د کابل د رسنيو يو لوريز تبليغات او په روانه جګړه يې اغېز!

باید یادونه وکړم چې په دې ټوله لیکنه کې زما هدف یوازې هغه ګومارل شوي خبریالان دي چې د افغانانو تر منځ نفاق خپرول یې عادت او مأموریت وي،بې طرفه او خپلواکو خبریالانو ته موږ احترام لرو،هغوی له دې ډلې څخه جلا دي،ژورنالیزم یو مقدس مسلک دی او باید چې دا مقدس مسلک د څو اجرتي او استخباراتي مأمورینو په توسط بدنامه نه شي.
تېره ورځ نا وخته د جوزجان ولایت درزآب ولسوالۍ د طالبانو په لاس فتح شوه،د طالبانو رسمي وياند ماښام ناوخته د دغې ولسوالۍ د نيولو ادعا وکړه؛په داسې حال کې چې د کابل نه خپرېدونکو راډیويي پروګرامونو کې بېلابېلې او متضادې څرګندونې وشوې،د درزآب ولسوال باز محمد داور د غرمې نه مخکې په يوولسو بجو له ځينو رسنيو سره په مرکه کې وويل چې داعشيانو له تېرې شپې راهيسې په دغې ولسوالۍ برید کړی او تر اوسه يې پينځه پوستې نيولي دي.له غرمې وروسته یې د آشنا راډيو له خبریال ميرويس بېژن سره په مرکه کې وويل چې داعشیانو او طالبانو دواړو اتحاد کړی او پر ولسوالۍ يې بريد کړی دی،ماښام مهال د ځينو رسنيو خبریالانو په ټولنیزو رسنیو کې وليکل چې طالبانو او ملي اردو دواړو د داعش پر ضد اتحاد کړی او په ګډه د هغوی پر ضد جګړه کوي،په داسې حال کې چې د ملي اردو عسکر د سنګر پوستې په نامه د يوه ټولي اړوند وو چې د دعوت او ارشاد کمیسیون په هلو ځلو ټول طالبانو ته له دوه ساعته جګړې نه وروسته تسليم شول،د يوه خبر په اړه داسې متضادې او بېلابلې څرګندونې د څه شي ښکارندويي کوي؟
د کابل رسنۍ دا کار قصدي کوي که سهوا؟ که دوی فکر کوي چې په داسې پروپاګندو به د طالبانو په ګټه د منځته راتلونکي مثبت ذهنيت د جوړېدو مخه ونیسي خو ترکستان ته روان دي،همدا راز نن مې د آریانا نیوز په خبري سرویس کې د احمد فرشاد صالح رپوټ ولید چې د فراه ولایت په ځينو سیمو کې یې تیار کړی و،په رپوټ کې ویل شوي وو چې وسله وال طالبان له حکومت سره په جګړه کې له تنکیو ماشومانو څخه ناوړه ګټه اخلي او د هغوی په واسطه  افغان امنیتي سرتېرو ته زیان اړوي،که څه هم دا یوه داسې ادعا ده چې د کابل اداره یې ډېر ځلونه کوي خو د طالبانو له لوري رد شوې ده،او هېڅ ثبوت هم په دې اړه د حکومت له خوا نه دی وړاندې شوی او کوم راپور چې د آریانا نیوز خبریال نن وړاندې کړ ښيي چې دلته لا هم ډېر پټ لاسونه شته،په داسې مهم رپوټ کې د طالبانو د ویاند نظر نه اخیستل او په خپل سر هر بې بند و باره خبر ورپسې تړل، له خپل مسلک سره لوی خیانت دی او کېدای شي راتلونکي کې ورته خطر متوجه کړي،،ور پسې مې د طلوع نیوز په لسو بجو خبرونو کې تیار شوی راپور ولید چې د لغمان ولایت د امنیتي وضعیت په اړه يې چمتو کړی و،او همداراز ويل شوي وو چې په کندوز ولایت کې يوه ماشوم چې غوښتل ځان منفجر کړي پوليسو ته تسليم شوی،د ماشوم څرګندونې له ورايه ښکارېدې چې تلقين شوې خبري دي نه حقايق،زه په دې پوه نه شوم چې شریف امیري خبریال دی که د نظامي او سیاسي چارو متخصص او یا هم د وزارت دفاع لوړ رتبه جنرال؟!
 
