
ټول په قهر يو چې امریکایانو. بمبارد کړای او افغان ملیشتی یې وژلي. الله دې شهیدان وبخښي. پر افغان وژنه که له هرې خوا وي خپه یو. د پرو دو لاس دی او افغانان سولې صلاح ته سره نه پریږدي.
خو دا روستۍ خبره لږ بل شانتې. ده.
دې روستۍ تراژيدي کې مشكل په بد منجمنت او بده اداره كې دی.
د افغانستان ددفاع وزارت نطاق جناب وزیري وايي ( نقل قول بالمفهوم): د ساحې نه د افغان لوري د عملیاتو مرکز له امریکایانو غوښتي چې دغه محل او نظامي پوسته دښمن سره ده او بمبارد یې کړئ. په دغه جریان کې یو څه وخت تېر شوای او دزمان په تېریدو هغه محل افغاني ځواكونو يا په زور او یا د دښمن له عقب نیشینۍ روسته تصرف کړای. دغه وخت درون امریکایی طیارې راغلي او لیدلي ملیشه دي نو او دښمن دی نو بمبارد کړای....
دلته ډېر سوالونه راولاړیږي چې داسې اشتباه ولې وشي؟
ضعیفه اداره او منجمنت چې په اغلب ګمان همدا عامل ددې تراژيدۍ مسوول دی نو مسوول باید په نښه او سارنوالی ته معرفی شي.
دوهمه او مهمه حالت:
که دشمن عقب نشیني کړې وي نو دغه راپور چا دشمن ته ورکړ چې امریکایان دغه محل بمباردوي نو عقب نشیني یې وکړه او محل یې افغان دولتی ملیشو ته عمداً ورکړ؟
دا داخلي خیانت او یا د ای اس ای همکاري له دښمن او خپلو ملېشو سره؟
ددې پوښتنو ځواب او تاوان امریکه او د افغان د اردو منجمنت باید وکړي!
مسايل پيچلي نه دي خو د حقایقو برسېره کېدل باید له ډېرو تقلبي افغان جنرالانو حد اقل رتبې بېرته واخيستل شي.
دا کار به څوک وکړي؟
ددې سوال جواب هم لرم خوبحث به مې نور هم اوږد شي.
که اردو غیر سیاسي او متعهده مسلکي شي او د مجازاتو او مکافاتو اصل او عدالت تطبيق شي نو ويرونه او كونډې رنډې به کمې او یتیمان به لږ او د وطن د شرف او عزت دفاع او ساتنه به ښه تأمینه شي!
الهي رحم
د. ص. سعیدي
٢٢/٧/٢٠١٧