
نحمده و نصلي علی رسوله الکریم ،
اعوذ با الله من شیطان رجیم
بسم الله الرحمن الرحیم
ربنا لا تزغ قلوبنا بعد اذ هدیتنا و حب لنا من لدونک رحمة ربنا انک روف الرحیم
ربنا و لا تجعل في قلوبنا غل الذین آمنو ربنا انک رؤف الرحیم
دا څو ورځې کیږي چې په نن ټکي آسیا ویب پاڼه کې د اسامه رح د زوی له قوله په پښتو ژباړل شوی یو یون لیک خپریږي او خپروونکو ېې تر خپریدا وړاندې ویل چې په دې یون لیک کې په حکمتیار د اسامه شکمنیدا ته اشاره شوې او ګواکي دا یون لیک به د اول لاس مجاهدینو له خوا د حکمتیار مرموزه څيره خلکو ته روښانه کړي ( متن)
د یون لیک په دوهم څپرکي کې د اسامه نوی زلمی زوی وايي چې حکمتیار یوه ورځ د اسامه پټنځي ته راغی او یو ساعت ېې هغه ته ډالۍ کړ خو آسامه ځکه قبول نه کړ چې په وینا ېې ((له موږ اوس خپل هر څه پاتې دي نو دا ډالۍ به څه کړو)) په داسې حال کې چې د حکمتیار له تګ وروسته اسامه شکمن شو چې په دې ډالۍ کې د ځای د کشف جي پي ایس يا د ردیابۍ کوم سیستم نه وي ځای پر ځای شوی .او خپل ځای ته ېې بدلون ورکړ
(متن)
په یون لیک کې دا هم لیکي چې حکمتیار به په سټلایټ خبرې کولې او اسامه هغه له دې کار منعه کاوه ځکه چې د ځای د کشف خطر موجود ؤ او بیا لیکي څو ورځې وروسته د حکمتیار استوګنځۍ هم د امریکايي الوتکو په بمبارۍ کې لوټه لوټه شو خو دا نه وايي چې حکمتیار څنګه بچ شو.
د یون لیک له لوستلو سړي ته دا انګیرنه پیدا کیږي چې دا یون لیک په زوره غواړي د حکمتیار څيره داغي کړي په داسې حال کې چې د دې یون لیک له لوستلو سره زما په اند د حکمتیار حقانیت خلکو ته ورپیژني .
زه چې دا کرښې لیکم خدای ج شاهد دی چې د حزب د یوه خواخوږي په توګه نه بلکې د یوه افغان مسلمان په توګه غواړم ریښتیا او د زړه خبرې مې ولیکم.
زما په اند په دې یون لیک کې خلکو ته دا په ډاګه کیږي چې حکمتیار په افغانستان کې په څومره سختو شرایطو کې د امریکا پر خلاف جهاد ته ملا تړلې وه او د اسامه د زوی په قول د ګنګونو او کټ ملو په ډکو غارونو کې ېې په لوږه او تنده کې څنګه شپې تیرولې . هغه تصویر چې ما له دې یون لیک په خپل ذهن کې واخیست د حکمتیار په استقلال، متانت او له اسلام او هیواد سره په مینه ېې نور هم ډاډه کړم.
په یون لیک کې هڅه شوې چې حکمتیار له امریکا سره په ارتباط کې کس معرفي شي په داسې حال کې چې هر د عقل څښتن په دې پوهیږي که حکمتیار له امریکا سره اړیکه لرلای، هغو ته د پنځو مسافرو عربانو تسلیومول کوم مشکل نه ؤ ، او بل دا چې د هغه کور بیا د امریکايي الوتکو له لوري نه په نښه کیده، هغه مهال مې په یاد دي چې امریکايي رسنیو ادعاء کړې وه چې حکمتیار په کونړ کې د امریکايي بې بيلوټه الوتکو په برید کې وژل شوی دی .
دا چې حکمتیار اسامه ته په غوسه کې وايي دلته امیر زه یم ، دا په ډاګه کوي چې حکمتیار داسې څيره نه ده چې د چا هر حکم ته له قید او شرط پرته غاړه کیږدي او د هغه فردي خپلواکي په ډاګه کوي چې دا ېې حق هم ؤ .
