د افغانستان جګړه قراردادي کول ، لاملونه او پایلې

کابل- افغانستان
چهارشنبه- ۱۸/۵/۱۳۹۶
 
په دې وروستیو کې د نړیوالو او افغاني رسنیو، کارپوهانو، سیاسي او پوځي چارواکو ترمنځ داسې ګونګوسې روانې دي چې ګواکې په افغانستان کې د امریکایانو جګړه او مرستندویه ماموریت به یوې خصوصي قراردادي پوځي کمپنۍ ته ورکړل شي، دغه ګونګوسو هغه مهال زور واخیست چې د روان کال د فبرورۍ میاشتې په نهمه نیټه په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قوماندان جنرال جان نیکلسن د متحده آیالاتو د کانګرس په یوه استجوابیه ناسته کې وویل چې دوی په افغانستان کې جګړه نه شي ګټلی او اوسمهال له یو په ټپه ولاړ حالت سره مخامخ دي او د دغه په ټپه ولاړ حالت له منځه وړلو لپاره نورو ۳۰۰۰-۵۰۰۰ امریکايي سرتیرو ته اړتیا لیدل کیږي ترڅو افغانستان ته واستول شي. دا چې ولې دغسې ګونګوسې رامنځته شوي دي، لوی لامل یې د ولسمشر ټرمپ په اداره یعنې سپینه ماڼۍ کې د داسې کسانو شتون دی چې د امریکايي ماموریت د خصوصي یا قراردادي کولو پلوي کوي. هغه امریکايي خصوصي قراردادي پوځي کمپنۍ چې اوسمهال ډیره تر بحث لاندې ده، د بلک واټر(Black Water) یا تورو اوبو په نامه یوه کمپنۍ ده.
بلک واټر څه ډول یوه کمپنۍ ده او مخکې یې څه ډول کړنې ترسره کړي دي؟  بلک واټر یوه امریکايي خصوصي پوځي کمپنۍ  ده چې په کال ۱۹۹۷ کې د یو امریکايي سمندري پوځي ایریک پرنس (Erick Prince) لخوا تأسیس شوې ده. دغه کمپنۍ په ۲۰۰۹ کال کې د زي خدمات یا (Xe Services) په نامه ونومول شوه او له ۲۰۱۱ کال را په دیخوا کله چې د یو ډله خصوصي پانګوالو لخوا واخیستل شوه، د اکاډمي (Academi) په نامه هم یادیږي دغه کمپنۍ په عراق کې د امریکې د متحده آیالاتو په استازیتوب پراخ حضور درلود او هغه مهال ډیره بدنامه شوه چې د دوی یو ډله قراردادي پوځیانو ۱۴ ملکي عراقيان  د بغداد په نیسور څلورلاري کې ووژل. دغه کمپنۍ د امریکې متحده آیالاتو لپاره په قراردادي توګه پوځي خدمات وړاندې کوي. اصلي دفتریې د شمالي کرولاینا په آیالت کې دی او په لومړیو کې به یې یوازې پوځيانو او پولیسو ته پوځي زده کړې ورکولې. په لومړي ځل دې کمپنۍ په ۲۰۰۰ کال کې کله چې د یمن په ساحلي څنډو کې یوه امریکايي جنګي بیړۍ (USS Cole) په بمونو والوزول شوه خپل لومړنی قرارداد ترلاسه کړ او تر سلو زرو پوځي بیړۍ چلوونکي یې وروزول. دغه کمپنۍ د شمالي کرولاینا په یوه جبه زار ځمکه کې موقعیت لري چې نوم یې هم له همدغې جبه زارې ځمکې یعنې تورو اوبو څخه اخیستل شوی و. په لومړي ځل چې نوموړې کمپنۍ خپل علمیاتي کار پیل کړ په کابل کې د سي، آي، اې د دفتر ساتل و چې دغه دفتر غوښتل په سیمه کې اسامه بن لادن په نښه کړي، د دغه ماموریت لپاره ۲۰ کسه استخدام شوي و. هیره دې نه وي چې پر افغانستان د برید پر مهال د نورو امنیتي کمپنیو په څنګ کې بلک واټر هم استخدام کړل شوې وه. په ۲۰۰۶ کال کې د دوی د پانګې له پراخیدو سره په شیکاګو کې هم ځمکه واخیستله او خپل تأسیسات یې پکې جوړ کړل. بلک واټر د پوځي خدمتونو پرته، انتقالات، پوځي ټریننګونه، هوايي حمایوي فعالیتونه، استخباراتی کړنې، د امریکايي تأسیساتو لکه سفارتونو او نورو دفترونو ساتنه او داسې نور فعالیتونه هم ترسره کوي. تراوسه یې له یونیم میلیارد امریکايي ډالرو څخه ډیر قراردادونه د امریکې له حکومتي ادارو لکه، د امریکې د مرکزي استخباراتو اداره یا سي، آی، اې، د امریکې د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو او داسې نورو ادارو څخه ترلاسه کړي دي. ډیری قراردادیان یې د امریکې د ځانګړو ځواکونو پخواني سرتیري او افسران دي. خپل اکثریت عملیات یې په عراق او افغانستان کې ترسره کړي او د نړۍ په نورو سیمو لکه پاکستان، یمن او د منځني ختیځ په نورو هیوادونو کې یې هم ځینې پوځي او استخباراتي کړنې ترسره کړي دي، خپل پوځي تأسیسات، الوتکې او وسلې هم لري. 
