
په بهرنیو چارو وزارت کې فساد کومه پټه خبره نده، له یوې نیمې لسیزې را پدیخوا په بهرنیو هیوادونو کې د ډيپلوماټیکو استازولیو په هکله ولس له هر امکانه ګټه پورته کړه، تر څو د دې فساد پر ضد حد اقل اقدام وشي؛ خو هیچا یې غږ وا نه وریده، حتی داسې شواهد شته چې د امریکا بیلابیلو سفیرانو د افغانستان د بهرنیو چارو په وزارت کې د فساد او بې کفایتۍ شکایتونه پخپلو یادښتونو کې تر سپینې ماڼۍ ورسول؛ خو داسې څوک پیدا نشول چې په وړاندې یې حد اقل اقدام وکړي...
د جمهور رئیس محمد اشرف غني تر واک ته رسیدو وروسته ولس ته ډيرې هیلې پیدا شوې، چې په بهرنیو هیوادونو کې د افغانستان د استازولیو رسوا فساد به لږ څه کنترول شي، که نور نه وي دا مهم ماموریت خو به د یوې خاصې ډلې او یو یا دوو ولایتونو له یرغمل څخه خلاص کړي... د ښآغلي جلالي، شینکۍ کړوخیل، شکریې بارکزۍ او نورو ملتپالو شخصیتونو مقررۍ هغه څه وو چې د دا ډول مثبت بدلون د تحقق زیری بلل کیدای شوای، د نویو سفیرانو تر منځ اغلې کړوخیل چې فطرتا د ظلم او فساد سره حساسیت لري، د اصلاحاتو هڅه وکړه، هغې یوازې دا ګناه وکړه، چې د ادارې هغه ابتدايي ریفورم لکه د مامور د غیر قانوني غیابت مخنیوی، پخپل وخت د کار ځای ته حاضریدل، په رسمي وخت کې پخپل سر د چکرو او میلو مخنیوی او داسې نورو د کنترول هڅه وکړه؛ خو د مفسدو کړیو ټارګیټ وګرځیده، د مفسدینو چلوټې او دسیسې تر دې ځایه ورسیدې، چې د هغې په نوم یې جعلي مکتوبونه خپلو مزدورو متحدو رسنیو ته ورکړل او هغوی هم لدې جعلکاریو ستره غوغا جوړه کړه، پدې کار سره دوی نه یوازې دا چې د اغلې کړوخیل د تخریب هڅه وکړه؛ بلکه د دې خیانت مرتکب هم شول، چې د افغانستان او کاناډا اړیکې په لوی لاس زیانمنې کړي.
د دې دسیسو اصلي طراح داسې یو څوک دی، چې د سیمه ییزو ارګانونو اداره یې د فساد په ګند لړلې وه، دا شخص چې نادر یما نومیږي او د عطا محمد نور کلک ملاتړ له ځان سره لري، په سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره کې یې په لسګونو د فساد دوسیې ثبت دي، درې کاله وړاندې د UNDP ادارې د سیمه ییزو ارګانونو د پالیسي معینیت ته چې نادر یما یې مسوولیت په غاړه درلود، ۳۰ تنه د سلاکارانو پوسټونه اعلان کړل، نادر یما د ملګرو ملتونو د کاري پروسیجر په خلاف هغه سلاکاران ونه منل چې هغوی ګومارلي وو، دوهم ځل یې هغه پوزیشنونه اعلان کړل او پخپله خوښه یې خپل دوستان او د پرې ملګري پکې وټاکل او د هر ګومارل شوي کارمند څخه یې د لومړیو دریو میاشتو معاش د رشوت په توګه واخیسته... ددې تر څنګ ښاغلي یما په لسګونو مواردو کې له خپل اداري موقف څخه نا مشروع سیاسي استفاده کوله، بلخصوص په شمال کې یې سیمه ییز چارواکي ولسوالان د پښتنو پر ضد ځپونکي او تحدید امیزه چلند ته رابلل، په شمال کې د پښتنو پرضد د ښآغلي یما مشهوره مقوله ده، چې سیمه ییزو چارواکو ته به یې ویل " پښتانه له شماله نشئ شړلی؛ خو په شمال کې له پښتنو څخه د مالکیت احساس تروړلی شئ او تاسو باید دا کار وکړئ. " نو ګرانه ولسمشره په بهرنیو چارو وزارت کې د تباه کوونکي فساد پر ضد زمونږ یوې پښتنې خور سنګر پرانیستی او دا مبارزه اول د خدای ج، بیا د وطن او بیا شخصا ستا په خاطر ده، هر با احساسه افغان دا مسوولیت لري، چې تر څنګ یې ودریږي. دا د عیاشو، خاینو او بیسواده تش په نامه ډیپلوماټانو سره لومړنی برخورد دی، که مات شول، په هیڅ ډګر به یې پښې ټینګې نشي او که بریالي شول، هغه ورځ لرې نده چې د کرزي صاحب په څیر دې پخپل سفارت کې والله که څوک د یوې پیالې چای غوښتنه ومني.