
کانونه د طبعي سرچينو هغه برخه ده چې ځمکې لاندې پټه او ډير اقتصادي ارزښت لري.افغانستان 24 ډوله بېلابېل کانونه لري او دناسپړل شويو طبعي زيرمو له کبله د نړۍ له بډايو هيوادونو څخه ګڼل کيږي . د افغانستان مهم کانونه عبارت دي له :
1. د ډبرو دسکرو کان : د ډبرو دسکرو کانونه د هيواد په بېلابيلو سيمو کې چې شمېر يې47 ته رسيږي تثبيت شوی چې ټولييز مقدارې يې 300-500 ميليون ټنه تخمين شوی دى . د ډبرو له سکرو څخه د فولادو،اوسپنۍ په ويلې کيدو،دکورونو په ګرمولو،خښتو پخولو او د حرارتي انرژۍ په توليد کې کار اخيستل کيږي.
2. د نفتو او ګازو ذخاير :افغانستان د نفتو او ګازو له پلوه هم يو غني هيواد دی چې د هيواد په اقتصاد کې اساسي ونډه لري .افغانستان 1.5تريليونه متره مکعبه ګاز او 95 ميليون بيرله تيل لري ، خو له بده مرغه اوسمهال افغانستان د نفتو او ګازو دلاسته راوړلو لپاره په ميليونونو ډالر لګوي. که د افغانستان د تېلو زيرمې وسپړل شي ، نود هيواد دسوداګرۍ دورکړې بيلانس د شته کسر په له منځه وړلوکې به ډير ګټور ثابت شي ، خو که د طبيعي ګازو په هکله خبرې کوو نوافغانستان دومره طبيعي ګازو لري، چې د هيواد د کورنيو اړتياوو تر څنګ به ډير صادرات هم ولرو، ځکه په تيرو وختونو کې موږ د سل ميليونو ډالرو په ارزښت طبيعي ګاز پخواني شوروي اتحاد ته صادراوه.
3. د وسپنې کانونه :افغانستان داوسپنې له پلوه هم ډير ستر کانونه لري ، چې د باميانو د حاجيګک کان يې د بېلګې په توګه د يادونې وړ دی او کابو 109 ميليون ټنه وسپنه لري، همدارنګه يو شمير نور دوسپنې کانونه چې شمير يې 10 لسو ته رسيږي د هيواد په بېلا بېلو سيمو کې شتون لري.د افغانستان د وسپنې دکانونو راسپړلو سره سم به زموږ په هيواد کې د ماشيني رغاو(صنعت) په برخه کې اوښتون رامنځ ته شي. ځکه موږ په هيواد کې په کافي اندازه د سکرو ډبرې لرو چې د اوسپنې د ويلې کيدو ځانګړتيا هم لري، په هيواد کې به بېلا بېل فلزي (ماشين الات)توکي به په خپله توليد کړو د ټولو وارداتي ماشين الاتو او نورو فلزي توکو مخه به ونيول شي چې د سوداګرۍ د ورکړې کسر به تر ډيره بريده له منځه لاړ شي. اوسمهال د فلزاتو په برخه کې 130 فابريکې کار کوي، چې د هيواد د اړتياوو 70سلنه په خپله هيواد کې توليديږي.
4. د مسو کانونه : د افغانستان د مسو زيرمې د نړۍ د سترو زيرمو څخه ګڼل کيږي.افغانستان د مسو ١٧ ميليونه ټنه زېرمې لري او که ګټه ترې واخيستل شي، افغانستان به په نړۍ کې د مسو د سترو صادروونکو هېوادونو په ډله کې راشي .د افغانستان د کانونو وزارت د سروې او جيولوجۍ رياست وايي، چې د افغانستان په ٢٤٢ بېلابېلو سيمو کې د مسو کانونه شته، چې له دې ډلې شپږ يې چې په ( لوګر، هرات، کابل او زابل ) کې دي، د هېواد په کچه تر ټولو ستر کانونه په ګوته شوي دي.په همدې حال کې د امريکا دفاع وزارت يوه ځمک پېژندونکي ويلي، چې که د افغانستان مس را وسپړل شي، نوکېداى شي د نړۍ په کچه د مسو د ستر صادروونکي هېواد چيلي ځاى ونيسي. د افغانستان د مسو تر ټولو ستره زيرمه د لوګر د مسو عينک کان دی چې 12 ميليون ټنه مس لري او اوسمهال يې د سپړلو چارې يو چينايي شرکت چې ام سي سي نوميږي پرمخ وړي او ټاکل شوې چې ياده کمپنۍ به په دغه کان کې 8.2 ميليارده امريکايي ډالره پانګونه وکړي.
5. د مالګې کانونه: افغانستان د مالګې د کانونو او رسوبي مالګې له پلوه هم ډير غني دی ، چې درې ځايه ډبري مالګه او اته ځايه رسوبي مالګه لري ، چې تر ټولو ستر ه زيرمه يې د تالقانو د تاقچه کان دی .د دې کان اندازه 130ميليون ټنه اټکل شوې ده د دغه کان په هکله ويل کيږي که د راويستلو په وخت کې يې پنځوس سلنه تاوان هم قبول کړو، نو داوسنيو اړتياوو مطابق به دراتلونکو 1300 کلونو لپاره بسنه وکړي.
