
په هېواد کې د پرلپسې جګړو له کبله، خلک له دولت څخه ورځ تربلې ناهیلي کېږي، فساد اوج ته رسېدلی او خلک د خپلو پرېکړو او ورځنیو مسایلو د فیصله کولو لپاره د هېواد په ولایتونو کې د طالبانو محکمو ته مراجعه کوي، یا د دولت ادارې په ولسوالیو کې فعالیت نه لري او یا پکې پراخ اداري فساد دی. له بل لوري ولسمشر اشرف غنی وایي، دوی له فساد سره په مبارزه و اصلاحاتو په برخو کې ښې او د پام وړ لاسته راوړنې لري.
د افغان حکومت په لاسته راوړنو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازی هم په پټو سترګو د تایید ټاپه لګوي.
ولسمشراوس مهال یادې څرګندونې په كابل كې د افغان حكومت او نړيوالو مرسته كوونكو هېوادونو د استازو ترمنځ د څارنې او انسجام د كمېټې په ګډه غونډه کې وکړې، ياده غونډه په بروكسل كې د افغان حكومت د ژمنو د ارزولو او حساب ورکونې لپاره جوړه شوې وه.
په دغه غونډه كې ولسمشر محمداشرف غني وويل، افغان حكومت په پوځي،عدلي او قضايي او قراردادونو په برخو كې پراخ اصلاحات رامنځته كړي او په وينا يې د دې ترڅنګ يې د سولې د ټينګښت، د كاري زمينو د رامنځته كولو، عدالت د پلي كولو، له فساد سره د مبارزې، قانون د حاكميت او داسې نورو برخو كې هم د پام وړ پرمختګونه كړي دي.
ولسمشر غني په ورته وخت كې په سوله هم ټينګار وكړ او زياته يې كړه چې د ملي يووالي حكومت سولې ته ژمن دى، خو په طالبانو يې هم غږ وكړ چې يا دې سوله وكړي او يا به د نړيوالې ټولنې له خوا د تروريستي ډلو په نوملړ كې شاملېږي.
خو کومه سوله آیا سوله داسې شونې ده چې چاته ووایې، راشه زما ټولې غوښتنې ومنه او ستا یوه غوښتنه هم نه منم؟
په سوله کې باید یو څه ترلاسه کړې او یوڅه مقابل لوري ته ورکړې، که خپلې ټولې غوښتنې په مقابل لوري منې نو لږ ترلږه اویا سلنه غوښتنې خو به د مقابل لوري هم منې.
خو د یو طرفه سولې غوښتل په اصل کې د سولې ردول دي او باید افغان حکومت د سولې په تګلاره او د سولې لپاره په خپل دریځ اوشرطونو له سره غور وکړي.
جمهوررئيس په ورته وخت كې د كابل خلكو ته ډاډ وركړ او زياته يې كړه چې د كابل امنيت يې په لومړيتوبونو كې دى خو نوموړي له كابليانو شپږ مياشتې وخت وغوښت ترڅو د كابل د امنيت د ټينګښت لپاره نوي تدابير عملي او د كابل امنيت ټينګ كړي.
په کابل کې خلک یوازې د دولت د وسله والو مخالفینو له بریدونو ویره نه لري، بلکې د دې ترڅنګ د غیرمسؤلو وسله والو له شتون، وسله والو غلاوو، سړي تښتونې، اداري فساد، زورواکو او د ځمکو له غاصبینو هم ترپوزې راغلي دي.
خو دا چې افغان حکومت ریښتیا وایي یا افغان ولس، دا تر لمرروښانه خبره ده او په دې اړه هر افغان وګړی قضاوت کولی شي، خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی، پرته له دې چې وضعیت ته وګوري او د خلکو اندېښنې واوري، د افغان چارواکو څرګندونې تايیدوي.
اصلاحات يوازې د حكومتي مشرانو شعار ګرځېدلى، په هېواد کې روانې جګړې، بیکارۍ، بېوزلۍ، اداري فساد، د حکومتي مشرانو ترمنځ اختلافونه، د ځمکو غصب، جنایي جرمونه، وژنې او داسې نورې ناخوالې اوج ته رسېدلې او خلک د همدې ناخوالو له کبله له حکومت څخه ورځ تربلې واټن پیدا کوي.
نور باید لوستونکي قضاوت وکړي چې د ملي یووالي حکومت په خپلو چارو کې ترکومه بریده بریالی دی.
فضل الهادي حمیدي