د خورما ګټې

  بسم الله الرحمن الرحيم
د مينه هوسۍ ژباړه
كله ناكله له يو څيز سره د انسان ډېر سروكار او عادت معرفت پټوي،  كله د يو څيز اصل ته د انسان پاملرنه نه وي، پدې اند وي چې په هرڅه يې خبر دى، خو كله يې چې وڅېړي او ژور فكر پرې وكړي، خپلو نيمګړتياوو ته متوجه شي!
د پورتنۍ وينا تصديق زياتره پر خورما كيږي، هغه دا چې موږ يې اصل نه پيژنو ځكه چې موږ ډېر سروكار ورسره لرو او ګومان كووچې پرهرڅه يې پوهيږو!
كجوره د خورما د ونې ميوه ده تر پخېدو مخكې پر يو شمېر پړاوونو تېرېږي، چې ړومبي ته يې (الطلح)  يا Spadix  وايې، ورپسې د (الخلال)  پړاو ته رسي، بيا (البلح) يا Unripe   ناپخه بلل كېږي، وروسته د (البلح) پړاو ته ننوزي او له (الرطب) يا Wet  مرحلې وروسته د (التمر) د مرحلې په رسېدو سره پخه خورما بلل كيږي.
خورما او تاريخ
د فراعنه وو ( د مصر پخوانيو پاچاهانو) د قبرونو كيندنې څرګنده كړې ده چې خورما هغه وخت هم ډېر قدر درلود آن تردې چې دوى به د خپلو معابدو پر ديوالونو د خورما نقشونه اورسمونه كښل، او د خورما د ټولو ډولنو ستاينه به يې كوله،  او د قبطيانو  د رهبانو په زياتره خانقاوو كې د خورما په اړه زيات شمېر ليكنې راغلې دي چې د رهبانو او قساوسه وو په نزد يې مهم خواړه بللي دي.
خورما په قرآن او احاديثوكې
قرآن كريم د (النخل) او (النخيل  - د خورما ونې) لفظ  شل ځله ذكر كړى: د ياسين سورت ۳۴ ايت، د النحل سورت ۱۱ ايت، د الرعد سورت ۴ ايت، د مريم ۲۵-۲۶ ايتونه، قرآن كريم يې يادونه بابيزه نده كړې، بلكې پدې موخه يې يادونه كړې  چې خورما زياتې روغتيايي ګټې لري.
په سنتو او احاديثو كې هم د خروما ستاينه او يادونه شوې: نبي  صلى الله عليه وسلم فرمايلي: (كله چې يوله تاسې څخه روژه ماتوي، پرخورما يې د ماته كړي، كه نه وي د اوبو پوسيله د ماته كړي ځكه چې اوبه پاكوالى دى). بل ځاى يې داسې مهرباني كړې: ( هغه كور چې خورما پكې نه وي، غړي يې وږي دي).
د خورما ډولونه
د عربو پخوانيو اطباوو د خورما په هكله ويلي: خورما ډېر ډولونه لري چې تر پنځوسو انواعو اوړي، ترټولو بهتره خورما عراقي نرم زړې خورما ده چې مغز يې زيات وي، خوږه او پخه وي، كله چې وژوول شي لكه ژاولې داسې نرمه وي، او زياتره په وچو ګرمو هېوادونو كې پيدا كېږي چې زيات ريګ ولري لكه مدينه منوره، عراق، او د مصر شاوخوا.
د خورما تركيب او جوړښت
د خورما په جوړښت كې سكري ماده ډېر رول لري، چې تر ۷% پوې رسي، چې له دې جملې څخه د انګورو شكر، د ميوې شكر، او د قصب شكر دي، خورما لوى غذايي ارزښت لري، اګر چې ويټامين (ج) نلري، خو زيات شمېر مهم معادن لري لكه پوتاشيوم Potassium، كلسيم ،Magnesia، فسفور Phosphorus . خورما يو شمېر ويټامين هم لري لكه ويټامين A ، ويټامين B2 او پروټين هم لري.
د خورما غذايي ارزښت
يو متخصص ډاكتر وايي: )خورما- هغه سارايي ښه خواړه - د سارا ميشته خلكو غوره خواړه دي، چې دوى ته يې لازيات قوت، شرف، د قد او قامت اوږوالى، او د ناروغيو په وړاندې مقاومت وربښلى، ځكه چې خورما يو هكامله غداده، خورما لوى غذايي ارزښت لري، چې له غوښې څخه كم نه دى، د غوښې ځانګړتياوې خورما هم لري، او زيات خوراك يې زيان هم نلري او د ځينو ناروغيو درمل هم كېداى شي.
د بدن په روغتيا كې د خورما اثر
خورما يو لړ پروټين لري چې د انسان د جسم په جوړښت كې ونډه اخلي، خورما د جسم حجرې جوړوي او زړې حجرې تجديدوي، لكه څنګه چې په لوړه كچه سكريات هم لري، چې زياتره يې د انګورو شكر، د ميوې شكردي چې په چټكتيا سره نمايندګي كوي، ډېر هضم او پيچليو كيمياوي ګړنو ته اړتيا نلري لكه څنګه يې چې روغنيات او نشويات لري، نو پدې اساس خورما بهترينه غذا ده چې جسم ته طاقت  وركوي، چې د فعال جسد په حجرو كې يې وويشي.