دا او دې ته ورته نور خبریالان چې وګورو نو له دوو حالتونو خالي نه وي،یا دا چې د حکومت له خوا د همدې مأموریت د ترسره کولو په نیت استخدام شوي دي او یا دا چې سم مسلکي ژورنالستان نه دي او دا کار يې هم د عدم مسلکي توب ښکارندويي کوي.
 
د کابل ادارې د تېرو ۱۵ کلونو په پرتله د روان کال (۱۳۹۶ هــ) له پاره بې ساري تبلیغاتي جنګونه په لاره اچولي دي،د طالبانو پر ضد د اعلانونو او تبلیغاتو پر سر یې سلګونه میلیونه افغانۍ سرمایه ګذاري کړې ده،د کابل د ادارې تش په نوم اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په کابل کې د جنرال محمد پناه د تلین په غونډه کې ښکاره اعتراف وکړ چې خبریالان د امنیتي ځواکونو پر پرتله د ملي وحدت د حکومت په ساتنه کې ډېر رول لوبوي او موږ یې د فعالیتونو پوروړي یو،همدا راز د ۱۳۹۵ کال د کب په نهمه نېټه چې د کابل ښار په هوايي ډګر کې د امنیتي ځواکونو څخه د ملاتړ ورځ لمانځل کېده د اشرف غني ستر سلا کار (نادر نادري) وویل چې: «موږ په خپل حکومت کې د دوو مهمو ستنو شتون ضروري ګڼو او په دې لاره کې یې له دواړو مننه کوو چې د حکومت د بقا له پاره یې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړي دي،یو امنیتي ځواکونه دي او بل خبریالان دي» ،نو د پورته دوو لوړو حکومتي کسانو په خوله دا خبرې راتلل موږ ته پوښتنه پیدا کوي،چې د رسنیو له پاره د قانون د شتون برسېره حکومتي کسان ولې په لوی لاس د رسنيو په اړه يو طرفه قضاوتونه کوي؟ د رسنیو قانون،د خبريالانو د فعالیت څرنګوالی او د ژورنالیزم شعارونه ټولو ته مالوم دي خو بيا هم ولې حکومتي چارواکي په دې مسأله کې سرزوري کوي؟د خبريالانو پر وړاندې د خنډونو راپور چې جوړ شي اتيا سلنه پړه پر طالبانو اچول کېږي په داسی حال کې چې چارواکو رسنۍ ګاڼه کړي او تر هر اړخېز فشار لاندې يې راوستلي دي.
 
په راډيو ګانو کې یې اورو،په انځوریزو رسنیو(تلویزیونونو) کې یې وینو،په واټونو کې ورسره مخ کېږو او په خواله رسنیو کې یې څارو چې د کابل ادارې د طالبانو پر ضد له حده زیات تبلیغاتي جنګ پیل کړی ده.هغه توکي او وسایل چې دا جګړه ورباندې پر مخ بېول کېږي هم معیاري نه دي،مانا دا چې د تبلیغاتي جګړې اصول داسې نه وي،ته دې خپل دښمن ته سپک او نازک الفاظ استعمالوه او د تلویزیون د پردې پر مخ هغه ته نا مناسبه القاب کاروه نو دا کوم ډول ژورنالستيک میکانیزم شو؟
 
د نړۍ په کچه داسې نه دي شوي چې یو حکومت دې یو داسې قوت باندې سترګې پټې کړي چې بهرني هېوادونه یې قوت په رسمیت وپېژني،داسې قوت چې همدا اوس د کابل ادارې سره په نظامي او جګړه اییز ډګر کې سیالي کوي.یو بل اصل دا هم دی چې په جګړه کې تیلیغات ډېرول او نظامي تحرکات محدودول د شکست او ناکامۍ نښه ده،هر هغه څوک چې په مخامخ جګړه کې بریا ترلاسه نه شي کړای نو تبلیغاتي جګړې ته ډېر پام اړوي.
 