د امریکې متحده آیالات د یو څو مهمو دلایلو پر اساس خپلې جګړي خصوصي سکتور یا پوځي کمپینو ته ورکوي، لومړی لامل یې دا دی چې قراردادي سرتیري د رسمي پوځي سرتیرو څخه ارزانه تمامیږي، په منځنۍ کچه پر یو قراردادي سرتیری د امریکې حکومت د ورځې ۱۵۰۰ امریکايي ډالره لګښت کوي، چې تقریباً له ۵۵۰- ۶۰۰ یې بیا هر سرتیري ته نغدي ورځنۍ تنخوا ورکول کیږي او نورې د کمپنۍ پر نورو مصارفو لګول کیږي. سره له دې چې د امریکې یو رسمي پوځي هم حکومت ته په ورته لګښت تمامیږي، خو روغتیايي بیمې، تقاعد، په کور دننه د سرتیري لپاره امتیازات، د ټول ژوند لګښتونه، رخصتي او داسې نور بیا د یو قراردادي سرتیري له لګښت څخه څو چنده لوړیږي. بل لامل یې دا دی چې قراردادیان کیدای شي په ډیره آسانه له دندې ګوښه کړل شي او د امریکې حکومت یې پر وړاندې هیڅ ډول حقوقي مسؤلیت هم نلري، دریم دلیل چې قراردادي سرتیري ته ترجیح ورکول کیږي، په کور دننه او په نړیواله کچه حکومت ته د سیاسي او حقوقي خطر کموالی دی، ځکه هره کړنه چې دوی ترسره کوي، مسؤلیت یې خصوصي کمپنۍ ته راجع کیږي، حتی که دوی ناقانونه کړنې هم ترسره کړي، استخدام کوونکې کمپنۍ یې مسؤلیت په غاړه اخلي نه دولت او یادولتي چارواکي. بل مهم لامل چې د امریکې حکومت قراردادي پوځیان د امنیتي کمپنیو له لارې استخداموي په پوځ کې د ځانګړو ځواکونو کمښت دی، په داسې حال کې چې په امنیتي کمپینو کې بیا ورته ستونزه کمه وي ځکه دوی د دغه ډول روزل شویو کسانو په استخدام کې خلاص لاس لري. باید په یاد ولرو چې یوازې بلک واټر نه ده چې دغه ډول قراردادي امنیتي خدمات وړاندې کوي، بلکې نورې مشهوري کمپنۍ هم شتون لري او د ځینو راپورونو له مخې په ۲۰۱۰ کال کې د امریکې متحده آیالاتو خصوصي امنیتي کمپینو سره د پنځه میلیارده ډالرو قراردادونه درلودل چې د امریکې متحده آیالاتو د نظامي بودیجې یو پر دریمه برخه یې جوړوله. 
