
څو ورځې مخکې مې د یوه دوست په کور یو ارام خو مغروره شخص ولیده. دی د جهاد په دوران کې د هلمند په یوه ولسوالۍ کې د روسانو پر ضد د جهاد قوماندان و. په خبرو خبرو کې یې راته یوه جالبه کیسه وکړه.
ده ویل چې دوه درې کاله مخکې نیمروز ته د یو مشر لیدنې ته تللی و. د دغه مشر حجرې ته ځایي امریکايي قوماندان د څه مشورې لپاره راغی، امریکايي له خپل ترجمانه پوښتلي و چې دا شخص څوک دی؟ قوماندان وایي چې دا په ما بده ولکیده او ترجمان ته مې وویل چې زما خبرې کټ مټ امریکايي ته ترجمه کړه: (زه د دې کور او ملک مالک یم. تاسو دا حق نه لرئ چې زما په کور کې داسې پوښتنه وکړئ چې زه څوک یم). امریکایي د ترجمان له لارې راته وویل چې زما مطلب کوم بل څه نه و، تاسو مې کله په نیمروز کې نه یاست لیدلي، یوازې ځان مې پوهاوه.)
قوماندان وایي چې ما ورته ځان معرفي کړ چې زه د هلمند د ٫٫٫ ولسوالۍ یم. امریکایي دستي زما نوم واخیسته او ویې ویل (ته فلانی یې؟ هلته مهم سړی هم دا ته یې. دغسې خبرې بل څوک نه شي کولی). قوماندان بیا ترجمان ته وویل چې خبرې یې له کمي زیاتي پرته پوره پوره امریکايي جنرال ته وژباړي:
(اوس چې دې وپيژندم یوه پوښتنه مې واضح راځواب کړه: ولې د پښتنو په ۱۸ ولایتونو د جګړې سور اور راښکته دی؟ پر دې سربیره که په نورو ولایتونو کې د پښتنو یوه ولسوالي ده، د هغې هم دغه حال دی او که د یوې ولسوالۍ په منځ کې یو کلی دی، هغه هم دغسې د اور په تبۍ بدل شوی دی؟).
امریکايي ورته ویلي وو: (لکه تا چې راته واضح خبره وکړه، زه هم درته واضح ځواب درکوم: دغه ولایتونه، ولسوالۍ او کلي ټوله ځکه په سره اور کې ولاړ دي چې همدا ستا خبره کوي او ځان د کور مالکان ګڼي.)
اوس ستاسو لوستونکو څه نظر دی؟ آیا امریکا ته د دې وخت نه دی رارسیدلی چې د کور له مالک څخه د کوربه توب د احساس د اخیستلو هڅه پریږدي؟
فکر کوم څه چې افغانان له امریکا سره کولی شي، یو ابرومن سیاسي شراکت به وي. تر دې پرته د افغانانو د غلامولو او له دوی څخه د کور د مالکیت د حس اخیستل ممکن نه ښکاري. که امریکا خپلې سرزوري ته دوام ورکوي، دا به نو د روسانو، انګریزانو او ترې مخکې نورو استعمارچیانو ناکام کوښښ وي.
خدایه امریکا ته عقل ورکړې، چې نه نور موږ تباه کړي او نه خپل مظلوم ځوانان او پیغلې!!!
د یو مظوم او بې دفاع کوچني ملت سره د نړۍ او تاریخ تر ټولو زورور زبرځواک جګړه تر شپاړسو کلونو بي نتیجې توب وروسته نو دغه زبرځواک ته نوره د شرم خبره ده!!!