6. د قېمتي کاڼو کانونه : د هېواد قېمتي کاڼي هم د هيواد په اقتصاد کې اساسي ونډه لري چې افغانستان بېلابېل قېمتي کاڼي د ساري په ډول لاجورد،زمرود،ياقوت،لعل،د شاه مقصود ډبرې او نورې لري،چې د هيواد دصادراتو يو برخه جوړوي او د هيواد په بهرنۍ سوداګرۍ کې مهمه ونډه لري.
7. د تالک کانونه :تالک هم د هيواد په ختيځ ولايت ننګرهار کې شتون لري ، چې په سينګار کې ترې کار اخيستل کيږی ، په دې برخه کې هم واردات لرو که دې کان ته پاملرنه وشي، نو دې سينګاري توکو د واردولو مخه به هم ونيول شي.
د افغانستان د طبيعي زېرمو په اړه د امريکا ددفاع وزارت څېړنې ښيي، چې افغانستان د زرو ميليارده ډالرو په ارزښت نا سپړل شوي کانونه لري، خو د هېواد د کانونو وزارت د معلوماتو له مخې، دغه ارزښت ٣ زره ميليارده ډالره ښودل شوی او که د نفتو په ګډون له ټولو طبيعي زېرمو څخه ګټه واخيستل شي، افغانستان به هر کال له دې درکه ٥ ميليارده ډالره عوايد لاسته راوړي. خو په هيواد کې د کانونو په اړه پوهان دغه ارزښت نه مني ، هغوی دعوه لري دغه پلټنه يواځې د هيواد په ديرش سلمه خاوره کې تر سره شوې ده . همدرانګه د افغانستان د کانونو مخکنى وزير وحيدالله شهراني وايي چې افغانستان به له خپلو كانونو څخه تر 2016 ز كاله پورې په كلني ډول تر يونيم ميليارد ډالرو زيات عايد ولري او 150 زرو كسانو ته به د كار زمينه برابره كړي.له بلې خوا بهرنيان هم ډير ليواله دي ، تر څود هيواد په کانونو کې پانګونه وکړي .د تاريخي اسنادو له مخې، په هيواد کې سرو زرو ،مسو،سرپو،سپينو زرو ،جست او يو شمير نورو قېمتي کاڼو څخه ډيره لږه اندازه ګټه پورته شوې، خو په دې وروستيو کې افغان حکومت د هيواد دکانونو د استخراج په برخه کې له څو نړيوالو شرکتونو سره يو شمېر قرار دادونه کړي چې د يو شمير اقتصاد پوهانو او مدني ټولنو له مخالفت سره هم مخ شوي او په دې اړه وايي چې د دغو تړونونو 95سلنه ګټه د بهرنيو شرکتونو او کورنيو مفسدينو جېبونو ته ځي،دوی دا هم وايي چې کوم تړونونه چې تر اوسه شوی يواځې پنځه سلنه ګټه يې افغان ولس ته رسيږي پاتې نوره يې د بهرنيو شرکتونو او کورنيو مفسيدينو تر منځ ويشل کيږي .
دا په داسې حال کې ده چې د کانونو مخکني وزير وحيدالله شهراني ويلي چې د مسو ،سروزرو او تيلو په شپږو کانونو( په نفتي حوزه کې د افغان –تاجک په دوه بلاکونو)، د غزني په مقر ولسوالۍ کې د زرکشان د سرو زرو او مسو کان، د بدخشان په راغستان ولسوالۍ کې د سرو زرو کان، په سرپل کې د بلخاب د مسو کان او د هرات په پښتون زرغون او ادرسکن ولسواليو کې د شيدا د مسو کان ) کې د پانګونې لپاره بهرنيو پانکوالو ليوالتيا ښوودلې ده او کيداى شي چې دغه تړونونه په نږدې راتلونکي کې لاسليک شي.
بلخوا د کانونو د نوو تړونونو خبره په داسې حال کې راپورته شوې چې د کانونو په وزارت او په ځانګړي ډول د کانونو په قراردادونو کې د پراخ فساد په اړه راپورونه خپاره شوي دي. رسنيو د خپلو سرچينو د معلوماتو پر بنسټ ادعا کړې چې افغانستان يوازې د حاجيګک کان په٣٠ کلن تړون کې ٣٧ ميليارده ډالره زيان کړى دى. دغه راز ويل کېږي چې د هېواد د لسګونو کانونو قراردادونه د قانون خلاف ورکړل شوي او افغان لوري په کې ډېر لوى زيان کړى دى.که چيرې د هيواد کانونه همداسې په بی کفايتۍ او نا مناسب ډول استخراج شي نو هيواد به په راتلونکي کې له يو لوى اقتصادي ناورين سره مخ شي چې ورسره به افغانستان تل د وروسته پاتې هيوادنو په کتار کې راشي .