د مارغانووالګى(Bird flu )

د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې دښايست
  په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى .

د مارغانووالګى(Bird flu )
     لكه څرنګه چې ټولو ته معلومه ده په دې وروستيو كې د مارغانو والګى د تركيې او ورسره نېږدې پرتو نورو هېوادو ستونځه ګرځېدلې وه، د دې لپاره چې زموږ هېوادوال د نوموړې ناروغۍ په هكله معلومات ولري زه به په دغه ناروغۍ يو څه رڼا واچوم.
    دا ناروغۍ يو ډول حاده ويروسي ناروغۍ ده چې  ميكس  RNAويروس يې  منځ ته راولي،   ناروغ د ناروغۍ په وخت كې لوړه تبه، د سر خوږ، نفس تنګي او د معامول  رېزيش نور علايم لري. عموما دا ويروس د تنفسي سيستم (لوړې يا پاسينۍ برخې) په ناروغۍ اخته كوي .
      قدرمنو لوستونكو،  زما د نن ورځې  د ليكنې هدف لاندينو پوښتنه ته ځواب دى:
1.      ولې يې د ماغانو ناروغۍ بولي؟
2.      ولې  اپيديميا يا پنديميا منځ ته راولي؟
3.      ولې هغه ناروغان چې واكسين يې  كړى وو سږ كال بيا په ناروغۍ اخته كيږي؟
4.      ولې د دې ناروغۍ(ويرس) چې سږ كال خلك پرې اخته دي  په وړاندې تر اوسه واكسين نه دى جوړ شوى؟
5.      څه ډول ځان ترې وژغورو؟  (Prophylaxis)
لمړى- په عمومي ډول دا ويروس مارغان په رنځ اخته كوي او دا ويروس د مارغانو ويروس دى، خو زما په اند دلته يوه ((خو)) شته هغه دا په داسې حال كې چې د مارغانو ويروس د وخت د حلاتو او فكتورونو پر وړاندې موټيشن كوي او خپل مقاومت  د دوۍ پر وړاندې ډېروي چې په نتيجه كې يې يو ډول خاص خواص خپلوي (د دې خواصونتيجه -انسان هم په رنځ اخته كولاى شي) نو بيا د انسانانو ويروس يې نشي كولاى؟ يا په بله ژبه دا ښايي د انسانانو ويروس وي او انتيجن يې داسې بدلون كړى وي چې په نتيجه كې يې هم انسان په رنځ اخته كيږي اوهم مارغان .
دوهم- دا چې ولې د اپيديميا او پنديميا منځ ته را ولي علت يې په لانداې ډول دى:
۱- د دې ناروغۍ ويروس څو ډولونه لري (A,B,C) چې له دې جملې نه يې A او B يوه كورنۍ او C بله كورنۍ جوړوي او تر ټولو سخت خپريدونكى يې A  ويروس دى، لكه څرنګه چې په عمومي ډول ډېر وګړي  (A) ويروس په ناروغۍ اخته كوي موږ به يې دلته په  بشپړه توګه وڅېړو ، پاتې دې نه وي چې د اوسنۍ ناروغۍ(د مارغانو والګى)عامل هم A ويروس دى.
     د دې ويروس انتيجن د دوو برخو څخه جوړ شوى دى: H (هيمو اګلوتينوګين مخفف حرف دى) چې ويروس د حجرې سره  د اړيكو د ټينګولو دنده اجرا كوي او N(نيرومينيدازه) دي.
    د ناروغۍ ژر خپريدا او د اپيديميا د منځ ته راوړلو اصلي علت د ناروغۍ د پاسينيو دوو انتيجنو پر بدلون پورې اړه لري، دا بدلون په دوه ډوله دى:
۱- ډول ډول خارجي تاثيرات ويروس دې ته مجبوروي چې خپل جوړښت ته بدلون وركړي، په پيل كې د ويروس په داخل كې ډول ډول موټيشنونه منځ ته راځي چې په نتيجه كې يې يو څه نوي خواص خپلوي دا بدلون  د درېف (Dref)  په نامه ياديږي اودا  بدلون د يوه نه تر دريو كالونو په موده كې منځ ته راځي،  بايد يادونه وكړم چې د دريف محصول د انتيجن داخلي بدلون دى  .

په پورتني انځور كې معلوميږي چې د ويروس انتيجن په بشپړه توږه بدلون نه دى موندلى.
۲- شيفت (Shift)- دا هغه بدلون دى چې په نتيجه كې يې ويروس خپل انتيجني جوړښت په بشپړه توګه بدليږي او نوى ساختمان خپلوي. دا بدلون هر۱۰-۱۵ كالونو په موده كې منځ ته راځي.

په پورتني انځوركې د ويروس يوه انتجن بدلون موندلۍ دى.
او يا هم لكه په لاندې انځور كې  د دواړو (انتيجني) برخو بدلون .

دريم- په عمومي ډول ټول واكسينونه د ميكروب د هغه برخې (موادو) چې ناروغي منځ ته راولي سره يوډول ساختمان لري، خو واكسين د ميكروب په  پر تله  ناروغۍ منځ ته نه راولي او د وجود معافيت فعال او د واكسين پر وړاندې انتي باډۍ جوړيږي چې انسان د ناروغۍ نه سا تي. دلته بايد يادونه وكړم چې د ناروغۍ نه ساتل د انتي باډيو په مقدار پورې اړه لري له دې كبله كه چېرې يې مقدار كم شي د ناروغيدو امكان ډېريږي.
       دا چې د مارغانو ويروس واكسين شوي ناروغان بيا ولې په رنځ اخته كيږي علت يې د ويروس د انتيجن د جوړښت پر بدلون چې موږ پاس وڅېړل اړه لري .
څلورم- لكه څرنګه چې ټولو ته معلومه ده د مارغانو ناروغۍ انتيجني جوړښت د H5 N1 نه جوړ شوى دى. په داسې حال كې چې د ويروس انتيجني جوړښت معلوم دى نو بيا ولې واكسين نه جوړيږي؟ دلته پوښتنه پيدا كيږي، زما په اند واكسين جوړ شوى دى نو صرف هغه خلك چې پيسې لري او په لوړو دولتي چارو كې كار كوي  واكسين شوي دي .
پنځم- په داسې حال كې چې ويروس ورځ په ورځ تكثر كوي او خپريدا يې ډيريږي څه ډول ځان ترې وژغورو؟ يوازې يوه لاره پاتې كيږي- خپل معافيت قوي كړو، هغه دواګانې چې معافيت قوي كوي وخوړل شي.
دا وو لږ څه معلومات د مارغانو د ناوغۍ په هكله  هيله مند يم چې د پام وړ به مو ګرځېدلي وي. ناروغيږئ مه! روغ او ودان اوسئ!