
ډیورند هغه توره کرښه ده چې د یو واحد قوم د بېلېدو لامل شوه، ډیورنډ په کال ۱۸۹۳ کی د هند بریتانوي حکومت له خوا په امیر عبدالرحمن خان وتپل شوه او امیر دی ته مجبور شو چې د افغانستان یوه برخه د دې حکومت په لاس کې ورکړي د دې کرښې اصلي لامل د هغه مهال دوه زورورې امپراطورۍ وې انګلیس او شوروي اتحاد،دا هغه نومونه وو چې په تېر تاریخ کې او لا تر اوسه یی افغان حکومت د ډول ډول فشارونو لاندی راوستی.
دا دواړه ځواکونه که څه هم په ټولو هیوادونه لاسبري وو، خو له یو بل څخه ډېره وېره درلوده او تل به یې ځانته ځینې تګلارې جوړولې تر څو په یو بل له یرغل کولو څخه په امان کې وی بریتانوي حکومت هم ددی کرښې په بهانه د یرغل لاره د شوروي حکومت پرمخ بنده کړه.
د تاریخ څیړونکو په وینا دا کرښه ډیر په چل او ول د هغه وخت په حکومت وتپل شوه لکه څنګه چی په اوله کی د باشګل او خیبر سیمې د امیر له خوا نه وی منل شوې خو کله چی هوکړه لیک وشو د نښاني کولو په وخت کې انګلیسانو د خیبر او باشګل سیمه هم نښه کړه او د امیر داعتراض په وخت کې د هند وایسرای لارډالګین وویل(د کرښې د نښه کولو په وخت کی غلطي شوې ده او انګلیس حکومت ملامت نه دی).
د فریب بله نښه یی دا وه کله چی امیر د انګلیسانو حکومت ته یادونه وکړه چی د مومندو سیمه به د افغان حکومت برخه وي د دې په ځواب کی د انګلیسانو حکومت چوپ پاتې شو امیر په دی ګمان و چی د دوی چوپتیا په دې معنا ده چې هغوی د امیر دا خبره منلې خو داسې نه وه. د امیر له مړینی سره سم د هند حکومت مومند یا پښتانه دوه برخې کړل یوه برخه یی لر پښتانه او بله برخه یی د بر پښتانو په نوم یاد کړل چی لر د هند چی اوس د پاکستان په برخه دی (د پولی ها خوا پښتانه) او بر پښتانه د افغانستان په برخه شو.
یو شمیر تاریخ څیړونکي بیا دعوه کوي چې دا کرښه امیر ډیره په خوښۍ منلې وه د دوی په وینا چی ډیورنډ د کرښې سیمې له پیله په شخړه کی وې کله به د هند او کله به د افغانستان په برخه وې نو د دی لپاره کله چی بریتانوي حکومت د دې کرښې غوښتنه وکړه نو امیر په آسانۍ ومنله، خو یو شمېر شواهد او تاریخ دا جوتوي چی بریتانوي هند دا کرښه ډیر په چل او د فشار او ګواښونو په کولو په امیر منلې .
ډیرۍ داسې دلیلونه شته چی مونږ غواړو د ډیورنډ کرښه بیرته راوګرځول شی. دا کرښه د هند بریتانوي حکومت د شوروي د یرغل له وېرې په افغانانو و تپله .
او بل دا چی هوکړه لیک کی ځانګړې نېټه نه ده ټاکل شوې او اوس نه هغه شوروي اتحاد پاتې نو دا په دی ټینګار کوظ چی دا هوکړه لیک موقتي وو نه تل پاتی.د دی کرښی له هوکړی وروسته به افغان حکومت ته یوه اندازه پیسې ورکول کیدې خو وروسته دا پیسې په افغان حکومت بندې شوې دا خپله په دی ټینګار کوي کله چی پیسې بندې شوې نو ښکاره ده چې هوکړه هم له منځه لاړه.
ددی شومې کرښې کابو ۱۲۴ کاله کیږي خو تر اوسه د لر او بر زړونه چا نه دی سره بیل کړي خو د دوی د خورولو او بېلوالي لپاره اوس هم بیلابیلی هڅې روانې دي .
کله چی څوک په خپل کور کې پردي شي نو ښکاره خبر ده چی هیڅ وخت به آرامه نه وي افغانان د پولې هاخوا بیلکل همداسې ژوند لري، زورول کیږی ،کورونه یی تلاشی کیږی،حتا تر دې چې لاری پرې بندیږي د دی لارو بندول ډیر تاوان بیا هم د پولې د هغه غاړی افغانانو ته اوښتې. د پښتنو وژنه د افراطیانو په نامه دا یوه بله لویه ستونزه ده چې بیلګه یی د مشعال په نامه د فعال ځوان وژنه وه داسی ډیرې نورې قضیی هم دي چی لا تر اوسه څوک نه دي په خبر یا ښکاره شوی نه دي.
پوښتنه دلته ده چې د پولې هغی غاړی پښتانه اوس هم ځانته پښتانه وایی نو ولی داکرښه له منځه نه وړي؟
د دې ستونزې د حل لپاره زمونږ چغی او نارې هیڅ ګټه نه لري دا غږ باید د پولې د هاخوا خلکو له لوری اوچتې شي ،خو هغوی چې کله بیا د افغانستان د خلکو فقیرۍ،بې وزلۍ او نا امنۍ ته ګوري نو د افغان نوم ته زړه نه ښه کوي .نو که هغوی غواړي چي ریښتیا د افغانانو په نامه یاد شي یا هم افغانان له زړه نه غواړي چی خپلې بیلې شوې برخې بیرته راوګرځوي نو باید اول خپل وطن له هرې خوا پوره او د یو بل په پیاوړي کولو کی یو موټی شو .د آباد او سوکاله افغانستان په هیله.
لیکونکې: ډیوه نادر