
تر ټولو د مخه د هیواد د خپلواکۍ ۹۸ یمه کلیزه ټولو ازادي خوښونکو افغانانو ته په هر ځای کې چې دي مبارکي وایم. د الله تعالی دربار ته دعا کوم چې د هیواد د خپلواکۍ د معرکې او د نورو ټولو شهیدانو شهادت او د غازیانو غزا او جهاد قبول او جنت الفردوس یې په نصیب کړي. آمین
دلته د استقلال د بیرته اخیستو د پروسې د لارښود او رهبر ارواښاد اعلیحضرت غازي امان الله خان ځانګړې یادونه کوم، الله تعالی د ده روح ښاده، د انسان په صفت چې کوم کمښتونه یې لرل، ورته عفوه او مغفرت ور په برخه کړي، او د هیواد د پرختګ ارمانونه یې د پوره کړي.
غازي امان الله خان د آزادۍ چیغه په داسې په داسې پورته کړه چې لمړۍ نړیواله جګړه ( ۱۹۱۴ – ۱۹۱۸) انګریزانو او ملګرو ملکونو ګټلې وه، خپل ټول نخبه جنرالان، امکانات او زیرمې سیمې ته رالېږلي وو، د یوه غریب ملت په لاس یې د ماتې هیڅ تصور هم نه کاوه.
تر آزادۍ وروسته افغانستان د سیمې او نړۍ د پاملرنې مرکز او کابل د هند او مرکزي اسیا د ازادي غوښتونکو د پناه، لارښوونې او الهام ځای شو. نو ځکه انګریزانو نه شوای زغملای او دسیسې یې ورته جوړې کړې.
الله تعالی د موږ ته لارښوونه او توفیق په نصیب کړي چې خپله آزادي، بشپړه، خوندي او تلپاتې کړو.
د ډېرو بیوزلو ملتونو په څیر زموږ د خپلواکۍ زیات اړخونه هم نیمګړي دي. دا کمښت باید ومنو. خو راځئ د بې لارې کوونکو بحثونو لکه: اوس ازاد یو که نه، خپلواکي و نمانځو او یا نه او نورو تیر شو.
دا ځکه بې ځایه او بې لارې کوونکی بحثونه دی چې د یوې ډېرې سترې مهمې ملي داعیې یا د افغان ملت د خپلواکۍ زیات پیچلي او مهم اړخونه او حقیقتونه له پامه غورځوي او په ډېره ساده بڼه ورته ګوري.
د دې مقالې د بحث موضوع ده: د ملتونو خپلواکي څنګه بشپړه او تلپاتې کیږي.
د روښانتیا لپاره یو څو پوښتنې مطرح کوم:
زموږ په ملي دیالوګ او سیاسي کلتور کې بله ستره تشه داده چې په ملي کچه او په ګډه په دې زیات فکر نه کوو چې، څنګه د نورو له احتیاجه ځان خلاص کړو، څنګه د یوه ملت په توګه په خپلو پښو ودریږو، څنګه ازاد ملت شو او څنګه تلپاتې بشپړه خپلواکي ولرو؟
د دوو تیرو پیړیو په بهیر کې زموږ خپلواکۍ ته یو نظر
تاریخ لوستل هلته ګټه لري له تیرو پيښو زده کړه وکړو او د اوس لپاره یې وکاروو. که ښه ځیر شو کتلای شو چې پروني استعماري چلونه، نیرنګونه او د ملتونو ستونزې له ننیو سره څومره زیات ورته والی لري. که مو له تیرو سمه زده کړه وکړه، هیله ده په نن کې به د خپلواکۍ په ټینګښت او تلپاتې کېدو کې مرسته وکړي.
کله چې د هوتکيانو او ابدالیانو واکمنۍ کمزورې شوې، په افغانستان کې د یوه ریښتیني زعامت او مقتدر دولت تشه د اوږده وخت لپاره رامنځته شوه، ښکیلاکګرو قوتونو، انګریز او روس هر یوه هڅې کولې چې دا تشه ډکه، په سیمه کې خپل نفوذ ټینګ، خاوره مو لاندې، واک مو تر لاسه او له خپلو هضم شوو مستعمرو هند او مرکزي اسیا سره مو وتړي.
اوس هم همدا خبره ده. که مو دولتي او ملي حاکمیت همداسې کمزوری، ثبات او سوله نه وي او له اقتصادي پلوه په ځان تکیه و نه لرو، هر استعماري قوت او سیمه ییز لاسپوڅي به یې د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره زموږ په خاوره کې نیابتي جنګ ته دوام ورکوي.
- د استعمارګرانو بنسټیزې موخې او ستراتیژۍ څه وې؟
د هند په لویه وچه کې د انګریزانو سترې اقتصادي او جیوستراتيژیکي ګټې وې او غوښتل د روسانو له تهدید څخه یې خوندي کړي. روسانو هم ورته ویره لرله، ډارېدل چې انګریزان به د سویل لخوا د افغانستان له لارې مرکزي اسیا ته ورشي او د دوي ګټې به و ګواښي.
