کاسا-۱۰۰۰

برېښنا، د عصري ژوندانه یو مهمه اړتیا ده. پرته له برېښنا څخه پرمختګ ځنډنی کیږي او غربت ادامه مومي.
کاسا-۱۰۰۰ د برېښنا د انتقال د طرحې نوم دی چې له قرغیزستان او تاجکستان څخه پاکستان ته د افغانستان له لارې انتقالیږي او د منځنۍ او جنوبي آسیا تر منځ د برېښنا د مارکیټ د مهمو زیربنائی پروژو څخه شمیر کیږي. دغه پروژه به د ۱۳۰۰ میګا واټه برېښنا د انتقال ظرفیت ولري.
د دغه پروژې قیمت شاوخوا یو میلیارد ډالره اټکل شوی چې نیمايي یی د نړیوال بانک له خوا ورکول کیږي.
په نړۍ کې یو له پیچلو ننګونو څخه هغو مېلیونه انسانانو ته د برېښنا رسول دي چې تر اوسه ورته لاسرسی نلري؛ پداسې حال کې چې طبیعي زیرمې هم باید وساتل شي. وروسته له یوې پیړی د برېښنا د عرضې، یو ساده حقیقت دا دي چې د برېښنا لويه اندازه ساتل کیدلی نشي او د تقاضا سره سم باید تولید شي. لویه اندازه تولید شوې برېښنا ضایع کیږي اما په کافي اندازه تولید شوی نده ځکه هر وخت د برېښنا د پریکون شاهدان یوو. له همدې کبله ښه مدیریت شوی برېښنایي سیسټمونه خورا مهم دي.
په منځنی آسیا کې د قرغیزستان جمهوریت او تاجکستان هغه دوه هیوادونه دي چې په اوړي کې اضافي برېښنا، او د پاکې برېښنا پریمانه زیرمې لکه اوبه او آبشارونه لري چې له غرونو څخه راټولیږي او په هر اوړي کې سیندونه ورباندې ډک وي. بلخوا په منځنۍ آسیا کې دغه دوه هیوادنو ته نږدې دوه نور هیوادونه چې افغانستان او پاکستان دي د برېښنايي انرژۍ له کمښت سره مخ دي او ورځ تر بلې ورته تقاضا زیاتیږي. دغه دوه هیوادونه د خپلو وګړو د برېښنا تقاضا په خاصه توګه په سوځیدونکي اوړي کې نشي پوره کولی، نو ځکه د برېښنا پرچاوی یوه عامه خبره ده او میلیونونه خلک پرته له برېښنا څخه ژوند کوي.
د برېښنا د انتقال دغه نوی سیستم چې کاسا-۱۰۰۰ (CASA-1000 or Central Asia-South Asia) نومیږې، وبه کولی شي چې د پاکې برېښنا په موثره استفاده کې له دغه څلورو هیوادونو سره مرسته وکړي. هغه هیوادونه چې اضافي برېښنا لري وبه کولی شي په اوړي کې خپله زیاته برخه د برېښنا انرژي په جنوبي آسیا کې وپلوري. کاسا-۱۰۰۰ پروژه به هغه هیوادنو ته چانس ورکړي چې برېښنا ته لاسرسی ښه کړي، مارکیټونه به پراخه کړي تر څو تجارت زیات شي، او وبه کولاي شي چې تل پاتې حل لارې د اوبو د زیرمو د مدیریت لپاره پیدا کړي.
د برېښنا د تولید ضروري زیربناوې او تاسیسات چې د کاسا-۱۰۰۰ لپاره ضروري ګڼل کیږي مخکې له مخکې شته، مکمل لینونه به برېښنا په لوړ ولتاژ د قرغیزستان او تاجکستان تر منځ د ۴۷۷ کیلومتره په اوږدوالي، او له تاجکستان څخه افغانستان او بیا پاکستان ته د ۷۵۰ کیلومتره په اوږدوالي انتقال کړي. د منځنی آسیا په هیوادونو کې کافي اضافي انرژي موجوده ده چې دغه لینونو ته برېښنا ورکړي پرته له دې چې د برېښنا د تولید نوی وسایل سیستم ته اضافه شي.
ددغه لین ۵۶۲ کیلومتره به د افغانستان له ۶۰۰ محلونو، ۲۳ ولسوالیو او ۶ ولایتونو څخه د افغانستان به شمال شرقو شمال او شرق کې تیریږې. په دغه پروژه کې د افغانستان برخه پانګونه ۴۰۴ میلیون ډالر اټکل شوی ده چې ۳۱۶.۵ میلیونه یی د نړیوال بانک د بلاعوضه کمکونو څخه تمویلیږې. افغانستان به په کال کې د ترانزیت ۴۰ الی ۴۵ میلیونه ډالر لاسته راوړي.
دغه پروژه د مشارکت یوه لویه نښه د دغه څلورو هیوادونو (افغانستان، پاکستان، تاجکستان او قرغیزستان) ترمنځ ده او د منځني او جنوبي آسیا تر منځ به نور اړخونه هم تقویه کړي.
اګر چې کاسا-۱۰۰۰ پروژه ډیره آرماني ښکاري، اما که د شمالي امریکا ۳۴۰۰۰۰ کیلومتره یا د اروپا ۲۳۰۰۰۰ کیلومتره برېښنائی شبکې ته وګورو دا پروژه کاملا حاصلیدونکی او د تطبیق وړ ده. د دولتونو تر منځ شورا جوړه شوی چې دغه آرمان په حقیقت بدل کړي چې په مشترکه کار کوي تر څو د پروژې د تطبیق او اجرأ لپاره تصمیمونه ونیسی، پالیسی ګانې او قوانین طرحه کړي او نور مربوطه ستندردونه وټاکي.
کاسا-۱۰۰۰ پروژه به د ۱۳۰۰ میګا واټه پاکې برېښنا د تجارت زمینه د مرکزي او جنوبي آسیا تر منځ برابره کړي، دغه پروژه په خپل ځان کې دغه لاندې فرعي پروژې لري:
- ۵۰۰ کیلو ولت د متناوب جریان لین له داتکا تر خجند پورې د ۴۷۷ کیلو متر اوږدوالي سره تر څو اضافي برېښنا د قرغیزستان له جمهوریت څخه تاجکستان ته انتقال کړي، چې د تاجکستان داخلي شبکه به یی تر سنګتوده پورې انتقالوي.
- ۲۲۰ کیلو ولټ د متناوب جریان لین ساده سرکیت سره د ۸۰ کیلو متره اوږدوالي سره په تاجکستان کې د نوریک او سنګتوده سب سټیشنو تر منځ
- ۱۳۰۰ میګا واټ متناوب - مستقیم جریان تبدیلوونکی سټیشن په سنګتوده کې
- ۷۵۰ کیلو متره HVDC (د مستقیم جریان لوړ ولتاژ لرونکی) لین له سنګتوده تر پیښاور پورې چې له سالنګ او کابل څخه به تیرږېږ
- د ۳۰۰ میګا واټ مستقیم – متناوب جریان تبیدلوونکی سټیشن کابل کې
- او ۱۳۰۰ میګا واټ مستقیم – متناوب جریان تبدیلونکی سټیشن په پیښاور کې
د مستقیم جریان د لوړ ولتاژ لین به ۱۱۷ کیلو متره اوږدوالی په تاجکستان کې، ۵۶۲ کیلومتره اوږدوالی په افغانستان کې او ۷۱ کیلومتره اوږدوالی به په پاکستان کې ولري.