
عبد الباري جهاني
د متحده ایالاتو جمهور رییس ډانلډ ټرمپ د دوشنبې په ماښام، د افغانستان په باب د خپلې پالیسۍ هغه وینا وکړه چې د امریکا، افغانستان او سیمې خلک د ډېرې مودې ورته په تمه و. ښاغلي ټرمپ د ولسمشر کېدلو څخه څو کاله مخکې او د جمهوري ریاست لپاره د انتخاباتي مبارزې په ترڅ کې څو څو ځله د افغانستان جنګ یوه بې ضرورته جګړه بللې وه او ویلي وه چې له افغانستان څخه به، چې امریکا ته د سر اومال په ډېره ګرانه بیه پرېوتلې او پرېوزي، خپلې قواوې را باسي؛ خو لکه څرنګه چې انتظار یې ایستل کېدو، ژمنه یې وکړه چې له افغانستان څخه به خپلې قواوې نه وباسي او په هغه هېواد کې به داعش، القاعده او طالبانو ته بشپړه ماتې ورکوي. جمهورریس دا هم وویل چې، په افغانستان کې، زموږ پالیسي د بیا ابادولو پالیسي نه بلکه د فتحې پالیسي ده. هغه پاکستان ته خبرداری ورکړ چې په خپله خاوره کې د ترورېسټانو مرکزونه وتړي او امریکا به نور په سیمه کې د سولي د ټینګولو لپاره له هند څخه مرسته وغواړي.
د نیویارک ټایمز ورځپانې د سې شنبې د ورځې په ګڼه کې راغلي چې د امریکا جنرالان له پخوا څخه په دې عقیده دي چې کابل او مهم ښارونه د کابل د حکومت په لاس کي وي او طالبانو ته وښيي چې هغوی بیا قدرت ته نه ښي رسېدلای. مګر اوس وضعېت تغییر کړی دی. حتی که امریکا نور پوځیان هم افغانستان ته ولېږي او طالبان له هغو سیمو څخه چې په تېرو دووکالو کې یې نیولي دي نور پرمختګ ته پرې نه ږدي، د هغوی دغه وروستیو پرمختګونو او سیاسي رقابتونو د افغانستان حکومت د سقوط پولې ته رسولی دی. او طالبان هم هغه طالبان نه دي چي امریکا غواړي د سولي خبرو ته یې کېنوي. ورځپاڼه لیکي چي د افغانستان حکومت هم دا مني چې د هېواد په سلو کي پنځه دیرش خاوره د طالبانو په لاس کې ده.
د نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي چې جمهور رییس ټرمپ په خپله وینا کې څلور ځله د بري او اووه ځله دښمن ته د ماتې ورکولو خبره یاده کړه. مګر دا معلومه نه شوه چې بری به څرنګه وي.
ورځپاڼه د پاکستان په برخه کي د جمهوررییس ټرمپ خبرو ته اشاره کوي او لیکي چې جمهوررییس په خپله وینا کې دې موضوع ته هم اشاره وکړه چې احتمال لري پر پاکستان باندې د میلیاردونو ډالرو پوځي مرستو په بندولو سره هغه هېواد دې ته اړباسي چې په خپله خاوره کې د یاغیانو مرکزونه بند کړي. په داسې حال کې چې د امریکا سیاستمدارانو او مشرانو مخکې دا احتمال رد کړی دی. ځکه هغه وخت چي پاکستان د اټومي وسلو جوړولو ته لاس واچاوه او امریکا ډېر سخت تعزیرات ورباندي ولګول نو چندانې ګټه یې ونه کړه. دغه راز پاکستان د چین په څېر یو زورور انډیوال لري چې احتمال لري پر پاکستان باندې د تعزیراتو د لګېدلو په صورت کې له هغه هېواد سره مرستې ته ودانګي. د پاکستان تجریدول په افغانستان کي وضع نوره هم خرابولای شي.
ورځپاڼه لیکي که چېرې امریکا او د افغانستان حکومت یوه اوږده جنګ ته تیاری نیولی وي نو طالبانو هم د اوږدې جګړې لپاره ځانونه تیار کړي دي. د امریکا پوځي مقامات وايی چي طالبانو ته په کال کې لس زره تنه تلفات رسېږي. په داسې حال کې چې ایله پنځه کاله مخکې د امریکا استخباراتو وویل چې د طالبانو ټول قوت شل زره تنه دی. د دې معنی دا ده چي طالبان په وژلو نه کمېږي.
