غازي اکبر
د کوچنیوالي عقدې د مسعود د ټول ژوند لوری ټاکه. دې ظاهراً یو جدي، زړور او باعزمه مبارز و، خو متأسفانه چې د خپل هدف د لاس ته راوړلو لپاره یې له هیڅ ډول سازش او معاملې مخنه اړاوه. ځکه ټوله مبارزه یې د ماتې او کمترۍ هغو عقدو رهبري کوله چې له کوچنیوالي ورته پیدا شوې، په ټول عمر کې زیاتې شوې او انفجاري حالت ته رسیدلې وې.
په کوچینیوالي کې چې به یې په فوټبال کې ماته وخوړه سبا به یې په پټه میدان له ډبرو ډکاوه، چې که دی لوبه نه شي ګټلای، نور هم باید په میدان کې لوبه ونه کړي. کله چې به یې د باغوان له باغه د شریرو ماشومانو سره یو ځای میوې غلا کړې او باغوان به دی او د ده ملګرې وزغلول نو ده به وویل: (به کوچه های جدا جدا تقسیم شده بګریزید که ګیر تان نکند).
دکمونست حکومت پر ضد د جنګیالیو (مجاهدینو) د صف ټوټه کول یې لومړنی کار و. د اختلاف لپاره دده دلیل دا و چې حکمتیار پیاوړی و او د چا نظر ته یې ارزښت نه ورکاوه. خو ده رباني، سیاف، خالص، پير، حضرت او مولوي محمدي هم نه منل. طالبانو چې ټول افغانستان ونیوه، دې ترې کولاب ته وتښتید خو عقده او ضد یې پرې نښود.
ده هر چا سره سازش کاوه خو له افغان او مسلمان سره نه. دده لویه فرضیه داوه: د افغانستان اکثریت خلک یو اسلامي حکومت غواړي، خو غربي نړۍ اسلامي حکومت نه غواړي، نه یې زغمي او نه یې پریږدي . نړۍ ددغسې نظام د مخنیوي لپاره یو چا ته ضرورت لري او ده ځان دغه مقام ته تر ټولو وړ کاندید ګاڼه. دا چې د پنجشیر خلک هم مسلمانان دي، نو هغوی ته یې ځان په اسلامي څیره کې ښوده، خپلو هغو قوماندانانو ته چې د اسلام په نوم یې له ځان سره ملګري کړي او د پیسو په زور یې ساتلي وو، ویل چې: (جهان شما را با این ریش ها قبول نمې کند، ریشهایتان را کوتا، ولې کار ریش دار ا را بکنید). دا یې په ټول ژوند کې لار وه چې څه یې ویل په هغه یې باور نه درلود.
د امیر عبدالرحمن کیدو هیله ورسره وه چې ټول نظامي قوتونه منحل کړي او هیڅ مخالف سر اوچتولو ته پری نه ږدي. تر جګړو وروسته هر فاتح غواړي، چې موازي نظامي قوتونه منحل کړي؛ دا هغه څوک کولای شي چې تر نورو ډیر زور او داخلي او بهرني امکانات ولري. خو مسعود د یوې تنګې جغرافیوی سیمی راوتې او ټوله تکیه یې په بهرنیانو وه نو د دې کار وس یې نه درلوډ. بهرنیانو هغه دې ته استخدام کړی و چې بې ثباتي راولي نه هیواد شموله نظام. د مسعود دنده د نظام پاشل و، جوړول نه.
مولوي خالص ورته مشوره ورکړې وه چې له انحصاره تیر شي، نور مجاهدین به ورسرره جوړ شې. خو ده ورته خپل موقف ویلی و چې: ( اګر مه انحصار نه خواهم، حکمتیار همه را از بین مې برد.). مولوي خالص تر ده هوښیار و؛ ورته ویلي یې وو چې ددې لپاره ته ډیر کمزوری یې. ورته ویلي یې و چې د خالص دوه قوناندانان هر یو حقاني او عبدالحق تر مسعود ډیر پیاوړي دي، او که انجنیر محمود او نور ورسره یو ځای کړي ، لا پیاوړي کیږي، خو په افغانستان کې اوس انحصار نه چلیږي. خو مسعود او رباني یو ځل دا دړکه هم کړې وه چې که پښتانه د دوی مشري نه مني، نو یا پسې روس راولي او یا امریکا. روس خو بګیل شوی و، نه راته، خو امریکا یې رراوسته. مسعود هغه څه کول چې عقدو یې ورته مجبوراوه او بهرنیانو ورته ویل او ځکه یې د کورنیو جګړو اور ته تر پایه دوام ورکړ.
