د ټرمپ افغان تګلاره او غني

د ټرمپ پر افغان تګلارې زما دا دوهمه لیکنه ده. په دې لیکنه کې زه د غني پر رول غږیږم، چې دا
تګلاره څنګه د افغانستان پر اقتصادي پیاوړتیا څرخولای شي.
یو باثباته افغانستان یوازې د ټروریسټانو پر وژلو یا د طالبانو واک ته نه پرېښودلو باندې ترلاسه کېدای
نشي. غني ته په کار دي، چې هغه ټول عوامل له منځه یوسي، چې د طالب‌سازۍ یا له حکومته د خلکو په فاصله زیاتولو کې رول لري. دا که د محلي زورواکو له خوا د عامو خلکو ځورول، یا د امریکا او
متحدینو له خوا یې د افغان کلیو بمبارول وي. ولسمشر غني باید په ټول قوت د سولې پروسه پر مخ
بوزي، په دې کار کې دې ستړیا نه مني او پیغور ډوله سولې پیغامونو استولو دې پریږدي. پر کابل ناست
باید له کابله بیرونه د دلاسا کولو کې باید له زیات زغم کار واخلي، که څه هم له کابله بیرون په قوت کې
وي.
په دې سربېره بله مهمه برخه اقتصاد دی، چې زیات خلک یې د غني له حکومته بیګاره کړي دي.
غني ته په کار دي، چې خلک ستا تش پر نامه اقتصادي کړنلارو نور نه غولیږي بلکې عملي کار
غواړي. د مالیې وزارت دې یوازې دې ته ناست دی، چې څنګه مالیه وضع او راټوله کړي، او د کال په پای کې جي‌ډي‌پي لوړ وښيي، چې دا ریښتینی اقتصادي پرمختګ نه دی.
د بیکارۍ د له منځه‌وړلو لپاره د آمریکا د ۱۹۸۰مو اقتصادي بحران څخه زده‌کړه کولای شې، چې
څنګه بیکاري اوج ته رسیدلې او د حکومت له خوا څنګه پر لویو بنسټنیزو او ساختماني پروژو پیسې
مارش شوې.
ولسمشر غني د نور خپل وخت د یوه پلچک، لښتي او ویالې پر افتتاح نه ضایع کوي، بلکې لویې پروژې
باید پیل کړي، تر څو افغان بې‌مهارته او مهارت لرونکي خلک دواړه پکې د اوږد مهال لپاره پکې جذب
کړای شي. دا پروژې د ولایتونو په مرکزونو کې د سترو ساختماني (ښارګوټي، سب‌وې، لوی پلونه،
بندونه او...) تاسیساتو پیل د کابل څخه تر کندهار-هرات پورې د رېل‌لیکه راښکنه، کابل له بلخ سره د
رېل په واسطه وصلول، د دریم-څلورم کابل-ننګرهار سړک ښکل شامل کېدلای شي، چې دا ټولې د
ملیاردونو ډالرو پروژې راځي، نو لکه څنګه چې د امریکا نوې سټراټيژۍ باندې د خپل اغیز کولو خبره
کوی، همداسې د دې پروژو تمویل هم پرې منلای شئ. که څه هم تاسو له امریکا سره ژمنه کړې، چې
لګښتونه به کموي، خو دا کار ستا د حکومت په ړنګېدو تمامیږي، بلکې باید په پوره قوت پیسې ترې
وغواړئ که نه وي نو قرض یې کړئ.
ورسره د افغانستان د کاني ذخایرو استخراج پروسه چټکه کړئ، د سرپل، جوزجان او فاریاب پر ګازو
او نفتو باید کار وشي، او د پکتیکا او خوست پر تیلو هم. د مس د عینکو کار باید چټک شي او چین دې
ته اړ ایستل شي، چې پر نورو لویو پروژو کار وکړي، د مثال په ډول له کابل تر هراته د رېل لیکې ټیکه
چینایانو ته ورکړئ، چې دا پروژه به د طالب له شره پر امان کړي او بل به چین په افغانستان کې د
خوابدۍ احساس راکم کړي.

د یوه پرمختللي افغانستان لپاره لازمه ده، چې تاسو له امریکا څخه یوازې بمونه او پوځونه ونه غواړئ،
بلکې پر داسې یوه پلټفرم کار وکړئ، چې له مخې یې افغان ځوانان د ساینس، ټکنالوجۍ، زراعت او...
نورو برخو کې امریکا ته د زده‌کړو او لنډو اموزشي دورو لپاره واستول شي، تر اوسه پورې دا پروسه
یوازې په پوځي برخه کې د افغانانو تر روزلو شامله ده لکه د پیلوټانو، اما دا کافي نه ده. کابل د یوه
ټکنالوجيک ښار د بدلولو لپاره لازمه ده، چې د امریکا کلیفورنیا، نیوریارک، ډي‌سي ښارونو ته د
کمپیوټرساینس ټکنالوجۍ، ساینس او نورو برخو کې محصلین ولیږل شي، څو کابل د مرکزي او جنوبي
آسیا پر سلیکان درې بدل شي.