![د امارت اسلامي امیر شیخ هیبت الله صاحب ته لیک](https://rohi.af/assets/uploads/old/noimage.jpg)
بسم الله الرحمن الرحیم
د امارت اسلامي محترم امیر شیخ هیبت الله اخنذاده صاحب
اسلام علیکم ورحمته الله وبرکاته
خدای دې وکړي چې زما دا لیک داسې وخت کې ستاسې درانه حضور ته درورسیږي چې د کامل صحت څښتن یاست.
محترم شیخ صاحب: د سنتي، روایتي، رواجي او دنیاوي اوصولو له مخې غواړم چې لومړۍ د خپل ځان د پیژندنې په هکله ستاسې د توجو او د تسلۍ د پاره یو څه ووایم.
نوم مې بلینډه بدرۍ ده مسلمانه، پښتنه او د پکتیا ځاځۍ یم، په هجرت کې پیدا او لویه شوم تراوسه مهاجره یم، قران حافظه او په یو مدرسه کې جینکو او ښځو ته د ترجمې او تفسیر تدریس کوم، خپله د نورستان په پتې ګل کلي کې د هاغه امریکايي یودم چاپې شاهده یم کومه چې ددو هلیکوپټرو په واسطه وشوه او د کلي مجاهدین له کلي په همدې سهار بل ځای ته غوښتل شوي وو یوڅو د ګوتو په شمار وروڼه چې پاتې وو نیم رانه وتښتیدل او نیمو زمونږ دفاع شروع کړه چې مونږ ټولې محاصره شوې ښځې هم د دوو ساعتونو پورې ښه په میړانه او مخامخ وجنګیدو چې دیارلس پتېګلې خویندې مو شهیدانې شوې او مونږ محاصره ماته او ترې ووتو، په همدې ورځ مخته راباندې بمبار وشو داسې بمبار چې شنو ولاړو نښترو اور واخیستو ماشومان رانه وسوځیدل د غوښو لوګي ېې اوس هم زما سترګو ته لکه هماغه شیبه ولاړ دي،،،، د ډیرو ترخو او سختو حالاتو شاهده یم،، شاید داسې چاپه او محاطره کې ستاسې لور خور نه وي ګیره شوي،،، بیا ېې داسې جنګ نه وي کړی،،،، داسې سختې او کړاونه ېې نه وي لیدلي،،،
ما د اسلام په ننګ په سلګونو نظمونه او غزلونه لیکلي،،، شاید ستاسې کومې لور خور داسې شعرونه هم تراوسه نه وي لیکلي،،،،،
شیخ صاحب: لکه څنګه چې تاسې ښه پوهیږئ زمونږ دین له لمر نه روښان دی هر احکام ېې پلوشې وهي، الله ج مونږ ته په قران کې هرڅه بیان کړی دي او رسول الله ص ېې تشریح اوتفسیر کړي او اصحابانو دا ټول بیا په خپلو زندګیو کې مونږ ته عملي طور سره هر ایت او حدیث ښودلی دی، دا دین دا قران دا احادیث ټول نن د مسلمانانو هر کور ته سره د مانا او تفصیل رسیدلي دي اوس شاید هغه دیرش کاله یا پنځوس کاله مخکې حالات نه دي، نه خو هاغه بې سیواده خلک دي نه هغه د ډیوو وخت دی، نه هم اوس افغانان هاغسې ددین له احکامو یا د قران او احادیثو له ترجمې څخه ناخبر دي،،