په افغان ـ جرمن ویب پاڼه کې یوه جالبه لیکنه شوې وه او ثبوت کړې یې وه چې مسعود جاسوسي شبکو ته د ځان عرضه کولو په برخه کې نبوغ درلود. مقالې لیکلي دي چې نوموړی به د جاسوسۍ په بوی پسې تللو او په دې برخه کې د متخصص تر کچې اوچت و. هغوی لا دا هم وایي چې د مسعود پلار ډګروال دوست محمد هم چې ظاهراً ارام سړی ښکاریده، د روسانو سړی و. مسعود پخپلو خاطرو کې لیکلي چې د پلار لیدو ته به یې د اردو ډیر مهم جنرالان ورتلل، خو دا چې جنرالان معمولاً تر ځان د ټیټ رتبه کسانو کورونو ته نه ځي، نو دا د دې لپاره ورتلل چې د روسانو پیغامونه له ډګروال څخه واخلي. مسعود دا کمال درلوده چې بیلابیلو اړخونو ته ځان د هغوی په شان وښایي: فرانسویانو به ویل مسعود یو دموکرات دی، شراب څښي او د بنسټ پالنې دښمن دی. روسانو تر کارمل هم خپل وفادار سړی ګاڼه اوویل به یې چې پر کارمل پانګونه یې یوه سهوه وه، د روس د ملي ګټو د ساتنې لپاره مناسب خلک رباني او مسعود دي. امریکایانو هم تر ټولو نورو قوماندانانو دده تنخواه لوړه ټاکلې وه؛ هره میاشت یې دوه لکه ډالر معاش ورکاوه . خو ددې ټولو سره سره کله چې د اخوان المسلمین یو مهم مشر عبدالله عزام پنجشیر ته ورغلی و، مسعود یې یو نابغه اخوانی او مسلمان مبارز ګڼلی و. البته ډیر وروسته د عبدالله عزام شاګرد اسامه بن لادن پر دې پوه شو مسعود دمسلمانانو نه، بلکې ددوی پر خلاف روزل شوی دی.
دده انحصارغوښتنه له هماغو عقدو راټوکیدلې وه چې په ماشومتوب کې ورسره وې. کله چې یې لیدل چې تر رباني معقول او ژور نه دی، تر سیاف فصیح نه دی، نو باید د ځوانانو په ټولي کې ځان ته ځای وګوري، خو د (جوانان مسلمان) په ډله کې چې یې ولیدل حکمتیار ترې هم لایق، هم زړور، هم فصیح او هم جذاب دی، نو بیرته رباني ته ورغی. ده ځان د حکمتیار په مقابل کې د مقابلې جوګه نه ګاڼه، نو ځکه یې له هر امکان نه ګټه پورته کوله او دده په وینا دحکمتیار د انحصار پر ضد یې جګړه کوله.
ده په خپله ډله کې هم استعداد، جرأت او قوت نه شو زغملی. په وروستیو کې به یې فهیم هر جنګ ته لیږه چې مړ شي، ځکه د فهیم افرادي قوت تر مسعود زیات و. فهیم چې به هم له جګړې روغ راغی نو نورو ته به ویل: (یک دعا بکنید که خدا یا مره بکشد یا یک نفر دیګر را....). په پای کې همدغه فهیم د سیاف په مرسته ورته عربان راوستل او ځان یې ترې خلاص کړ.
له کارمل سره یې دا ورته والی درلوده چې د افغانستان او افغان له ویاړونو سره یې هیڅ ډول روحي تړون نه درلوده او د قدرت له پاره یې افغانستان په هر چا، هر وخت په ناڅیزه بیه پلوره، خو شخصي تقوااو په کورني ژوندکې پاکي یې ترکارمل برتري ده. دې په شخصي ژوند کې موءدب سړی و، خپلو مخالفینو سره یې هم مخامخ بد چلند نه کاوه. او روسانو ته یې هم ویل چې که مرسته راسره کوﺉ، تاسو به هم له اسلامي جنګیالیو بچ شئ، او که نه یې کوﺉ زما تر ماتې وروسته به مسلمانان په تاسو پسې مسکو ته درځي. دې د کارمل په شان د روس په پښو کې نه لویده خو د روسي مرستو په بدل کې د افغانستان هومره تباهۍ ته تیار و څومره چې کارمل تیار و.
