقې سره ځان خلاص کړي.
 هغوی اووه میاشتې پرډېرو آپشنونو غور وکړ ، بالاخره یې هغه لاره اختیار کړه چې خوښه یې نه وه ، یعني بیرته یې په یوازي سر یوې ناکامي او نامالومي جګړي ته ور ودانګل.
د ناټو ډیری ملګري یې ورسره همغږي نه دي ، که ځیني ورسره همغږي هم وي ، خو عملاً ورسره برخه نه اخلي.
  له همدې نه سړی اټکل کولای شي چې دا تګلاره د امریکا نه د خوښي تګلاره ده ، نه یې د جګړې د ګټلو تضمین کوونکي ده او نه یې د سر او مال د زیان مخ نیوونکي ستراتیژي ده . خو دوی صرف او صرف د مجبوریت له وجي غوره کړي.  نو طبعي خبره ده چې دا ستراتيژي د دوی په ګټه نه ده.
2-   طالبانو ته په هرصورت د جګړې دوام د زغملو نه دی ، طالبان دا جګړه د یو ضرورت په وجه کوي، د دوی انتخاب جګړه نه ده،  په ډېرو سختو شرایطو کې ، له سخت ځواکمن دښمن سره په مقاومت کې قرار لري. نو د هغوی لپاره د امریکا دغه اعلان چې خپل اشغال او جګړې ته به دوام ورکړي ؛ خورا ستونزمن خبر تمامیدای شي. مګر چونکه د هغوی جګړه یوه مقدسه اسلامي صبغه لري ، د خپل وطن، خپل اسلامي نظام او خپلو خلکو د آزادۍ په لاره کې قرباني ورکول هغوی د ځان ویاړ ګڼي ، نو ځکه یې د پریښودلو او ستړیا احساس هم نه کوي. خو په هرصورت د ټرمپ ستراتيژي چې د جګړې دوام دی ؛ د طالبانو په زیان ده.
3- سیمه ایز او ګاونډي هیوادونه خو طبعاً د امریکا د جګړې له دوام نه ویره محسوسوي او مخالفت ورسره ښیې ، په روانه ستراتيژي کې یې یو هم د ځان په ګټه کومه د خیر نکته نه ویني.
4 – افغان حکومت یوازنی اړخ دی چې د ټرمپ له ستراتيژۍ نه ښه ګټه ورته رسیږي، همدا وجه وه چې تر هرچا زیات هرکلی یې هم همدوی وکړو.  د افغان حکومت لپاره یې ګټه ځکه شته چې افغان حکومت او بل هرچا داسی اټکلونه کول چې کیدای شي د ټرمپ توجه له افغانستانه بیخی په بله خوا واوړي او یا ګرسره له افغانستانه خپل ځواکونه په کلي ډول وباسي.
  چې دا کار د افغان حکومت لپاره د مرګ مترادف یو خبر ګڼل کیده ، ځکه دوی پوهیدل چې د امریکایی الوتکو له همکارۍ پرته د دوی عسکر د طالبانو په وړاندي مقاومت کې کمزوري دي. نو حتمي وه چې حکومت به یې په لنډه موده کې له منځه تللی وای . او یا که فرضاً دوی توانیدلی وای چې طالبانو ته په یوازي سر شکست ورکړي او خپل ځان مستحکم کړي ، خو بیا یې هم د امریکا مالي مرستو ته حیاتي اړتیا وه ، نو هم په پوځي او هم په لوژیستیکي لحاظ د دوی ژوند د امریکا د عسکرو له موجودیت سره تړلی دی.  دا ځکه چې د دوی حکومت د امریکایی اشغال په سیوري کې رامنځ ته شوی ، نو داسی ګمان کیږي چې هغه نه ملي ریښې لري او نه په سیمه ایزه کچه له چا سره ښې اړیکي لري. نو ګرانه ده چې افغان حکومت د امریکا له هر ډول تعاون پرته بقا ولرلای شي.  په همدې آساس ویل کیدای شي چې د ټرمپ ستراتیژۍ ظاهري ګټه یوازي افغان حکومت ته رسیدای شي ، که څه هم په ملت کې د هغوی اعتبار نور هم له سوال سره مخ کیږي.
خلاصه
د ټرمپ اعلان شده ستراتیژي څومره چې د افغان حکومت ورته توقعات دي؛ امریکا خپله هم دومره هیله مندي نه ورته لري. د هغوی د اوسنیو زړه نا زړه او ناسمو حرکاتو (لکه بیځایه بمبارونه) او د لوړپوړو امریکایي چارواکو (لکه ریکس ټیلرسن چې وایی موږ په نوي ستراتیژۍ کې داسي اصول غوره کړي چې کیدای شي کله ګټه وکړي او کیدای شي کله هیڅ ګټه ونکړي.) له څرګندونو نه داسي ښکاري چې هیڅ پُرامیده نه دي. همدارنګه د یرغل د لومړیو شپو ورځو ته ورته پر پروپاګند زیات ترکیږ کول هم ښیی چې د بریا نوي تاکتیکونه ورسره ختم شوي ؛ په داسی حال کې چې د دې هرڅه په وړاندي د دوی دښمن طالبان هم څو چنده هوښیار شوي او بلد شوي دي .
  د دغه ستراتيژۍ اغیز په هیواد او سیمه کې فقط دومره کیدای شي چې تشنج ، ګډوډي ، هلاکتونه ، بشري او مالي زیانونه ، به ورسره زیات شي ؛ خو د مثبت اغیز آثار یې په دوربین کې هم نه ښکاري. نه د طالبانو مقاومت متاثره کولای شي او نه په سیمه ایزه کچه د امریکا مؤثریت تقویه کولای شي.
  البته افغان حکومت ته که یې له امله د بقا مؤقت چانس ورپه برخه کیدای شي ، خو سیاسي او اخلاقي اعتبار ته یې په هرصورت دروند زیان ور اړولای شي.
  د دې مختصرو خبرو ټول دلایل پورته په لیکنه کې ذکر شول.
پای ..........................................................!!
شنبه - 2017 - ستمبر- 9  
موسی فرهاد