ولسمشر اشرف غنی او لوی کندهار

په دې وروستیو کي په لوی کندهار کي په یوې جوړي سوي ناستي کي یو شمیر هغه کسانو پر غني توندي نیوکي وکړي چي په تیرو ټاکنو کي د ولسمشر غني ټاکنیز کمپاینران وه، دا چي د دوی د توقع سره سم امتیازات ورنکړل سول، میز یې ټکاوه، ځینو خو د اخلاقي اصولو خلاف د انګریز د پخواني ډیوژن پالیسۍ مطابق د دراني او غلجي خبره وکړه، د امنیې قومندان د اداري او نظامي اصولو خلاف خپل ولسمشر او خپل اعلی سرقومندان سپک کړ هغه یې د سفارت یو ژباړن معرفي کړ، اوس نو ځیني خلک وايي چي ولسمشر غني په سیاسي مشارکت کي لوی کندهار هیر کړی، زه د یو هلمندۍ په توګه د عدالت پيرو یم او غواړم پر دې ادعا څه ولیکم، راسئ حساب وکړو، چي د کرزي کندهاري په اداره کي مو څو اداري او سیاسي مقامات د لوی کندهاره درلودل او اوس څو لرو، او بل خوا ته د کرزي په دوره کي د پنجشیر ولسوالۍ او بیا ولایت څومره مقامات درلودل او اوس څومره لري؟
۱ـ د اطلاعاتو او کلتور وزیر پوهاند باوری ارزګانی
۲ـ د اداره امور لوی رئيس داود نورزی، هلمندی
۳ـ د سیمیزو ارګانونو د خپلواک ریاست رئيس او د ښاروالیو معین پوپل کندهاری
۴ـ د لوړو زده کړو وزارت علمي معین بالاکرزی کندهاری
۵ـ د ټولګټو وزارت تخنیکي معین شیرزی کندهاری
۶ـ د نشي توکو په وړاندي د مبارزې معین جاوید احمد قایم، هلمندی
۷ـ د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ معین جنرال مسعود عزیزی کندهاری
۸ـ د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین حکمت کرزی کندهاری
۹ــ د کوچیانو د لوی ریاست معین، محمدخان (راکټي) زابلی
۱۰ـ د سرحدونو او قبائلو چارو وزارت معین، ننګیالۍ قلات وال، زابلۍ
۱۱ـ د سوداګرۍ او صنایعو وزارت صنعتي معین، ډاکټرعبدالباري، هلمندۍ
۱۲ــ د ملي امنیت شورا د سلاکار مرستیال، عبدالحکیم نورزی، ارزګانۍ
۱۳ـ په هند کي د افغانستان سفیر شیدا محمد ابدالی کندهاری
۱۴ــ په هایلنډ کي د افغانستان سفیر نورالحق علومی، کندهاری
۱۵ـ د اداري اصلاحاتو کمیسیون کمشنر بریالی هلمند، هلمندی
۱۶ـ د کندهار والی زلمی ویسا، کندهاری
۱۷ـ د بادغیس والي محمدانور اسحاقزی، هلمندی
۱۸ــ د زابل والي، بسم الله افغانمل، کندهارۍ
۱۹ـ د ولسمشرۍ په لس ګونو مشاور وزیران د لوی کندهار: مثلاً حاجی اغالالی، حاجی صالح محمد صفاري، حاجي اسدالله، بسم الله روحانی، داود ګلزار، حاجي قسیم ارزګانۍ
۲۰ــ د اجرائيه ریاست څلور مشاورین هلمندیان(ډاکټرفاروق، عصمت الله اسحاق زی، حبیب الله سلطانی، عبدالرزاق سنجر او دوه کندهاریان (جنرال عبدالخالق...).
۲۱ــ د اجرائیه رئیس د دفتر ریاست معاون ډاکټرعصمت، کندهارۍ
۲۲ــ د ولسمشر د ستراتيژیکو اړیکو ستر سلاکار شاه زمان میوندۍ، کندهارۍ
۲۳ــ د ولسمشرۍ د دفتر ریاست د عامه اړیکو معاون هارون چخانسوری، نیمروزی
۲۴ــ د جمهوري ریاست د شکایاتو دفتر رئيس، مشاور وزیر، د منازعاتو د حل کمیسیون غړی، اسدالله وفا کندهاری
۲۵ــ د پولیسو د ۳۰۳ سپین غر زون قومندان، جنرال اسدالله شیرزاد، هلمندۍ
۲۶ــ رئیسان خو مي نه دی لیکلی د بیلګي په توګه: د اطلاعاتو کلتور وزارت د پلان رئيس افغان صاحب زابلی، د سرحدونو او قبائیلو چارو وزارت د پلان رئيس اسد زابلی، د ښار جوړوني وزارت مشاور.... زابلی.....، د تامیناتو لوی رئيس عبدالرازق سالار، د هوايي چلند لوی رئيس، محبي
۲۷ــ د ولسمشر مرستیال ویاند، دواخان مینه پال، زابلی
د یادوني ده چي د ملي وحدت  حکومت په لومړۍ کابینه کي دوه کندهاریان وزیران وټاکل سول( د اطلاعاتو او کلتور وزیر عبدالباري جهاني او د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومو) خو وروسته یې استعفاء وکړل، که وزیرانو ته واک نه وي، نو هیڅ وزیر واک نه لري.
دا کسان خو زه پیژنم، ډير به لا زما څخه هیر وي.
28ـ لاهم اشرف غنی اراده لري چي ځیني وزیران له لوی کندهاره وټاکي اوس نو ووایه چي د کرزي په وخت کي د لوی کندهار د سیاسي واک ونډه ډیره وه که اوس، دا په داسي حال کي ده چي کرزي ته مو بابا وایه او اشرف غني ته مو په کندهار کی ښکنځل وکړل او دلته په مرکز کی کرزی ورته مخالف سیاسي جریانونه جوړوي.
موږ منو چي د اشرف غني په وخت کي زموږ د لوی کندهار امن سخته صدمه ولیدل خو دا کار د ولسمشر تر توان لوړ او د نړیوالي ټولني او منطقي پوري تړلي خبري دي، تاسو پوهیږئ چي د غني په وخت کي شمال د بې ساري تودې جګړې شاهد ؤ او دی، دا بیل بحث غواړي.
موږ لا هم په سیاسي مشارکت، اقتصادي توسعي او د امنیت په تامین کي لوی کندهار ته د مرکزي حکومت جدي توجه غواړو، خو انصاف او قناعت هم باید ولرو.