
هسې خو د اوسني حکومت ټول چارواکي د ولس په ځپلو کې له يو بل وړاندې دي، خو يو نيم په کې داسې دي، چې سرکرده باله شي، هغوی دومره وړاندې تللي، چې حکومت جوړوونکي او د لوبې اصلي لوبغاړي (امريکايان) يې د شطرنج د دانو په څېر له يوه ځايه پورته کوي او بل ځای کې يې ږدي. په همدغو چارواکو کې يو هم ګلاب منګل دی، چې څه موده وړاندې د ننګرهار د والي په توګه وټاکل شو. دا ښايي د ملي امنيت او د امريکايي لوري د هغه پلان يوه برخه وه، چې پر مټ يې غواړي ننګرهار کې د داعش خونخواره او بې رحمه ډله پياوړې او ولس وځپي.
د دولت او نړيوالو دغه پلان که هر څو دوی ته په ګټه ښکاري، خو قيمت يې ولس پرې کوي او ښه لوړ يې پرې کوي. ننګرهار او په ځانګړي ډول د شينوارو په څو ولسواليو کې د داعش ډلې فعاليتونه او پر وړاندې يې د حکومت تعامل سيمهييزو خلکو ته ښه معلوم دی، خو دا چې د رسنيو کارکوونکي له يوه او بل شي ډارېږي، قسم يې کړی که به حقيقت د بهر دنيا سترګو ته وباسي.
سړی اخر حيران شي، چې دا دولت په کوم جرات د دې دعوه کوي چې موږ د ولس خير غواړو؟ له دې هم ډېره هيښوونکې دا ده، چې دا ساده ولس ولې لږ په خپل ګرېوان کې نه ګوري، چې دولت ورسره څه کوي؟ بهرنيان خو هسې هم بهرنيان دي، بهرنيانو خو نعوذ بالله د ډېرو په ذهنونو کې د خدايۍ ځای نيولی چې څه کوي، پوښتنه ترې نه شي کېدی، اګر که خپل خدمتګار افغان پوځیان هم غلبېل کړي.
ملي اردو، افغان کمانډو، ملي پوليس او دې ته ورته اصطلاحات خو هغو وسله والو ته کارول کېږي، چې کاروونکي يې د حکومتولۍ دعوه لري، د نظام دعوه لري، د ترهګرۍ د ختمولو په پلمه يې يوه اوږده جګړه روانه کړې، چې پای يې نه ښکاري، قربانيان يې زموږ او ستاسو په وړاندې دي، سر مو نه پرې خوږوم.
خو يو څو وروستيو پېښو ته مو فکر را اړوم چې سوچ پرې په کار دی، سره له دې چې دا د خپل ډول لومړنۍ پېښې نه دي او پخوا په بې شمېره ځل داسې شوي دي.
د روژې د وروستۍ لسيزې له پيل راهيسې د ننګرهار ـچې والي يې د ښايسته نوم درلودونکی دا بدرنګ سړی، ګلاب منګل دی- په شینوارو کې په څلورو پېښو کې د امريکايي دوستانو! او افغان! ځواکونو له لوري له شلو ډېر ولسي وګړي په شهادت ورسېدل، چې له نيمو ډېر يې کوچنيان وو.
په لومړۍ پېښه کې غني خېلو کې په بم د امریکايانو د يوه ټانک له الوتو وروسته هغوی پر ولسي وګړو ډزې وکړې، چې د خښتو په بټۍ کې په مزدورۍ بوخت پلار او دوه زامن يې په شهادت ورسول.
په دوهمه پېښه کې چې له همدې څو ورځې وروسته وشوه، افغان! کماڼدو سرتېرو په تور لرګي سيمه کې ۶ کسه ملکيان ووژل، چې د ښوونځيو زدهکوونکي او غريبکار کسان وو. ورپسې پېښه د اختر په لومړۍ ورځ وشوه، چې امريکايانو اچين ولسوالۍ کې پر يوه کور بمبار کې ۱۱ تنه بې ګناه خلک شهيدان کړل، څلورمه پېښه بېګا تازه شوې او بيا هم کمانډو سرتېرو دوه بې ګناه کليوال په شهادت رسولي.
دا ټولې پېښې والي په ډېر مکر تېروي. په لومړۍ پېښه پسې يې د ولسوالۍ مخور کسان ولايت مقام ته ور وغوښتل او د ظاهري خواشينۍ تر څنګ يې وژل شوې کورنۍ سره د څو افغانيو مرسته اعلان کړه. خو په دویمه ورځ يې خپل سرتېري بيا د همدې ولسوالۍ د خلکو وژلو پسې واستول. ساده ولس بيا د والي ځای ته ورغی، والي اعلاميه په داسې هنر خپره کړه، چې لوستونکو ترې دا تاثر اخيست، چې اګر که ولسي خلک بې ګناه وژل شوي، خو بيا هم ګناه د دوی ده او د سرتېرو نه ده. په دې پېښه کې يې د بښنې تر څنګ دا هم وويل، چې سرتېري به په راتلونکې کې د ولسي خلکو ژوند ته پام کوي او بيا به دا ډول پېښې نه تکرارېږي، خو بېګا بيا همدې ـپرديو- ځواکونو دوه کسه بې ګناه ځوانان وژلي دي.