څرنګه چې پورته یادوونه وشوه، د افغانستان لپاره د قراردادی پوځي کمپنۍ او په ځانګړې توګه د بلک واټر نوم هغه مهال بیا د امریکې د سیاسي او پوځي کړیو ترمنځ مطرح شو چې د ټرمپ ادارې ته جنرال نیکلسن افغانستان ته د اضافي ځواکونو د رالیږلو سپارښتنه وکړه. دغه راز کله چې د امریکې ولسمشر ډونالد ټرمپ د خپلو پوځي جنرالاتو او د ملي امنیت سلاکارانو سره د افغانستان پر جګړې او د افغانستان لپاره د نوې سټراتيژۍ بحثونه پیل کړل او دفاع وزیر جنرال ماتیس ته یې په دغه برخه کې پوره واک ورکړ، د بلک واټر موضوع رابرسیره شوه. ویل کیږي چې په سپینه ماڼۍ کې د ولسمشر ټرمپ ځانګړی سټراټیژیست سټیف بینان او د ښاغلي ټرمپ زوم او د ایوانکا ټرمپ میړه جیراډ کوشنر هغه کسان دي چې په افغانستان کې د امریکايي ماموریت او جګړې د خصوصي کولو پلويان دي او په همدې موخه څو ځله پنټاګون یا د امریکې دفاع وزارت ته تللي او بحثونه یې ترسره کړي دي. دغه راز یې د بلک واټر له مشر اریک پرنس او سټیفن فاینبرګ چې د ډاین کور انټرنشنل(DynCorp International) په نامه امنیتي او لوژستیکي کمپنۍ لري هم لیدني کتني درلودلي دي. له بحثونو داسې څرګندیږي چې د متحده آیالاتو د ملي امنیت سلاکار جنرال مک ماسټر او د دفاع وزیر جیمز ماتیس له دغه پلان سره دومره موافق نه دي. په دې وروستیو کې په دغه برخه کې ښاغلی ایریک پرنس هم ډیر فعال شوی او داسې راپورونه شتون لري چې تیره میاشت کابل ته هم راغلی و خو ویل کیږي چې په افغانستان کې د امریکې د متحده آیالاتو د ځواکونو قوماندان جنرال نیکلسن ورسره نه دي کتلي. دغه راز نوموړي د روانې میلادي میاشتې په اومه نیټه (۷- آګسټ) په خپله یوه مقاله کې چې په (USA Today) ورځپاڼه کې خپره شوې ده د افغانستان اوږدې جګړې ته اشاره کړې ده او سپارښتنه یې کړې ده چې باید د متحده آیالاتو ولسمشر د دغه جګړې بڼه بدله کړي. په دغه مقاله کې نوموړي یوې بلې جالبې موضوع ته هم اشاره کړې چې باید په افغانستان کې د امریکې جګړه د متحده آیالاتو د یو ځانګړي استازي یا (په هندوستان کې د بریتانیا د شرقي کمپنۍ د وایسرای په څیر یو استازي) تر مشرتابه لاندې پرمخ ولاړه شي او باید ټولې سټراتيژیکې پریکړې، بشري مرستې، پوځي او استخباراتي کړنې د نوموړي تر مشرۍ لاندې ترسره او د یو باثباته، پرځان بسیا افغانستان د رامنځته کولو لپاره هڅې ترسره شي. نوموړې د خپلې مقالې په پای کې لیکي چې که په افغانستان کې جګړه خصوصي کړل شي نو د هغه ۴۸ میلیارده ډالره چې د دې کال لپاره ورته ځانګړې شوي دي یوازې ۲۰٪ به مصرف او نورې به د متحده آیالاتو حکومت ته پاتې شي. د ځینو راپورونو له مخې نوموړي افغان چارواکو ته هم د جګړې د خصوصي کولو وړاندیزونه کړی دی. 