خورما ځينې مهم معادن هم لري، چې د انسان په جسم كې پركيمياوي كړنو پورې اړه او اهميت لري، د بېلګې په توګه، فسفورPhosphorous، چې 100g خورما  400 ميليګرامه فسفور لري، پداسې حال كې چې هره بله ميوه ۱۰۰ګرامه له ۲۰ ميليګرامه زيات فسفور نلري، او فسفور د هډوكيو او غاښونو په تركيب كې مهم رول لري، او د انسان په دماغ كې د الحجيرات النبيلة  غذا ده چې د تناسل او تفكير حجرې دي.
لكه څنګه چې د كبانو په غوړو او كوچو كې ويټامين A  شته خورما يې هم په هماغه اندازه لري، او د سترګو د رطوبت او ليدو لپاره ګټور دي، بصري اعصاب قوي كوي، په نمو كې مرسته كوي، او سترګو ته وړتيا وركوي چې په شپه او ورځ كې يې ليد زيات شي ، او جلد وچوالي ته نه پرېږدي، په ځانګړې توګه هغو زيات عمره خلكو ته چې د سترګو له كم ليد او ناسم اورېدو څخه سرټكوي، خورما خورا ډېره ګټوره ده. خورما كوچنيو ماشومانو ته ډېره ګټوره ده په ځانګړې توګه ددوى د جسم او هډوكيو په جوړښت كې ځكه چې خورما زياته اندازه فسفور لري، چې د هډوكيو په طبيعي جوړښت او نمو كې ګټور دى.
خورما دهغو چا لپاره چې ډېر تشويش لري او همېش مشوش وي، ډېره ګټوره ده، تشويش له منځه وړي، او اطمنان او ارامي ور په برخه كوي.
او دهغو عصبي مزاج چې د ټايرايډ مرغړي يا Thyroid ټيټيدونكي له فعاليت څخه رامنځ ته كېږي، نو لدې كبله دا وصيت دى چې بايد هرغوصه ناك او عصب مزاجه ماشوم ته هرسهار يو څو خورما وركړاى شي، ترڅو يې ارام او خاموش كړي، بلكې هرلوستونكى بايد له سهاره يو څو كجورې له يو ګيلاس شيدو سره وخوري، ترڅو د ورځې په اوږدو كې يې فكر ښه فعاليت وكړي او خستګي يې رفع شي.
د خورما علاجي او وقايوي اثر
ابن قيم الجوزية وايي: (خورما له هغو زياتره تغذيوي ميوو څخه ده چې ګرم او رطوبت لرونكي جوهر لري، لمده خورما خوړل  د ګيډې چينجيان وژني ، ځكه چې له حرارت سره سره ترياقي قوت هم لري، كه لمدو خوړلو ته يې دوام وركړشي د چينجي ماده وچه، كمزورې، كمه او وژني.
ډاكتران وايي چې خورما د تشو متيازو د مجرى د اضطراب حالاتو ته ډېره ګټوره ده د متيازو مخه نيسي چې په خپل سر ونه وزي، او د هاضمې له جهاز سره مرسته كوي.
 داهم ويل كيږي چې مزمنه ټوخلې او د سينې دردونه غوڅوي او بلغم بيخي له منځه وړي كه لمده وخوړل شي زياتره د غذا او خوړو ځاى نيسي. او قوي وينه زياتوي او د ملا (ظهر) دردونه جوړوي، او ضعيفه ګوردې قوي كوي، او كه له شيدو سره پخه شي بلغمي تبه له منځه وړي، فكر او عقل ته پياوړتيا وركوي او له وريجو سره خوړل يې بدن قوي كوي، او كه يې زړى وسيځل شي د سترګو باڼه راشنه كوي، د سترګو ليد زياتوي او د سترګو تورو ته لانور توروالى هم وركوي.
په خورما روژه ماتولو كې نبوي حكمت
ابن قيم الجوزية فرمايي: ( او په خورما د نبي صلى الله عليه وسلم روژه ماتولو كې لوى حكمت او پټ راز دى، هغه دا چې روژه معده له خوړو څخه خالي ساتي، ينې ته هېڅ كوم څيز د روژې پرمهال نه ورځي، ترڅو يې د بدن غړيو ته واستوي، او خواږه څيز تر هرڅه په چټكتيا سره ينې ته ځي او خوښوي يې په ځانګړې توګه كه خورما وي، ډېره زر يې جذبوي ګټه ترې اخلي او قوت وربښي).
او دلته نبوي حكمت څرګنديږي چې كله پر خواږه څيز روژه پيل او ماته كړاى شي - په ځانګړې توګه پرخورما-، او بيا مسلمان لمانځه ته ولاړ شي، له لمانځه وروسته يې بيا ډېرې ډوډۍ خوړلو ته اشتيا نه كيږي، دومره غذا خوري څومره يې چې اړتيا وي، ددې ډول افطار ګټې په لاندې توګه بيانولى شو:1. معده د زياتو غوړو خوړو اشتيا نلري، وروسته لدې چې نيږدې اتلس ساعته ارامه او ويده وي، بلكې خپل كار په تدريجي شكل د نرمې خورما په هضم سره پيلوي، او بيا له نيم ساعت وروسته د خپلې اشتيا مناسبه خواړه خوري .
2. ړومبى سر پر خورما افطاركول د روژه نيوونكي لېوالتيا كموي، او په عجله خوراك او له نه ژوولو او نه خوند اخيستلو څخه ډډه كوي.
3. په خورما كې شكري (سكري) مواد د نيم ساعت په دوران كې هضميږي، وينه لانوره هم پرمستۍ راشي او د جسم خلاياوو ته نشاط او فعاليت وركوي د سرګردانۍ او ستړتيا احساس په چټكۍ سره له منځه وړي.