لیکواله: خاتون جمشید بلخ پوهنتون د اګسټ ۱۸مه، ۲۰۱۷
ښايي دا خبره به زیاتې هر چاته روښانه او بی تپوسه وی، چې د غرب لاسپوڅې او حوارین په افغانستان کې د ښځو حقونو تر عنوان لاندي څه غوښتنې او پروګرامونه لری؟
اطمینان سره ویلې شو، دلته به نور د افغانستان یوعادی وګړی ته چې په یوه لیری پرته سېمه کې استوګن اود نننۍ نړۍ د انکشافاتو او د ډیجټال تکنالوژې د طوفانې ورځ تربلې پرمختګونو څخه بی خبره وی، خو په دی پوهیږې چې رولا غنې ( بی بی ګل) اوډله ېې د فیمنیزم (د ښځې مطلق حاکمیت) د ارجال قوامون له منځه وړلو ایډیالوژې او پرنارینه باندي د ښځې بشپړه سلطې لپاره شپه او ورځ کار او فعالیت کوي.
که څه هم افغانستان یو اسلامې هیواد دی او اسلام ښځې ته د نړۍ د ټولو ادیانو اومذاهبو په مقایسه اوتوپیر سره تربل هر دین ډیر اعزاز، حرمت او حقوق ورکړي، خو دا خبره به اوسمهال یو خیال او وهم وي که څه هم یو څوک به د اسلام دعوه لري خو منلو ته يي څوک چمتو نه دی، ځکه د اسلام دښمنه عناصرو پراخه دسیسې او توطیې د اسلامې هیوادونو او په ځانګړې ډول د افغانستان وچه او لمده دواړه پخپل تسخیر او تسلط کې راګیر په مشخص ډول ځوانان ددی شیطانې جال ښکارشويدي.
کفري طاغوتې طاقتونو له مخکې نه طرحه او ډیزاین شوي ژورو ستراتیژو پرمټ په افغانستان کې په ځوان نسل په ځانګړې ډول د ښځې پرذهنیت پوره خواري کړیده.
د زړه د درد خبره دا ده کله چې د افغان جهاد، د عظمت او شوکت نومیالې او د بیسارې قربانیو ویاړلې تاریخ ولولئ چې ډیری ځوانانو د افغان خویندو او میندو پرسر د عزت د پړونې په پار خپلې ښکلې ځوانانې نذرانه کړي، د دغو غازیانو او شهداو ارمانونه په افغانستان کې د یو سوچه عادل اسلامې شرعې حکمرانې تامین او رامنځته کول و، نه بربنډتوب او د ښځې مطلق حاکمیت چې د غرب او امریکائیانو لخوا پخوا طراحې شوي او د تربیه شویو څیرو پرمټ ېې تطبیقوي.
Figure 1 کابل په لویدیز، یو کور کې د هلکانو او انجونې لومړنې مادلنګ تجربه
وړمه ورځ یوخصوصې ټلویزیونې چینل د کابل ښار په لویدیز کې په یو کور کې د پیغلو انجونو او تنکو هلکانو د ماډلنګ ننداره وړاندي کوله، کافې ګڼه ګوڼه جوړه وه، د ګډونوالو شمیر سلګونوتنو ته رسیده، د لرګې تخته په سور ارغوانې رنګ فرش شوي وه، او دنکې انجونې او هلکان د لباسونو د فیشن ښودنې په موخه په ارغوانې غالۍ قدمونه وهل، چې د انجونې پرسر پړونې اوټکري بیخې نه ول، اود بدن بارزه برخې ېې له ورایه ښکاریدي.
د ماډلنګ انجونو په مکیز تندکونو د تختې دواړو لوریو ته د ناستو خلکو پاملرنه ور جلب کړي وه ، خلکو په شپیلې وهلو او لاسونه پړکولو سره تشویقول، د پروګرام تنظیمونکې اجمل حقیقې ویل: “موخه يي د ماډلنګ نه، د افغانانود ذهنیت بدلول دی“
وروستي