ورځپاڼه، د سنګین په ولسوالۍ کې، د طالبانو د یوه قوماندان حاجي نقیب الله له قوله لیکي چې د حاجي احمدالله د کورنۍ دیارلس تنه په جنګونو کي وژل شوي دي مګر د هغوی ځای بېرته د ده ورېرونو ډک کړی دی. د ملا عبدالسلام څلور زامن وژل شوي او اوس یې پنځم زوی جنګ ته داخل شوی دی. د حاجي نقیب الله درې د کاکا زامن وژل شوي دي او د ده مور اوس له کونډو او یتیمانو سره ژوند کوي.ورځپاڼه په پای کې لیکي چې د طالبانو یوه قوماندان د جمهوررییس ټرمپ له وینا څخه وروسته بي بي سي راډیو ته وویل چې ټرمپ باید په دې پوه شي چي افغانستان د بوش او اوباما د وختونو وطن نه دی او موږ تسلیمېدلو ته تیار نه یو؛ موږ له جنګه لاس نه اخلو او نور شپاړس کاله جنګ کولای شو.
دا چې امریکا او طالبان جنګ ته څومره دوام ورکولای شي موږ څه نه شو ویلای، خو د جنګ هره ورځ دوام د افغانستان مظلومو ولسونو ته چې څلوېښت کاله کړېدلي دي د سر او مال تاوانونه رسوي. افغانستان سولې ته ضرورت لري. دا جنګ پردی دی؛ پردیو پیل کړی دی او چې څومره یې زړه غواړي دوام به ورکوي. البته سوله نه د پردیو کار دی او نه یې پردي راوستلای شي. سوله به افغانان راولي. خو له بده مرغه چي اوس د سولي راوستلو قدرت او واګې د داسې کسانو په لاس کې دي چې سوله نه غواړي، کنه نو د سولې د تش په نامه عالي شورا ریاست یې د خلیلي په څېر لېوه ته نه سپاره.
جنګ له هلمنده تر پکتیا او ننګرهار پورې د پښتنو په سیمو کې دی او تاوان یې زیاتره پښتنو ته رسېږي. پر افغانستان باندې د امریکا او ناټو د بدمرغه یرغل له پیل راهیسې له پښتنو سره د هره لوري بې عدالتي پیل شوې ده. یوازې یې د طالب او القاعدې په نوم کلي او ښارونه په اور کي نه سوځي بلکې له پوځي او سیاسي واک څخه په ډېره بې رحمۍ او بې شرمۍ ایستل شوي دي. څو ورځي مخکي د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وویل چي د دفاع د وزارت شپږ سوه جنرالان د پنجشیر د لسوالۍ اوسېدونکی دي. که څه هم چي د جمعیت اسلامي ګوند مشرانو عطا، عبدالله او ضیا مسعود د هغه دا ادعا رد نه کړه خو که د حکمتیار ادعا په سلو کي پنځوس پر ځای وي نو د پنجشیر له ولسوالۍ څخه درې سوه جنرالان به کوم عدالت ومني. زیات وکم یوه میاشت مخکې د خارجه وزارت د مامورینو، په تېره بیا د سفارتونو د غړو په باب یو رپوټ خپور شو او په هغه کي ښودل شوي وه چې د دغه مهم وزارت په سلو کې اتیا مامورین یا د پنجشیر او یا پنجشیریانو ته منسوب کسان دي. په دې کي داسي مامورین هم شته چي ویل کېږي خپل نومونه نه شي لیکلای. موږ له ټولو قومونو سره وروري غواړو او وایو چې افغانستان د ټولو ګډ کور دی مګر وروري به کوو حساب تر منځ. که بې عدالتي په دغه شکل روانه وي نو له طالبانو سره د جنګ تر فیصله کېدلو مخکې یا وروسته به پښتانه د هغه چا ګريوان نیسي چې په خپل کور کې د بېګانه په څېر سلوک ورسره کوي. دا ګړۍ خو داسې ښکاري چي پښتانه غمخمور نه لري. پښتانه باید خپل غم پخپله وخوري.
پښتنو بېړۍ ډوبېږي!!!!