
لسيزې وشوې چې افغانستان زياتو ستونزو سره لاس اوګريوان دی، دلته د نړۍ سترځواکونه په يوه او بله پلمه راغلل، هېواد د سترو جګړو ډګر وګرځيد، هيوادوالو مو مهاجرتونه، مرګونه، ربړونې او سختې شپې او ورځې وګاللې، استعمارچيانو د خپلو اهدافو د لاسته راوړولو په خاطر يو څو بې ضمیره اشخاص په لاس کې ونيول او زيات امتيازات يي ورکړل، د اقليت په اکثريت غالب کولو هڅې پيل شوې، هغوی چې د ټانګې کرايه يې نه درلوده اوس په زري موټروکې ګرځي، کورونه يي نه درلود اوس د لويو کورونو او تجارتونو څښتنان دي. د مارشال، ملي قهرمان او رهبر لقبونه ورکړل شو، د هيواد مهمې چوکۍ ورته ورکړل شوې چې ځينې يي اوس هم په ميراثي شکل له پلاره ځوی ته پاتې دي.
د خپلو شخصي ګټو په خاطر د جګړې په دوام کې يې پوره ونډه واخيسته، د هېواد په شمال کې يې پښتانه په مختلفو تهمتونو لګولو سره سخت وځپل، شتمنۍ يي لوټ کړې، اوس غواړي چې په ټول هېواد خېټه واچوي.
د افغانستان د بربادولو او شخصي ګټو د لاسته راوړلو لپاره يي مختلف اتحادونه وکړل، په کابل کې يې د څو لنډه غرو په واسطه دومره مشکلات ايجاد کړل چې ځينې ميندو د سرک په سر زيږون وکړ، دوی د (ميم زرما ټوله زما د فرمول) نه په ګټه اخيستنې سره د هېڅ ډول وحشت څخه دريغ ونکړ، په بهرنيو هېواودونو کې د هېواد او ولسمشر د بدنامولو لپاره اعتراضي غونډې وکړې او حتی له نړيوالې ټولنې يي وغوښتل چې د افغانستان سره مرستې بندې کړي. د دې پرځای چې د هېواد په ابادولو او پرمختګ کې ونډه واخلي او خپله دنده ترسره کړي برعکس يې د هېواد د بربادولو لپاره مټې رانغښتې دي.
د افغانستان د ژغورنې په نوم ائتلاف هم د هغه سياست يوه لويه برخه ده چې اقليت په اکثريت غالب کړای شي.
ايا دغه ائتلاف د افغانستان د ژغورنې لپاره دی او که د بربادولو لپاره؟
ښکاره ده چې د دوی ټولې هڅې د لازياتو امتيازاتو د لاسته راوړلو او د بادارنو د خوشحالولو لپاره دي ځکه ترشا يې د داسې خلکو لاسونه دي چې نه غواړي افغانستان سوکاله او پرمختللی شي.
د حیرانتيا خبره دا ده چې دوی پخپله په دولت کې د لويو دندو لرونکي دي چې زيات امتيازات هم ورته ورکړل شوي دي، که دوی خپله دنده په مسئولانه شکل سره سرته ورسوي نو مطمئن يم چې شته ستونزې به ټولې حل شي، د دوی ائتلاف جوړول پخپل ځان ريشخند وهل دي، د امتيازاتو ورکول د دندې په ښه شکل سره سرته رسولو پورې اړه لري.
که حق ته نظر وکړو نو د دوی کړنې د دې وړ ندي چې په دومره لويه اندازه امتيازات دې ورکړل شي. په پرمختللې هيوادونو کې هم هېڅ لوړ پوړي چارواکي ته دومره امتيازات نه ورکول کيږي او بله دا چې د دوی غوښتنې داسې نه دي چې ملت ته ترې ګټه ورسيږي بلکې غوښتنې يي يواځې او يواځې پخپلو شخصي ګټو څرخي. دا څنګه کيدای شي چې هم د دولت لوړپوړي چارواکي دي اوهم اپوزيسيون جوړوي، له دندو دې استعفاء وکړي او يوه داسې تګلاره دې ملت ته وړاندې کړي چې ټولو ته د منلو وړ وي او د ازادو انتخاباتو له لارې دې خپل ځان د ارګ په چوکۍ کښينوي، نه دا چې ستونزې ايجاد کړي او ملت د ذهني نا ارامتيا سبب وګرځي.
دغه ائتلاف چې دوی کاوه په قرغه کې هم کولای شو، دې ته څه اړتيا وه چې له هېواده بهر په انقره کې سره راټول شي او د هېواد د بربادولو لپاره پلانونه جوړکړي، نو ښکاره شوه چې هلته دوی د خپلو بادارانو سره غوږونه وجنګول ترڅو د هغوی سپارښتنې په غور سره واوري او بيا يي په افغانستان کې عملي کړي.
زما په نظر د امتيازاتو ورکولو پرځای بايد له دوی سره د ټولو هغه جنايتونو، فسادونو او اختلاسونو حساب وشي کوم يې چې ترسره کړي دي، دندې يې وځنډول شي او صلاح الدين رباني چې سلب صلاحيت شوی بايد ژر تر ژره د بهرنيو چارو وزارت لپاره بل وړ شخص پارلمان ته د باور رايي لپاره معرفي شي او هغوی چې بې له اجازې خپلې دندې پريښې او بهر تللي هېواد ته راپرينښودل شي.
ليکنه: حميدالله (مومن)