د قهرماني کومه نښه پکې نه میندل کیږي. پرچمي جنرالانو د کابل حکومت اتیا فیصده درنه وسله ده ته ورکړه، خو ده حکمتیار د میوند له جادې په شا نکړ. څو تنکي ځوانان پسې د طالبانو په نوم راپورته شول، تر هغه یې وزغلاوه چې د خپلو ملګرو په توطیه ووژل شو. مشهوره خبره ده چې (تانک بګریز که داتسن آمد). ده او دده ملګرو په ټانکونو کې د طالبانو له ډاټسنومنډې وهلې او تښتیدل. د ده قهرماني په عقب نشینۍ او تیښته کې وه. ده لکه چې دا خبره ډیره ټنیګه کړې وه چې (یک راه مردي ګریز است). بې طرفه نظامي کارپوهانو ورته د (قهرمان ګریز و شکست) نوم ورکړی دی. دا څرنګه چکواره او ناپلیون و چې طالبانو به پرې ورمنډه کړه، ده به ترې منډه کړه.
ملګري یې د ځوانمردۍ کیسې کوي، خو ده په خپل کور کې هم هغه افغانان وژلي دي چې یو وخت یې ورسره سیاسي اختلاف تیر شوی و خو له مجبوري یې ده ته پناه وروړې وه. خپل نږدې ترین ملګري یې هم ترې مصئون نه و. پر هیچا یې باور نه کاوه او له هر چا سره خیانت ته حاضر و. د نامردۍ دا کیسې یې د بشریت په تاریخ کې بیخي بیسارې دي چې کله به مجاهدین له درې خواوو له یرغل سره مخ شول؛ له یوې خوا به روسان شول، له بلې خوا به ګلم جم ملیشې شوې او له دریم اړخه به د روسي ـ کارملي دولت پوځي قطعات شول، له پاسه به هم الوتکې شوې، نو تر انتهایي مقاومت او اتلولۍ وروسته به مجاهدینو څلورم لورې ته عقب نشیني وکړه؛ هلته به ورته قهرمان!!! له خپلو کسانو سره کمین نیولی و او په غافلګیر حالت کې به یې شهیدان کړل. دا به یې هم تاریخ هیر نکړي چې د افغانستان د نورو سیمو په مجاهدینو به روسي الوتکو بمبار او ټانکونو یلغار وروړی و، ده به د سالنګ لاره خلاصه پرېښې وه چې روسان د فغانانو د وژنې لپاره دوامدار اکمالات وکړي. د ده قرارداد له روسانو سره همدا و چې روسان به افغانان له مخې ولي او دی به یې له شا. روسي جنرالانو په واضح الفاظو لیکلي دي چې دوی مسعود هم په فزیکي او هم سیاسي ډول مطلق له منځه وړلی شو، خو دا کار یې نه کاوه، ځکه تر ده یې بل ښه مزدور نه شو پیدا کولی. هغه یې د فرونزه په اکاډمي کې د افغان وژنې لپاره روزلی و، ولې به یې له منځه وړای؟
پر ملت یې هغه وخت ګوذار وکړ چې ټوله نړۍ او د وخت ولسمشر ډاکتر نجیب حاضر شول واک د سوله ایزې لارې یوه بیطرفه حکومت ته وسپاري چې شپږ میاشتې وروسته د عمومي انتخاباتو له لارې افغانان خپل مشر وټاکي. دا دسولې او امنیت لپاره د ملت وروستۍ هیله وه چې پرچمي جنرالانو او مسعود له خاورو سره خاورې کړه. خپله په ډیر ویاړ!!! په دې باب وایي: (همه طرف ها و تنظیم ها حتی به شمول حزب اسلامي حکمتیار پلان صلح ملل متحد را قبول کرده بود، ولې خداوند این افتخار!!! را نصیب شما مجاهدین پروان ـ کاپیسا کرد که حکومت را سقوط دادید.) حکومت خو پرچمي جنرالانو او دوستمي ملیشو له داخله پاشلی او سقوط کړی و خو تاریخي مسئولیت یې ښاغلي مسعود په ټول جرأت ومانه.