داسې بریښي چې د دواړو خواوو تر منځ به د فردي امنیت په اړه بحث شوی وي او اسامه به په آمرانه انداز هغه ته کومه سپارښتنه کړې وي خو حکمتیار به دا ورته په ډاګه کړې وي چې زه د دې سیمې اوسیدونکی یم او تر تاسو ماته د دې ځای ځانګړنې ډيرې مالومې دي .
ریښتیا مخکې به رسنیو او په فیس بوک کې فعالانو په حکمتیار دا تور لګاوه چې هغه د آي ایس آي په تورو ښیښه لرونکو موټرو کې په اسلام آباد کې چکر وهي خو اوس ابو ولید المصري وايي :
نه!
(( هغه د کونړ په ځنګولونو کې له خپلو مجاهدینو سره اوسیده.))
که له دې ټولو خبرو ورتیرو شو او په دې بحث وکړو چې ولې یو مسلمان او مجاهد را پاڅيږي اود بل مسلمان او مجاهد د سپکولو او بد نامولو هڅه کوي .
زما په اند کله چې په مبارزه کې د اسلام تر ګټو د ګوند او شخص ګټې مقدمې شي د مبارزې ملا ماتوي او سړی خپل خدای ،خپلو خلکو حتی دوښمنانو ته مختوری کوي .
نن که یو طالب د امریکا په بمبارد کې د یوه شهید شوي حزبي په شهادت خوښي وښيي او یا بلعکس یو حزبي د امریکایانو په لاس د یوه طالب په شهادت خوښي څرګنده کړي یا دا چې یو طالب یو حزبي یا داعشي یا د سلو نور اسلامي او جهادي ډلو په مجاهدینو پسې بد وايي دا په معنی نه ده چې خلکو ته به بد ویونکې ډله په حقه ښکاري بلکه خلک دا ګمان کوي چې په نورو تور لګول د سیاسي ګټو لپاره دي او نور دا مبارزه د خدای د رضاء د حصول لپاره نه بلکې د مادي او دنیوي امتیازاتو د تر لاسه کولو په موخه ده چې بې شکه عاملین به ېې د خدای او خلکو په وړاندې شر منده وي .
زه وایم د اسامه د زوی تر خبرو د اسامه د استاد خبرې مهمې دي ، ډاکتر عبد الله عزام د توبې سورې په تفسیر کې وايي د یو بل د تخریب په ځآی په یوه بل باور وکړئ ، له هغه د نورو ډلو په اړه پوښتنه کیږي او هغه ځواب ورکوي چې دې هرې ډلې د اسلام پر ضد د کفر د پرانیستل شویو سوریو یوه برخه بنده کړې تاسو د هغوی د تخریب په ځای د هغوی مرسته وکړئ .
د یوه بل تخریب د ځان تقویت نه بلکې د مبارزې په حقانیت د شکونو پیدا کول دي .
دا لیکنې د اسلام او تاسو ګډ دوښمن هم لولي او هغوی په دې سره له خوښۍ په جامو کې نه ځاییږي اود هغوی هغه آرمان پوره کیږي چې اسلام او مسلمانان یو پر بل وځپي .
نن مسلمانان د اشداء علي الکفار رحما بینهم په ځای رحماعلي الکفار اشداء بینهم ګرځيدلي .
هرې ډلې ته ځان مسلمان او نور ټول کافر او مرتد ښکاري خو نړۍ او خلک پوهیږي چې دلته د ګټو خبره مطرح ده نه د حقانیت .
حکمتیار تر اسامه او د هغه تر کورنۍ ډيرې زیاتې قربانۍ ورکړې او هغه مهال چې د اسامه زوی حتی پیدا شوی نه ؤ او پلار ېې هم یو عادي سوداګر ؤ حکمتیار د جهاد سختۍ او کړاوونه ګالل ،شهیدان ېې ورکول او د سیدال غوندې مرتدین ېې وژل.
دا به کوم عقل او منطق ومني چې د اسامه د زوی مشکوکې خبرې به د حکمتیار ۵۰ کلنه مبارزه تر پوښتنې لاندې راولي .