انګریزانو د سترو لوبو ( ۱۸۱۳-۱۹۰۷) په بهیر کې د خپلې فارورد پالیسۍ له مخې غوښتل چې د هند سرحدونه د روسانو د پرمختګ په وړاندې خوندي کړي، که اړتیا وي ملکونه ونیسي او یا یې د حایل په توګه وکاروي.
انګریزانو غوښتل د روسانو مخه په افغانستان کې ډب کړي، د هندوکش او سلیمان غرونه د دسترو دیوالونو؛ کابل، غزنی او جلال آباد د نه ماتېدونکو سنګرونو په توګه د روسانو د هند په لور د احتمالي یرغل په وړاندې وکاروي.
په حقیقت کې د نیابتي جګړو تر ټولو پخوانۍ او مشهور ډول همدا و. يه نیابتي جګړو کې نړیوال او سیمه ییز قدرتونه د د خپلو ستراتیژیکو او اقتصادي ګټو لپاره د بل ملت په خاوره کې، د هغو د زامنو د وینو او د دوي د طن د ورانیدو په بیه له خپلو حریفانو سره مقابله کوي. دا ځکه هوښیار ملکونه جنګ له خپل هیواد او د خپلو اقتصادي ګټو له ساحو لیرې ساتي او هغه د جنګ ډګر نه ګرزوي ځکه جنګ د ملکونو اقتصاد او نظام ورانوي.
انګریزانو د خپلې دې پالیسۍ په بنیاد پریکړه کړې وه چې: "هر څه چې کیږي له روسانو سره باید په افغانستان کې جنګ وکړی او ورته اجازه ورنه کړه شي چې هند ته راشي"، موخذ:
Butcher & Bolt: Two Hundred Years of Foreign Engagement in Afghanistan, David Loyn ، ( معنی یې داده چې وران یې کړه او پرېېږده). دا کتاب دوید لایډ لیکلي او ښاغلي جعفر هاند په پښتو ژباړلی دی. پښتو نوم یې: دوه پیړۍ په افغانستان کې د بهرنیانو مداخله.
انګریزانو غوښتل چې زړور جنګیالي افغانان د نیپالیانو او هندیانو په څير د ملیشو په توګه په نورو ملکونو او که اړتیا وي په هند کې و جنګوي.
که تاسو د هند د استقلال مشهور څلی چې "انډیا ګټ" ورته وایي وګورئ هلته لیکل شوي چې د هندوستان ۱۳۰۰۰ ملیشه کسان د افغان او انګریز په دریم جنګ (زموږ د استقلال د بیرته اخیستلو په جنګ کې) مړه شوي دي. په هغو وخت کې د هند لویې وچې زیاتو کسانو د دوي سره د ملیشو په توګه او په نورو دندو کې کار کاوه.
- زموږ خپلواکي د ظاهر شاه او داود خان په وختونو کې
دا دوره په نسبي توګه د افغانستان د ثبات دوره وه خو بیا هم په اقتصادي، نظامي، تخنیکي او نورو ساحو کې د نورو ملکونو خوراکي توکو، اقتصادي او نظامي مرستو، د وسله والو قوتونو روزلو او نورو چارو کې نورو ملکونو ته اړ وو. په بل عبارت د افغانستان خپلواکي په اقتصادي، نظامی، کلتوري او نورو مسئلو کې نیمګړې او تل تر تهدید لاندې وه.
د داود خان ریاست جمهورۍ په وخت هم کله چې بریژنف په مسکو کې د مذاکراتو په میز په غیر دیپلوماتیکه لهجه له هغه وغوښتل چې په افغانستان او په تیره د هیواد په شمال کې باید کوم غربي کارپوه کار و نه کړي، زموږ په خپلواکۍ او حاکمیت څرګند تیری، زموږ له احتیاجه بده ګټه اخیستنه وه. خو که موږ روسانو ته په اقتصادي او نظامي چارو کې اړ نه وای هیڅکله به یې دا جرئت نه وای کړی او نه به مو بیا بیا خپلواکي ګواښل کیده.
- بشپړه او تلپاتې ازادي
لکه چې په جسمونو کې اوږدوالی (طول)، عرض، پنډوالی (ضخامت) او لوړوالی له یو بله نه بیلیږي. همدارنګه، خپلواکي، مشروع دولتي حاکمیت، اقتصاد، او فرهنګ له یو بل سره تړلي او په ملتونو کې یو د بل تکمیلوونکي ابعاد (اړخونه) دي. لاندې په هر اړخ لنډې خبرې کوو:
ملي او دولتي حاکمیت او خپلواکي. هلته به خوندي وي چې قانون په ټولو یو شان پلی شي. بیا به په ملک کې ټولنیز عدالت خوندي، د پردیو د لاسوهنو مخه به ډب او خپلواکي به مو خوندی شي.