دا ګوذار په عین وخت کې پر ټول عالم اسلام هم ګوذار و. له هغې ورځې چې غربیانو وسلې او باروت جوړ کړي دي پر مسلمانانو یې خپل کورونه اور کړي دي. د افغانستان جهاد ته د ټول مسلمه امت تمه وه چې دلته به د اسلامي حکومت جوړښت د نورو لپاره د هیلو یوه دروازه پرانیزي، خو مسعود له روس، امریکا، انګلیس او فرانسې سره په تباني کې د امت پر دغو سترو هیلو د پرچمیانو د کودتا مسئولیت واخیست او اسلامي نړۍ او افغانستان یې له یو لوی تاریخي ناورین سره مخ کړل.
مسعود یوه ورځ د کابل په هوایي ډګر کې خپل عکس په لغتو وواهه او ویې ویل: (رهبر دزدان و چپاولګرا....). د غلو او چپاولګرو مشر پخپله څنګه وي. موږ خو پخپلو دري ادبیاتو کې لوستي دي چې:
کند همجنس با همجنس پرواز کبوتر با کبوتر باز با باز
د امریکا د دفاع پخوانی وزیر رابرټ کیټس په یوه ویډیو کې په ډیرو څرګندو ټکو وایي چې (موږ پوهیدو چې حکمتیار زموږ سړی ندی او خپله اجندا لري. موږ د امریکا پر خلاف د ده بیانونه هم لرل، خو د روسانو په مقابل کې ده تر ټولو ښه جګړه کوله، موږ هم ورسره تر هغه مرستې کولې چې روس مات شو. خو موږ ورته سړی ساتلی و. مسعود خپل رول ښه تر سره کړ او د حکمتیار مخه یې ونیوله). کله چې امریکایانو په افغانستان د یرغل تابیا کوله، نو د سي. أی. ای کارپوهانو ډیر افسوس وکړ چې ددوی یو ډیر پخوانی دوست مسعود ژوندی نه دی، که نه هغه اوس ډیر په کاریده. امریکایایان بې ځايه وارخطاوو، مسعود تر ځان وروسته داسې ډیر داسې کسان روزلي وو چې د افغانستان د تباهۍ لپاره د هر بهرني په کار شي. هو، دوی د افغانستان د پلورلو سودا په داسې حال کې وکړه چې امریکایي افسر تر خپل هلیکوپتره راښکته قدرې هم نه شو او دوی ورسره د څه لیکلو پرته د مفتو سودا وکړه، کله چې ترې نورو (همسنګرانو) د اعتراض په ډول وپوښتل چې (کم از کم یک سند خو باید از امریکا مې ګرفتیم که ما را تا مدت زیاد در قدرت بماند). مارشال ورته وویل: (طالب باید توسط امریکا زده شود، همین کفایت میکند). دوی مسعود داسې روزلي وو چې یوازې ضد یې باید پوره شي. دا مهمه نه ده چې پرویز مشرف دوه هوایې ډګرونه په ۳۰ میلیارده پلوري او دوی ټول هیواد په ۷ میلیونه.
احمدشاه مسعود نه د ملت قهرمان دی او نه د شریفو تاجکانو. ده لومړی د پنجشیر په دره کې د مجاهدینوپه سلګونو قوماندانان پدې نوم وژلې دي چې د حزب اسلامي، شعله جاوید، ستم ملي او یا نورو ډلو غړي و. پخپله یې د جمیعت یو ولایتي آمر ته ویلي و چې رباني د ده د (انحصار) د مخنیوي لپاره نور کسان وسله وال کول او پنجشیر ته لیږل، خو ده به د پنجشیر سرحد ته له رسیدو سره سم له منځه وړل.
لنډه نتیجه داده چې احمدشاه مسعود له کوچنیوالي څخه د ماتې او کمترۍ له عقدو سره لوی شوی و، ټول ژوند یې په همدغو عقدو کې تیر شو، او د همدغو عقدو ښکار شو، خو د داسې لنډه غرانو یو بې سرو سامانه ټولی ترې پاتې شوی دی چې د ده تر مړینې 16کاله وروسته هم د (غم) په ورځ (د خوشالۍ ډزې) کوي، وحشت خپروي او د لنډه غرۍ تظاهر کوي.
په دې ویدیوو کې د افغانستان د شریفو قومونو د توهین په باب د ناملي قهرمان ضد ملي وینا اوریدای شي.
وروستي