
هو په حاکمیت ( حکومت ) کې یم اما مخالف هم یم. دا دواړه نه شي کېدای. يادا او يا هغه اما دواړه نه.
اپوزیسیون یې ، الله دې لره. انتقاد دې ماته مالوم دی او ماته مې هم نېمګړتیا مالومه ده. دا چې تا ته مې د ټولو نه ډېر امتیاز درکړای او د ټول ملت حق مې پېمال کړای دا مې نیمګړتیا ده، دا منم.
داچې انفجار شته او انتحار او دا نیوکه پر ځای ده خو مشکل دادی چې نړیوال مشکل، ای اس ای او سپاه پاسداران ايران او تاسې هو ته چې اوس ځانته اپوزیسیون وایئ ما کار ته نه پریږدې. منم چې یو شمېر دولتي چارواکي بې کفایته دي خو ماچې درته با کفایته پیشنهاد کړل تاسو پارلمان کې رد کړل. نو هماغه مړ خولې او غیر متبارز افراد مې در معرفي کړل چې شف شف کوي او ډېر ځلي خلک نه پوهیږي چې څه وایي نو هماغه بې پنجو او بې برشه مو تصویب او د حق او حصې غوښتنه ترې کوئ. هغه هم كار ته نه پریږدۍ.
نو اوس ارګ ته په کار ده چې قانون تطبیق کړي. حاکمیت ( حكومت ) كې یې که د حکومته بهر؟ که بهر یې نو ولایت او معاونیت د اجرایې خو حاکمیت دی. استعفاء ورکړه.
زما د جمهور رئيس له معاون سره مشکل نه شته، بازو مې وه خو جنایی تهمت باید صاف شي او دا محکمه کوي.
وطنوالو دا دی حالت او سخت حساس حالت او حساس وخت. بې تفاوته مه پاتې کیږئ. باید حق ووایو او فرصتونه له لاسه ورنکړو.
ایران او پاكستان دا نظام ړنګول غواړي اما ملت او خواخوږی افغان اصلاح غواړي. ائيتلافونه او اتحادونه په تدارکاتی کمیټې کې حق غواړي اما ملت د عدالت تأمین غواړي . نو دوکه نه شئ خواستې هو د ملت خواستې او د دا اتحادونو او ائيتلافونو خواستې او مطالبات سره بیلې دي.
وطنوالو لطفا ً آواز اوچت کړئ او بې تفاوته
مه پاتې کیږۍ!
و ما علینا الا البلاغ المبین
د. ص. سعیدي