د پکتیا رییسان رییسان نه؛ وکیلان رییسان دي!


د پکتیا وکیلان یوازې د ټاکنو پر وخت پکتیا کې ډېر لیدل کېږي؛ بل هر وخت که لیدل کېدل، نو ښکاره ده چې د ولس غمخورۍ ته نه دي راغلي، بلکې د خپلو شخصي ګټو غمخورۍ را په مخه کړي.
وکیل له دریو موټرو سره د پکتیا په لور روان شي؛ پر هرې ادارې د فلمي ویلن پڅېر ور ننوځي، په اداره کې بیا رییس، رییس نه وي؛ وکیل رییس وي، ځکه هغه څه کوي، چې دی یې غواړي او ټول کارونه د ده په ګټه او خوښه کېږي، کوم ریاست چې بستونه اعلان کړي وي، وړ کسان پرې ناکاموي او خپل کس یې پرځای ګماري، چېرته یې بیا ځمکه غصب کړې وي، د هغې غم ورسره وي او یا نورې شل - سل مسلې وي.
د پارلمان یوه وکیل په پکتیا کې د بې سوادو رییسانو کړۍ رامنځته کړې او دا کړۍ په پراخېدو ده، دده په مرسته تراوسه درې رییسان مقرر شوي، له همدې دریو رییسانو میاشتنی باج اخلي او همدا درې واړه ادارې دده په خوښه او ګټه کارونه کوي.
یو بل وکیل بیا له پګړیو او ستاینلیکونو سره راشي، چې څوک په مخه ورځي، ور په سروي او ورکوي یې، پیسې ټولې کړي، خپل کارونه وکړي، بېرته لاړ شي.
که دا روان حالت تغیر نشي، لرې نده چې دلته پر دولتي ادارو د ولس پاتې باور هم ختم شي.