ملي اقتصاد او خپلواکي. اقتصادي پرمختګ ته به هلته ورسېږو چې سیاسي او اقتصادي بنسټونه مو پرانېستي او ټینګ شي. ځکه افغانانو ته به د خپلو نوښتونو او هڅو ګټې تضمین شي او دا د اقتصادي ودې او بشري پراختیا تر تولو ښه وسیله ده.
د اقتصادي پرمختګونو او په ځان د بسیا کېدو لپاره د نورو تر څنګ لاندې ښکارندې هم کلیدي رول لري:
دا پورته او نورملتونو ته توان ورکوي چې خپل اقتصادي پرمختګ غښتلی او تلپاتې کړي. دوی بیا کولای شي په متوازن انکشاف باندې لا نوره پانګونه وکړي او پرمخ لاړ شي.
خو دا باید و منو چې خدمتونه، اقتصادي وده او نور یو په بل پورې تړاو لري. که د یوه ملک په کلو کې ښځې او نارینه نالوستي وي، نو څنګه به له پورته خدمتونو ګټه واخلي؟
ملي کلتور او خپلواکي
که د کوم ملت په کلتور کې خرافات، کینه، بیځایه تربګنۍ او سیالي، له علم او پوهې سره عناد، یو بل منل، زغم او نور شتون ونه لري پرمختګ یې ستونزمن کار دی. دا ملت که ځان اصلاح نه کړي ورځ تر بلې به یې په غاړه د نورو د غلامۍ کړۍ راتنګیږي او بیا به د نجات لاره نه لري.
- د ملتونو سره اړیکې او خپلواکي
په راکړه ورکړه کې د ملتونو د ګټو انډول د دوي د پرمختګ په کچه وي، څومره چې یو ملک پرمختللی وي، ګټې یې خوندي وي او څومره چې وروسته پاته وي په تاوان کې وي. څومره چې په اقتصادي، ترانزیتي، کلتوري، دیني او نورو چارو کې تړاو یو طرفه وي، برلاسی ملک بې نیازه وي، او یا بېوزله ملک له خپلو امکاناتو سمه ګټه نه شي اخیستلای په همغه کچه به یې ریښتینې خپلواکي تر سوال لاندې وي. ښه مثالونه یې افغانستان او دوه ګاونډي هیوادونه دي. زموږ او د هغو د تجارت کسر ته پام وکړی، زموږ یو طرفه تړاو په دوی باندې، ان فتواوې دوی راته صادروي.
خو په پرمختللو سیمو کې د ملکونو اقتصادي، تجارتي او سیاسي ګټې له یو بل سره تړلې وي، د یوې سترې ګڼ ملیتیزې کمپنۍ ځینې برخې په یوه او نورې یې په نورو ملکونو کې وي، د یوه ملک بې ثباتي او تاوان بل ملک ته هم زیان لري.
د ازادۍ لپاره اړ نه ياست چې ځمکه او اسمان وپېری، يوازې ځان مه خرڅوی (نلسن منډیلا). بې حده شیطاني او نفسي خواهشات، د مال او مقام حرص او لیونتوب ټول انسانان اړ باسي چې د خپل هوا او هوس غلام شي. کله چې دا مرض په ټولنه کې عام شي، خلک په مجلل ژوند، بیځایه لګښتونو، سیالیو، خرافاتو او جاهلي کړنو کې عادت شي، نو چې لاسرسی ورته نه لري، ځان به خرڅوي، او ازاد نه شي پاته کېدای.
له داسې ټولنې او ملت سره د راتلونکي فکر او مسؤلیت نه وي، ځانځاني وي او ګډې ګټې څوک نه پیژني. داسې قومونه، ټولنې او ملتونه د ډېر وخت لپاره خپلواک نه شي پاته کیدای.
پایلې او سپارښتنې
د سرښندنو تر څنګ ملتونه اړ دي چې د خپلې خپلواکۍ د تکمیلوونکو ښکارندو لکه: سوله، ثبات، اقتصاد، سیاست، کلتور، ادب، ښوونیز نظام، ټولنیز عدالت، بشري ودې، د قانون پوره حاکمیت، انساني کرامت ته احترام، یووالی، زغم او ګډ ارمانونو ته هم پام وکړي، اصلاح یې کړي او وده ورکړي. دا به مرسته وکړي چې خپلواکي یې بشپړه او تلپاتې وي.
که هر څومره د ځانځانۍ مرض خور وي، ریښتیني مسلمان او وطندوست انسان ته اړتیا ده چې له ځانه یي پیل کړي. خدايي او هیوادنی مسؤلیت ادا، له ځانځانۍ راووزي، نورو خلکو ته لاس ورکړي تر څو د ګران هیواد خپلواکي بشپړه او تلپاتې کړي.