زه له تاسو پوښتم د خدای په شاهد ګرځولو سره ووائئ آيا تاسو هغه مهال چې حکمتیار او ګوند ېې د روسانو پر ضد د مبارزې د ملا تیر ګڼل کیده، هغه نه تخریباوه؟ بیا وروسته مو آیا د امریکا پر ضد د هغه او د هغه د ملګرو جهاد ته کوم وخت ښه ویلي؟
نن هم تاسو د ټلوالې ( هغه ټلوالې چې ستاسو له عقیدې پرته ستاسو د نوامیسو دوښمنان هم دي ) د لوړپوړو جنرالانو، استخباراتي چارواکو پخوانیو کمونستانو او د اسلام د واقعي دوښمنو په ځای په هر ځای کې د حزب اسلامي مجاهدین اوقوماندانان هغه هم د لمانځه پر مهال په شهادت رسوئ په داسې حال کې چې هغوی تر تاسو وړاندې دې سنګر ته راغلي وینې او قربانۍ ېې ورکړې لوږې تندې او تکلیفونه ېې تیر کړي تر څو په دې خاوره اسلام او اسلامي نظام ټينګ شي خو نن زموږ د همدې سنګر وروڼه خپل ازلي او ابدي دوښمنان پریږدي خو خپل وروڼه وژني .
یو وخت په یوه کلي کې دری وروڼه ؤؤ چې له ودونو کړلو وروسته ېې د مال په تقسیم یو له بل سره ورانه شوه ، په دې کې تر دې حده وړاندې لاړل چې یود بل وینې ېې وبهولې حتی د یوه زوی مړ شو دوه نور ېې جنازې ته ورنه غلل ، له دې وروسته ېې په یو بل حتی د یو بل په میرمنو پسې بد رد او تهموتونه ویل شروع کړل . هغوی خواران په دې نه پوهیدل چې د دوی شرم ، عزت ، پت، ناموس ، پيغور او غیرت یو دي . څو کاله وروسته ېې چې اړیکې یو څه ښې شوې تربرونو به ېې هغه خبرې په مخ ورموښلې چې هر یوه په خپلو وریندارو پسې کړې وې .
هغوی خپلې لمنې په خپله په خپل سر اړولې وې نو ځکه ېې د تربرو په وړاندې سرونه ټیټ ؤؤ.
نن حزب ،طالبان ، داعش ، او سل نورې اسلامي ډلې ټولې له همدې برخلیک سره مخ دي .
له شدت د دوښمن په وړاندې استفاده وکړئ د خپلو وروڼو پر ضد نه !
بوش د صلیبي جګړو د اعلان پر مهال آیا دا ژمنه ونه کړه چې زه به اسلامي ډلې یو پر بل له منځه وړم .
آیا زموږ افراط د خپل ورور په وړاندې هماغه د بوش د پلان عملي کول نه دي؟
ما مخکې هم ویلي هره اسلامي ډله په خپل ځای کې مؤثره ده چې نه باید تخریب شي بلکه هغوی باید احساس کړي چې الحمد الله په اسلامي نړۍ کې یواځې دوی نه دي بلکه لکونه خلک د دوی همفکره او هم نظره دي او د خدای د دین د اعلاء لپاره په مختلفو ډګرونو کې په هڅو بوخت دي .
پرون امریکایانو طالبان وژل ،نورو ورته خندل خو نن داعش د امریکا تر درنو بمونو لاندې ساه ورکوي او زموږ ځينې لنډ فکره سادګان ورته ناڅي .
زه نه وایم چې ټولې ډلې ملائکې دي خو که هر څوک دي نن د اسلام په نوم وژل کیږي .
موږ یو بل دوښمن ګڼو خو هغوی ته یو شان یو که زه مرم او که ته هغوی ته توپير نه کوي هغوی ته دا مهمه ده چې یو مسلمان مري ، هغوی تا هم ترهګر بولي ما هم او زموږ نور وروڼه هم .
خدایه موږ ته تر هر څه وړاندې سلیم عقل راکړې چې د وروڼو او دوښمنو توپير وکړئ شو .
و من الله توفیق.
عاجز خپلواک،استامبول، د جولای لسمه .