په ټولیزه توګه د قراردادي کمپنیو د کړنو په اړه درې مهمې پوښتنې شتون لري. لومړۍ پوښتنه دا ده چې ولې باید له قراردادي ځواکونو څخه کار واخیستل شي؟ څرنګه چې پورته ورڅخه یادونه وشوه، له قراردادي کمپینو څخه ګټه اخیستونکي د لګښت د کموالي، له حقوقي پلوه د حکومتونو مسؤلیت راکمولو او په ډیرو سختو شرایطو کې چې حکومتونه پوره مسلکي پرسونل ونلري د خصوصي کمپنیو له مسلکي او تخنیکي تجربې څخه کار اخیستل د دلایلو په توګه ذکر کوي خو پر وړاندې یې یو لوی استدلال چې شتون لري هغه دا دی چې نړیوال قوانین د دغه ډول کمپنیو د کارولو په اړه پوره شک او شبهات لري، ځکه دوی په ډیره آسانه او پرته له دې چې کومو پوځي قوانینو ته غاړه کیږدي له بشري حقونو څخه تیری کوي. دویمه پوښتنه داده چې که له دوی څخه ګټه اخیستنه ارزانه وي نو آیا چا یې مؤثریت او اغیزمنتیا هم څیړلې ده؟ د دې پوښتنې ځواب منفي دی، ځکه چې په دقیقه توګه یې چا اغیزمنتیا نه ده څیړلی او په عراق او افغانستان کې تجاربو ښودلې ده چې دوی او رسمي پوځیان له ورته برخلیک سره مخامخ شوي دي. قراردادیان خو ځینې وخت لا د ډیرو ستونزو سره هم لاس او ګریوان شوي دي ځکه د عامو وګړو سره یې اړیکې کمې او له همدې امله یې پر وړاندې غبرګون او منفي احساسات زیات دي. بله مهمه پوښتنه دا ده چې که چیرې قراردادي سرتیري جرایم ترسره کوي نو څوک به ورته رسیدګي کوي؟ دا هم ډیره مهمه پوښتنه ده ځکه لومړی خو ډیر مهال دا سرتیري او نور کارکوونکي د یو هیواد اتباع نهوي چې یو ډول قانون ورباندې پلی شي، دویمه دا چې دوی له وظیفوي پلوه د هغو پروسیجرونو او عسکري جرایمو تر قانون لاندې نه راځي چې د پوځ سرتیري ورباندې مکلف دي، دریم دا چې څرنګه چې په اصل کې د خصوصي کمپنیو او دولتونو د اړیکو اساسي موضوع د سوداګرۍ او بیزنس ده نو کیدای شي کمپنۍ د خپل نوم بدوالي له امله د خپلو سرتیرو جرایم پټ کړي. د یادولو وړ ده چې ځینې پورته ذکر شوي موضوعات پر بهرنیو رسمي ځواکونو هم صدق کوي.   
په پای کې باید وویل شي چې په افغانستان کې د بلک واټر او یا د بلې کومې امنیتي کمپنۍ د کړنو په اړه دومره معلومات شتون نلري، خو ډیری افغانان فکر کوي چې بلک واټر یوه ناوړه کمپنۍ ده، سرتیري یې وژونکي او قاتلان دي او هیڅ ډول قانون او اصولو ته پابند نه دي او په جګړه کې له توحوش او تیري څخه کار اخلي. د غه ډول نظر کیدای شي له درې مهمو دلایلو څخه سرچینه اخیستي وي، لومړۍ یې په عراق کې د دوی کړنې او د ملکي خلکو د وژنې رسنیز کیدل، دویم یې د سیمې د هیوادونو او په افغانستان کې هغه تبلیغاتاو ځینې حقیقي موارد چې ګواکې دغه کمپنۍ په لوی لاس د خلکو د ځورونې، وژنې او پر مقدساتو او بشري حقونو د تیري لامل کیږي او همدغه راز د هغو غربي لیکوالانو او شنونکو لیکنې وي چې د نوموړې کمپنۍ په اړه یې په مختلفو ورځپاڼو او حتی کتابونو کې خپرې کړي دي. پورته دلایلو ته په پام سره، داسې فکر رامنځته کیږي چې افغانستان ته د بلک واټر کمپنۍ په راتګ سره به نه یوازې چې جګړه کمه شي، بلکې شدت به ومومي ځکه وسله والو مخالفینو، د دوی سیمه ییزو ملاتړو او نورو هغو هیوادونو لپاره به د تبلیغاتي جګړې زمینه نوره هم برابره شي. په عام ولس کې به د دوی کړنې غوصه راوپاروي، د وسله والو مخالفینو په لیکو کې به نویو افغاني او سیمه ییزو جګړه مارانو ته د استخدام زمینه برابره شي، جګړه به لا نوره هم اوږده شي او په پایله کې به یې د عامو خلکو د تلفاتو زیاتیدل به پر افغان حکومت سیاسي فشار نور هم زیات کړي. د یادولو وړ ده چې د ځايي خلکو د استخدام کچه په مختلفو ساحو کې د قراردادي امنیتي کمپنیو ترمنځ لوړه ده چې کیداي شي له اقتصادي پلوه د ځینو خاصو کړیو په ګټه تمامه شي. 
پای