محترم شیخ صاحب: اوس به شاید هغه وخت نه وي د کلي خان یا ملک به څه ووې نو ټول کلي به منل یا به چې ملا د ممبر پر سر څه ووې نو عوامو به په پټو سترګو منل، د ملا هره خبره ورته د خدای خبره ښکاریده، د خان هر امر ېې په ځان واجب شان ګڼلو، اوس نو د خان او یا ملا خوښه وه چې معاشره ېې کوم لور ته مخ کوله، ښه ته که بد ته د خپلې ګټې دپاره یا نور، عوامو به هم په خان، ملک یا د ملا او یا ېې خبره کې ېې هيڅ شک یا لټون نه کاوه داسې حالات هم و چې څو کاله ویل کیږي چې د پل خیشتي جومات کې یو انګریز امام و،، همدې وجې نه خو که مونږ خپل یو شپیته کاله د مخه تاریخ او حالاتو ته وګورو نو داسې کوم جید عالم یا شیخ الحدیث یا شیخ القران په اسانه نشو موندلای ، او نه هم داسې کوم خان چې خپل ولس ته ېې ګټه کړي وي دوی همیش ولس د خپل ځان د ګټې په خاطر استعمال کړی و، خو اوس خلک هاغه نه دي اوس وخت هغه نه دی، اوس شکر ددین او اسلام احکامات هر لوستي او نالوستي ته معلوم دي خلک اوس حتی د حدیث صیح والی غواړي د کتاب نوم د حدیث نمبر غواړي بغیر د حوالې حدیث نه مني،،، اوس د هیواد خلک په هر څه کې پوهه یا لټون لري، له فاکلتو فارغ دي عصري او دیني علومونو کې لوی لوی خلک دي، د انټرنیټ زمانه ده د فیسبوک وخت دی، روڼ وخت دی د نن خبره ان تر ماښامه له خاص او عامه نشي پټیدای.
شیخ صاحب: تاسې د روس د وخت او ناورین شاهیدان او بیا د نجیب دور هم، د تنظیمو د جنګونه او هم بیا د امارت جنګ د تنظیمونو سره دا ټول ستاسې ترمخ تیر او شاهدان یاست او اوس دا یونیمه لسیزه د امریکا او ناټو سره د جنګ هم،
جهاد فرض دی، د خدای او د رسول امر دی، قران ترې ډک دی، د اصحابانو د ژوند لوی طرز، تاسې ته ښه معلومه ده چې په ټولو عباداتو کې د ټولو نه لوی عبادت جهاد دی، د یو حدیث له مخې د مجاهد یوه شپه د عابد او زاهد د زر شپو له عبادت سره سمه ده، خو داسې نه ده چې ددې عظیم عبادت به خدای او رسول اوصول او شرطونه نه وي ښودلي یا به ېې راباندې تاکید کړي نه وي ، دا چې ابلیس د واړه نه واړه ثواب د خرابولو پوره کوښښ کې وي ایا ددې دومره لوی عبادت کې د خلل او د عمل د باطلولو کوښښ کې به نه وي ؟ ځکه خو یو حدیث کې راځي چې زما د امت نه به په جهنم کې درې طبقه خلک زیات وي چې هغه علما، شهیدان او سخیان دي،،، ایا دا لوی عمل او عظیم عبادت به دومره اسان سړی موندلای شي ؟ ایا دا به یو دړی ایمان نه غواړي؟ او ساتل به ېې د سوي لاس په شان نه وي؟
محترم شیخ صاحب: د روس له یرغل نه تراوسه افغانانو دومره مړي، شهیدان،زخمیان، یتیمان، کونډې او بورې ولیدې چې بل هیڅ هیواد به نه وي لیدلي. خو بیا ېې هم تر اوسه د جهاد هغه ثمره چې خدای راته قران کې فرمایلې افغانانو ته ولې په برخه نه شوه ؟ ځه که ددوی عمل د ورو وژنې له وجې باطل شوی وي دا اوس یوه نیمه لسیزه ولې د قران هغه ایاتونه څخه مونږ نه برخمن کیږو ها چې الله ج بار بار د نصرت فرمایلي، د فتح ېې راته زیري راکړي دي، دوی به ډیر وي تاسې به لږ یاست خو تاسې به بریالي یاست،،،، دوی به مغلوب وي تاسې به غالب یاست،،،،، ددوی زړونو کې به ویره وي تاسې به ډاډه یاست،،،، د ستاسې زړونه به ددوي په مړکولو یخ کړو، ایا دا یوه نیمه لسیزه ډیرو معرکو کې کفار لږ او مجاهدین به ډیر نه وو؟ دوه ټانکه کفار چې ټول ناست به پکې ۲۰ کسه نه وو خو مجاهدین به همیش پنځوس شپیته کسه وو بیا به هم ډیرو جنګونو کې کفار روغ رمټ ووتل او مجاهدینو کې به ېې یو درجن شهیدان کړل، همدا تر نن که د ناټو او امریکایانو مړي او زخمیان شمار کړو نو تر اوه زرو پوري به وي خو زمونږ شهیدان به څو لاکه وي ؟ زخمیان، معیوبین بندیان به زمونږ څومره وي ؟ کلي به مو څومره وران وي ؟ ولې د خدای هغه نصرت نه راځي ؟ ها وعدې ولې مونږ سره نه پوره کیږي ؟ ایا د مشرانو نیتونو او ارادو کې خو به فرق نه وي ؟
ایمان مو دی چې د خدای کتاب کې د سره زره بره شک نیشته خو دا چې مونږ پنځلس کاله مغلوب پټ په ډار کې، بندیان، زخمیان او لا مو یو ولایت پوره لاس کې نیشته دا زمونږ په جهاد کې فرق دی یا خو زمونږ نیتونه خاص او خالص نه دي شاید مونږ د جهاد اصول او شرطونه نه عملي کوو، تاسې ته به یاد وي د اصحابانو د مسواک د نه وهلو په وجه فتحه نه کیده حالانکې د حضرت عمر رض په شان یوه لویه هستي ېې خلیفه و او ددې لښکر لښکریان اصحابان وو او د لښکر امیر د محمد ص د ترور زوی او عشره مبشره نه و سعد بن ابي وقاص رض په شان لوی اصحابي و،،،،، او مسواک وهل یو سنت عمل دی خو بیا ېې هم چې ددې وجې فتحه خدای نه ورکوله نو د فرایضو د نه کولو د ناحقې وینې تویولو په زور په عامو مسلمانانو د امر منلو، په خپل عبادت باندې غره کیدلو د خلکو زورولو په خلکو باندې ډار اچولو، په خلکو د کافر منافق ټاپه لګولو د خپلو ملګرو د شهیدانولو د دیت نه ورکولو د مسلمان وینه مباح ګنلو او ډیر نور ایا همدا ډیر ځینې لاملونه چې د مجاهدینو په صفونو کې ېې منافقان کوي نو پدې خو به د فتحې دروازې زمونږ پر مخ بندې نه وي ؟
شیخ صاحب: دا جهاد ځوانانو وکړ، وینې د نوعمره ځوانانو ډیرې وینې توې شوې حتی فدایۍ ېې هم وکړې ځانونه ېې د اسلام په ننګ ټوټه ټوټه کړل ډیر بندیان دي هر رنګ تکلیف او ظلم ېې په ځان تیر کړ، شاید ستاسې کوم زوی به تراوسه فدايي نه وي کړي او نه خو به هم ورته اجازت ورکړئ چې واسکټ دې واغوندي،،، دې ځوانانو ګلالیو قاریانو امیانو ملایانو وینې او ځوانۍ د چا د اقتیدار دپاره نه دي توې دا یواځې له وطن نه د یرغلګرو شړل په هیواد کې د اسلامي نظام راوستلو دپاره،،، او د امارت ناره هم همدا ده آیا دا ناره خو به خدای نخواسته کلیمته الحق و ارادته الباطل نه وي؟ دا وینې ېې ولې رنګ نه رواړي ؟
محترم شیخ صاحب: قران کې جهاد خدای اوصولو سره رالیږلی ظرزونه، کړنه، نقشه او تحفظات او تحریمات ېې محمد ص راته پوره پوره بیان کړي دي خو جهاد کې حکمت ېې د مسلمانانو په حواله کړی، او حکمت د جهاد په دور او حالاتو کې بیخي ضرور او مهم دی، ډیر ځله ګورو چې مسلمانانو جنګونه، ملکونه په زور نه په حکمت ګټلي دي، همدا ننی افغانستان باندې هغه وخت د اسلام لښکر راغی وجنګیدو خو چې وېې لیدل په زور تاوان زیات دی افغانان سخت دي نو د هنر او حکمت څخه ېې کار واخیستو ټول افغانستان ېې هم مسلمان کړ هم ېې فتح کړ. په ډیر کم لښکر به ېې په څو جنده لښکرونه مات کړل،
