غندنه خواخوږي تسلیت او د ارقامو وړاندې کول نور بس!!

ټول پوهیږو چې افغانستان کې د ۴۰ کلونو راهیسې تپل شوې جګړه دوام لري؛ دې خونړۍ جګړې تقریباً له موږ هر څه واخیستل موږ په ټولو برخو کې شا ته پاته یو.
د امنیت په ډګر کې چې خورا مهم سکتور دی، د دې سکتورد ناتوانۍ او ضعف له کبله مونږ هره ورځ په سلګونه بې ګناه افغانان له لاسه ورکوو.
د کابل د وزیرمحمد اکبر خان برید نه لومړی برید دی او نه هم وروستی، له دې څخه مخکې هم داسې ډېر بریدونه تر سره شوي اوبې ګناه افغانان یې وژلې او موږ ټول یې د غم په ټغر کښېنولي یو.
زموږ د هېواد هرعام وګړی، هر چارواکی اوهر شنونکی په دې ټینګار کوي چې باید په امنیتي سکتور کې بدلون راشي،
ولې څه ډول بدلون؟
هغه بدلون چې دا ۱۶ کاله یې موږ ازمایو؟
يوازې د اشخاصو په تغییر او تبدیل بدلون نه راځي او نه په امنیت کې ښه والی.
موږ باید سیستم، ستراتیژي، پالیسي، لیدلوری او کړنې بدلې کړو،
خپلو نظامي او دفاعي مانورونو، تخنیکونو اوتکتیکونو کې بدلون راوړو.
په افغانستان اونړۍ کې نننی جنګ خورا پرمختللی او پېچلی جنګ دی،
او زموږ اوسنی امنیتي او دفاعي سکتور په ۳۰ کاله پخواني زوړ او فرسوده سیستم او لارو چارو څرخیږي او چلیږي.
ــ ۳۰ کاله پخوانی سیستم، پخواني نظامي کدر او د تېرو ۱۶ کلونو دوران کې په شناخت او واسطو راغلي بې سواده، ناپوه او مفسد لوړپوړي اوټیټ پوړي چې په جلب و جذب کې یې یوازې کمیت ته کتل شوي نه کیفیت ته.
د یو عادي عسکر نه نیولې تر وزیرانو پورې اکثریت یې دنني عصري او پیشرفته نظامي او امنیتي علومو څخه په مطلقه توګه بې خبره دي دوی په خپلو دندو کې پاتې ندي راغلي بلکه د دوی دندې مالومې او جوتې ندي
زمونږ‌‌ اکثریت دامنیتي سکتور کارکوونکي نه پوهیږي چې ددوی اصلي وظیفې څه دي د وظیفو په سمه توګه اجرا کول خو لاپریږده . دا ځکه چې زمونږ نظامي امنیتي او دفاعي سکتور زوړ فرسوده د ننني عصر ګواښونو ته نه ځواب ویونکی دی زمونږ امنیتي او دفاعي سکتور باید له سره وکتل شي . امنیتي او دفاعي سکتور باید هغه کسانو ته وسپارل شي چې عصري او پیشرفته جنګ په ټولو برخو او جوانیبو پوه او خبر وي هغو کسانو ته وسپارل شی چې د امنیتي سکتور په ټولو ضعیفو او قوي نقو پوه او خبر وي .او زمونږ د ضعیفونقطو چې د ښمن هره ورځ ددې نقطو څخه په استفادې زمونږ وطن ویجاړوي زرترزره د قوت په نقطو بدلې کړي او هېڅ داسې درز پرې نږدي چې د هغې له لارې دښمن زمونږ منځ کی نفوذ وکړي او مونږ ته ځاني او مالي زیانونه واړوي .

د کابل د امنیت له پاره لاندیني بیړني او ژرتاثیره تدابیر او لارې چارې :
۱- زرتر زره دافغانستان ټولو احزابو تولڼو او حرکتونو په ګډون یوه سیاسي اجماع جوړه شي او ټول په یوې واحدې کړنلارې متفق شي، او ټول ملت یووالي اتحاد زغم او حوصلې ته و هڅول شي .
۲- زرتر زره دهېواد او د کابل په سطحه بېړنی حالت اعلان شي.
د کابل په ټولو سیمو کې کور په کور چاڼيز عملیات پیل شي،ټول مشکوک کسان او سازمانونه ونیول شي او تحقیقات پیل شي.
ټول هغه اشخاص، ډلې،ګروپونه ،سازمانونه او ټولنې چې د دولت او نظام خلاف کار کوي او یا دغسې پېښو سره په یوه ډول نه یوه ډول همغږي، مرسته اویا خواخوږي لري باید ونیول شي او پلټنې ځینې وشي.
د چاڼیزو عملیاتو په پایله کې ټول غیر قانوني توکي او وسلې ضبط شي او ټول جزیات ملت سره شریک شي.
۳ – د کابل په ټولو سیمو کې د کابل دروازو څخه نیولې د ښار مهمو څلور لارو ،سړکونو او کوڅو کې امنیتي کمرې ځای پر ځای او د یوې واحدې څارګرې ادارې له لارې د کابل ټولې سیمې د څار لاندې ونیول شي.تر څو د دښمن د تګ راتګ، نفوذ، استوګنې، اکمال او تجهیز لارې او ځایونه په ګوته او مخه یې ونیول شي.
۴ – د کابل په ټولو چک پوسټونو او پوستو کې لږترلږه یوکس چې په ټولو عصري پوځي او دفاعي او امنیتي علومو پوه وي وټاکل شي چې د پلو او سپرو په تلاشي پوه وي،په انساني ارواپوهنه یا روانشناسي پوه او د یوه مخرب او مشکوک شخص په پېژندنه کې خاص مهارت ولري.
۵ - د احضاراتو په دوران کې د کابل ټولو اوسېدونکو ته لارښوونه او سپارښتنه وشي چې له غیر ضروري تګ راتګ څخه ډډه وکړي او په خپلو کورونو کې پاتې شي.
د شپې له خوا دې قیود شب ګردي اعلان شي.او دا ټول دې د رسنیو له لاري اعلان او خلکو ته عامه پوهاوی ورکړل شي.
۶ – په بل قدم کې دې د پاکستان سفارت وتړل شي او له هغه هېواد سره هر اړخیزې اړیکې پرې شي.
۷ – د سولې پروسه په کافي اندازه دې شپاړسو کلونو کې و ازمویل شوه مونږ په پوره اندازه د سولې غږونه پورته کړه خو مطلوبه پایله یې نه درلوده، د حزب اسلامي راتګ سره هم د افغانستان په امنیت کې کوم مثبت بدلون نه لیدل کیږي.د ورور او خور جعلي خطاب کولو بې خونده ډرامه باید پای ته ورسول شي.
۸ – اوس نو په اصلي مانا د جنګ پروسه وازمویل شي ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د تعارضي موقف امر وورکړل شي ،مخربې او تروریستي کړۍ باید ونیول شي، ووژل شي او سرکوبه شي او همدا پروسه په ټول هېواد کې ورو ورو قدم په قدم پلې شي.
زما په اند د پورتنیو ټکو په پلي کولو سره به د کابل او ټول هېواد په امنیت کې ښه والی راشي.
د سوکاله پرمختللي او هوسا افغانستان په هیله.
تل دې وي افغانستان زنده باد افغانستان
افراسیاب حسامی