والي که دا کار د هر هدف له پاره کوي، خو نتيجه يې داسې ده:
وړاندې مو هم وويل، روانه جګړه کې بې شمېره داسې پېښې شوې دي. يوه وېډيو چې د انټرنټ پر مخ هم شته، يو وردګ بابا په کې پر ولس له شپنيو عملياتو وروسته د کمرې مخې ته وايي، چې «... مونږ پښتانه يو قسم په خدای دی، چې نر او ښځه به جهاد ته ملا تېړو، تر اوسه به يو طالب و، لاکن پس له دې نه ووړ، ماشوم، سیاسره، ځوانه زړه به ټول جهاد ته ملا تېړو...».
په يوه بله وېډيو کې چې د وروستيو کلونو ده، د کندز يو ځوان چې د کورنۍ ټول غړي يې په شپنيو عملياتو کې شهيدان شوي، وايي، چې هسې مو هم وژني، نو چې په دې ډول وژل کېږو ولې ورسره په مخامخ جګړه کې ونه وژل شو؟
زه په خپله ګڼ داسې کسان پېژنم چې جګړې ته مجبور شول، په زور ورټېل وهل شول، ژوند يې پرېښود، کسب کار يې پرېښود، خپل خپلوان يې پرېښودل، مکتب او مدرسه يې پرېښوده او ټوپک يې غاړې ته واچاوه، ځکه چې هيڅ په هيڅه ازار شول، په ناکړې ګناه مجرم او وځپل شول، بله لار ورپاتې نه شوه. انسان دی، طبيعت يې دا نه مني چې زياتی دې ورسره وشي او دی دې غبرګون ونه ښيي.
د شېرزادو ولسوالۍ يو تن چې زموږ بلدي دی، جنګ او جګړه يې پېژنده هم نه، خو چې پر کور يې د امريکايانو بمونه راوغورځېدل او د ژوند شريکه يې ترې واخيسته، له هغې ورځې وروسته يې ټوپک ته لاس کړی او لا هم په همدې لار روان دی. ګڼې نورې داسې پېښې زما په ذهن کې شته.
هر سړی چې عقل لري، په دې دې سوچ وکړي، چې ترهګر يا ترهګري څه معنا او دلته ترهګر څوک دی؟
چې زه پرې هيڅ غرض نه لرم، خو عسکر ګوته په ماشه د شپې په تپه تياره کې پر کور راخېژي، نه مې د ناموس پروا کوي او نه د کور د حرمت او له پاسه مې پرې وژني، له دې لوی ترهګر شته؟ د چا ړنده مينه دې موږ له حق ويلو ايسار نه کړي.
والي، عسکر، پوليس او ان پاچا دې خبر وي! د دې پاچا او دې ظالم نظام پلويان دې هم خبر وي! دا ولس «مسلمان» دی او اسلام هغه چا ته د جنګ اجازه ورکوي، چې خپلې دفاع ته اړ وي، اسلام مسلمان د مسلمان ورور بولي، چې غم او درد يې سره شريک دی او چې (سترګه يې په درد شي، ټول بدن ورسره ناارام وي او چې سر يې په درد شي، ټول بدن ورسره ناارام وي)، دا ظلمونه همداسې بې ځوابه نه پاتې کېږي، يوه ورځ به هم غبرګون ويني. ځکه د يوه په ځپلو بل دا سوچ کوي چې همداسې ما سره هم کېدی شي او که نن پر بل ده، سبا پر ما ده، نو چې خامخا راتلونکې ده، تياری ورته په کار دی.
بدرنګ سړی (ګلاب منګل) دې خپل خير د ولس په شر کې نه لټوي، دا ولس ان ستا پر هغه بادار صرفه نه کوي چې ته يې مخ ته لکه روزل شوی ... ځغلې... کوم اور چې ته پر دې ولس بلوې او تېزوې، ستا لمن به هم ونيسي او د هغو هم، چې تا چلوي.
د دولت ړانده پلويان دي يوازې دومره سوچ وکړي، چې که دا وژل شوي ستاسو د خپل کور وی، پلار مو وی، ورونه مو وی، تاسو ته تر ټولو ګران خلک وی، يا تاسو خپله وئ، څنګه به وه؟ پر ځان مو پېرزو ده؟ پر پلار او ورونو او خپل محبوبو وګړو مو پېرزو ده؟ فکر نه کوم.
دغسې هر سړی دی، د بل درد خپل درد وبولئ، که نه نو (چا چې د ظالم مرسته وکړه، الله به يې پر همغه مسلط کړي)، الله مو دې وساتي.