هر عاقل امیر حالاتو ته په کتو سره د زور یا حکمت نه کار اخستی، خالد بن ولید رض چې د اسلام د ټولو نه لوی او مشهور فاتح دی او دا چې هر جنګ کې ېې شهیدان کم او مقابل لوری به درې چنده و یوه وجه ېې دا هم وه چې هغه لوی حکمتي ؤ همداسې صلاح الدین ایوبي د زور ځای کې زور د حکمت ځای کې حکمت، کوم ځای کې به چې پوهیدو چې دا جنګ په زور نشم ګټلی یا مې ګټه تاواني ده خلک مې ډیر شهیدان کیږي نو د حکمت نه به ېې کار اخیستو، تاسې ته به د عمر رض هغه وینا چې خالد بن ولید رض ته ېې په تونده لهجه وویل چې ته زر کافران مړه کړي خو یو مسلمان درنه ووژل شي زه به درنه پوښتنه وکړم، ایا زمونږ د نه فتحې یو عامل به دا نه وي چې د یو دوو کافرو د مړ کولو سره سره له مجاهدینو په لسګونه عام مسلمانان هم وژل کیږي ؟ زه همدې فکر کې همیش یم چې دا قران کې څه لولم او د خپل هیواد په جهاد کې څه ګورم، اورم او مومم...
محترم شیخ صاحب: قران کې خدای پاک راته لکه څنګه چې د جهاد امر کړی همداسې ېې راته دا هم ویلي چې ورسره وجنګیږئ خو که دوښمن مو سوله کوله نو تاسې هم ورسره سوله وکړئ او بیشکه خدای تجاوز کونکي نه خوښوي،،، خدای پاک نبي ص ته د کافر دوښمن څخه وايي چې که هغه سوله درسره کوله نو سوله وکړه،، زه دا څو کاله د حکومت نارې اورم چې هغه تاسې ته د سولې نارې وهي بار بار ېې وهي،، منتونه درته کوي، ټولو دنیا والو په مخ کې ېې کوي په زغرده ېې وايي خو تاسې لا جنګ ته زور هم ورکړی لا بریدونه زیات کړئ،، که د امارت اسلامي مرام په وطن کې امن، د اسلامي نظام راوستل او دا د افغانانو د وینو تویول په ریښتیا بندول وي او همدا ېې ریښتونی مرام وي نو بیا ولې ورسره سوله نه کوئ ؟ سوله خو تسلیمي نه ده،، سوله او تعهد کې د دواړو لوریو له خوا شرطونه وي، که د حدیبې د سولې شرطونه همدا نن ستا یو ادنا لښکري ته مخ ته کیدې ایا وبه ېې مني ؟؟؟ چې نبي ص باوجود د داسې عجیبو شرطونو سربیره سولې ته غاړه کیښوده حتی چې تر عمر رض پورې اصحابان پرې راضي نه وو نو تاسې ولې ؟ ولې ورته خپل د سولې شرطونه نه وړاندې کوئ ؟؟؟ حکومت خو درباندې د حدیبې په رنګ شرطونه هم نه دي ایښي،،، که تاسې وایاست چې نه امریکایانو سره سوله که لاسلیک شي بیا باور لرو، امریکایان خو سوله کله هم نه کوي هغوي خو د مسلمان د وژلو د اسلامي ملکونو د نیولو په نیت راوتلي دي، هیڅ د عقل خاوند به ېې ونه مني چې امریکا به درسره بې د خپلو درنو شرطونو سوله وکړي، یو به پکې همدا وي چې مونږ به په افغانستان کې لکه سعودي قطر او نور ملکونو په رنګ یو دوه بیسه لرو، که تاسې وایاست چې امریکا به په زور شړو خو اول خو دا شوني نه ده، ځه وبه منم امریکایان مو وشړل یا خپله ووتل ایا ستاسې جنګ به بیا حکومت سره نه وي ؟؟ بیا به دا بهانه نه وي چې تاسې خو امریکایانو جوړ یاست په دې بهانه به بیا وینې نه تویږي ؟؟ حزب چې تاسې ېې خپل ازلي دوښمن بولئ ایا حزب سره به جنګ نه وي ؟ شمالي ټلواله چې تاسې نه ېې تیر دور کې ډیر لښکریان وژلي ایا هغوی سره به بیا جنګ نه وي ؟؟ د لیلي دښته به بیا په وینو سره نه شي ؟ ،،، ووايي چې دا به نور څومره د ټولو خواوو افغان وخوري،؟ ووايي چې څومره وینې به توې شي؟ فکر وکړئ چې څومره میندې به بورې شي ؟ لږ ېې تصویر کړئ چې څومره خویندې به کونډې شي ؟ او ایا اخیر کې به بیا همدا امریکا یا روس یا بل ملک یرغل رانه وړي په هره بهانه چې وي ؟ ایا بیا به د تیر ځل په شان دا دومره هلې ځلې تاوانونه قربانۍ مړي به ټول په ضرب د یوې میاشت کې هیڅ نه شي ؟ چې په اول خط بمبار شروع شي او شاته ښارونه ېې بغیر د کوم جنګ سکوت وکړي تاسې به یاد وي تیر ځل څو لاکه طالبان داسې یو دم غیب شول چې بیا دومره څوک نه وو چې شاړو( د حضرت علي ډلې) عربې ښځې له کمڅیو نیولې کش کولې چې ها میلمنې تورسرې ېې ترې خلاصې کړې وای حتې چې ځینو ترې ځانونه د ماشومانو سره سیند ته ګذار کړل، دومره بیا څوک نه وو چې توره بوره کې د محصورو عربانو شهیدان ښخ کړي ایا داسې حالات به بیا رانشي ؟؟؟
یا شیخ صاحب: پیڅه درته نیسم د افغانانو په حال رحم وکړه،، هم د خپلو لښکریانو په وینو او ځوانیو هم د مخالفو مسلمانانو افغانانو، مه کوه پیڅه درته نیسم منت درته کوم د خدای او د رسول روی دروړم چې بس دی ډیرې وینې توې شوې دواړه خوا افغانان مري،،، دواړه خوا مسلمانه مور بوره کیږي دواړه خواوې مسلمانان بچي یتیمان کیږي،، امریکایانو رانه ځانونه بیسونو ته دننه محفوظ کړل افغانان ېې رامحته کړي دي، مه کوه بس دی رحم پرې وکړه دا ناورین په لوی حکمت سره پای ته ورسوه، د اردغان په شان له حکمت نه کار واخله هغه څنګه بلکل په کفر کې منحل شوې ترکیه بغیر د وینو تویولو دادې واپس د اسلام په لور روانه کړې لس کاله پس به انشاالله چې مکمل اسلامي نظام وي او د نورو اسلامي ملکونو د سر سیوری،،، ته هم همداسې خیر دی یو ځل له حکمت نه کار واخله خیر دی لښکریان دې له سنګره مه راکوزوه راشه د سولې خبرې پیل کړه ، خپل شرطونه ورته وړاندې کړه هیوادوالو او دنیا والو ته وښایه چې تاسې سولې ته لیوال یاست خپل شرطونه د ټولې دنیا په مخ کې وړاندې کړه، که حکومت دروغجن وختو حد اقل ستا نیت دعوه اراده او صدق او ددوی درغوجنه ناره خو به هر هیوادوال ته معلومه شي،، ته خو یوځل خپله مخامخ یواځې خپلو افغانانو سره کینه،،،،، او دا تورنه، دروغ یا حقیقتونه چې د امارت په اړه ېې هر هیوادوال او دنیا وال لري، دا خو به دې له سره لرې شي،، هیوادوال به پوی شي پرتا چې یا شکمن دي یا چا شکمن کړي دي ورته خو به روښانه شي چې ته په حقه ېې ته سوله غواړې ته ریښتیا د وطن او د خلکو د امن د پاره راوتلی ېې تاسې په ریښتیا د اسلامي نظام غوښتونکي د وطن ابادونکي یاست، والله دا لښکر به دې یو په درې چنده کیږي ټول افغانان به درسره اودریږي، راشه دا د امریکایانو بهانه په حکمت ختمه کړه چې حکومتیان، حزبیان، امارتیان او عوام په یو غږ امریکا ته ووايي چې بس وځه هیڅ عاقل به دا ونه وايي چې دوی به ونه وځي، دنیا وال هم ورته وايي چې وځه، د جنګ د شر بهانه چې ورته ختمه وي،،، وطن به ارام شي له حکومته به هم ټول دا شر خوښونکي د وطن پلورنکي دا چې په هر وزارت یا عهده کې ناست دي دا به هم بې واکه شي، خپلو مینځو کې به لکه وروڼه سره کینۍ خپل اسلامي نظام به راولئ د وینو تویدل به بند شي، دا په پردي وطنونو کې خواروزار مهاجر به واپس شي،،،، مه پریده دې وطن نه سوریه جوړیږي، مه کوه نه بیلیدونکی نه خیمیدونکی جنګ به مسلط شي، بیا به نه امریکایان وي نه ناټو، یواځې افغانان به مري، تیر تاریخ او تجربې مه پریده چې بیا تکرار شي،،، مه کوه پیڅه درته نیسم والله باالله ثم تاالله چې داسې وخت به راشي چې د ملا،قاري او مجاهد نه به د هر خاص او عام زړه تور او نفرت به وي،، مه پریده چې داسې وخت هم ووینو مه کوه کافران همدې ته لګیا دي چې د مسلمان په زړه کې د جهاد، مجاهد او شهید نه نفرت پیدا کړي،، ددې دپاره ېې هرې جهادي ډلې کې خپل ګومارل شوي او تربیه کړي خلک ننوستي دي چې په خبرو کې زهر شیندي، د صبا دپاره ورو وژنې ته ښه په درز سره لار جوړه وي او عمل کې داسې کړنې کوي چې د مجاهد او جهاد نوم بد کړي،، جوماتونو کې چاودنې د سپین ګیرو او مخورور وژل او ډیر نور د اسلام او جهاد خلاف کارونه، پیڅکه درته نیسم چې د مجاهد، جهاد او د ملا نوم او شان مه پریده چې مخ توری شي، نن که حکومت پلوه خلک د ملا او قاري څخه نفرت کوي داسې ورځ راروانه ده چې ټول عام خلک به هم یو وخت له هر ملا او قاري نفرت ولري،
شیخ صاحب تاریخ به دا هم یاد وساتي چې یوې مسلمانې تورسرۍ د خپل وخت د یو لښکر مسلمان امیر ته یو داسې لیک هم لیږلی و ځکه ېې لیږلی ؤ چې د ناورین، د وینو تویدلو د میندو بوریدلو د یتمانو د ډیردلو د وطن نه د جنګ نوم ورکولو ټول امکانات او پای ستاسې په لاس او حکمت کې تړل شوي وو.
خدای دې وکړي چې د افغانانو وینه تویدل بند شي خدای دې وکړي چې دا مسلمان وژنه دا ورور وژنه نور ختمه شي او خدای دې وکړي چې اشغالګر زمونږ وطن نه نور ووځي وطن مو ارام او سوله راشي او سوچه او واقیعي اسلامي نظام جوړ شي،
د لوی،ازاد، سولیزاو خپلواک افغانستان په هیله
بلینډه بدرۍ