هغه تبلیغات چې حکومت یې په طالبانو پسې کوي که دا تبلیغات ریښتیا وای او استخباراتي هڅه نه وای نو طالبان به اوس په دومره قوت کې نه وای،ټول ښارونه او بازارونه هغو تبلیغاتي پاڼو او پردو/بروشرونو باندې ډک دي کوم چې حکومت يې په مرسته غواړي د طالبانو پر وړاندې د عام ولس په اذهانو کې سنگرونه جوړ کړي يا په بله مانا منفي ذهنيت سازي وکړي؛ خو دا کار یې بې نتیجې دی،اصلا طالبان هم خپله د عامو ولسونو څخه یو ترکیب شوی لښکر دی چې د مدرسو له غېږې د اسلامي دین د لوړاوي په خاطر راوتلي دي،سره له دې چې روان کال کې حکومت بې حده تبلیغات د طالبانو پر ضد او د ځان په نفع وکړل خو بیا هم یوه مهمه لاسته راوړنه نه لري،د بغلان ولایت د دهنه غوري ولسوالۍ ۹ میاشتې مخکې د طالبانو له خوا نيول شوې وه چې د وزارت دفاع،وزارت داخلې او امنیت ملي مهمو څېرو یې څو څو ځله د بېرته نیولو پلانونه جوړ کړل خو مثبته پایله یې له ځان سره نه ده لرلې،نو په کار خو دا ده چې د کابل اداره دې دومره پرېمانه سرمایه د تبیلغاتو له پاره نه مصرفوي،دا به ورته ښه وي چې په عمل کې یې ثابته کړي چې دوی په ریښتیا سره د وطن ساتونکي دي که نه؟ او دا به هم څرګنده شي چې آيا واقعا طالبان هغه دي چې په اعلانونو او تبیلغاتو کې راوستل کېږي او راپورتاژونه ورباندې تیارېږي که نه؟!
 
هو! دا منم چې تبلیغات د جګړې یو مهم اصل بلل کېږي،تبلیغات د جګړې پېټی سپکوي او هدف ته د رسېدو لاره نژدي کوي او د افرادو په جلب و جذب کې هم رغنده رول سرته  رسوي خو موږ ګورو چې طالبان تبلیغاتي وسایل دومره نه لري،که یې لري هم نو یوازې د خپل غږ او دریځ د اوچتولو له پاره ترې کار اخلي،هغه ډول چې حکومت تبلیغات کوي طالبان یې نه کوي،هغوی په دې بسنه کوي چې خپلې لاسته راوړنې او خبرونه تر نورو ورسولی شي او همدا یې په وس پوره ده،له دې پورته امکانات هم په واک کې نه لري.زما مشوره یو ځل بیا افغان حکومت ته دا ده چې جګړه په تشو تبلیغاتو نه شئ ګټلای! که په تبلیغاتو ګټل کېدای او ستاسو تبیلغاتو استخبارتي لاسونه تر شا نه درلودی نو نن به ستاسو دومره پرېمانه تبلیغاتو رنګ راوړی و.یوازې دومره ده چې د ښارونو اوسېدونکي که لږه اندازه ستاسو د تبلیغاتو تر اغېز لاندې راشي که نه نور ټولو ته د افغانستان ټولنیز واقعیت معلوم دی،که حکومت دا ګومان کوي چې په تبلیغاتو به طالبان مات کړو نو دا امکان نه لري،ځکه تېرو تجربو دا ښودلې ده چې که حکومتونه عملا په نظامي برخه کې ناکام شي نو وروسته بیا ډېره سخته ده چې هغه په تبلیغاتي جګړې جبران کړي.
 
 
په افغانستان کې د تبلیغاتي جګړو پیل او داسې جګړو ته د زمینې برابرېدل هغه وخت وشول چې کله په ۱۳۴۳ لمریز کال کې افغانستان په ملګرو ملتونو کې شامل شو او دلته د احزابو آزادي شوه چې په پایله کې یې دا دی اوس هم افغانان کړېږي،نو دې حقیقت ته په کتو سره باید ووایو چې: په دې کې شک نه شته چې طالبانونظامي برخه کې تقریبا میدان ګټلی دی،خو دا  تریخ حقیقت باید و منو چې په رسنیز ډګر کې مخالف لوری (امریکا/د کابل اداره)بې حده مکار او پیاوړی دی.،تاسو یوازې د څو ساعتونو له پاره د کابل څخه د اف ام په څپو د راډیو ګانو تبلیغات وڅارئ،بیا به درته معلومه شي چې دوی څومره کار کړی،دوی څومره سرمایه گزاري په دې برخه کې کړې ده، يوه ورځ په بغلان ولایت کې د پيغام په نامه یوې راډيو د ډنډغوري د شهیدانو په اړه یوه ترانه نشره کړې وه،څو ساعته وروسته د پلخمري سیمې ژورنالستان راپاڅېدل او په ټولنیزو رسنیو کې یې یوه پاڼه د (وایس آف بغلان) په نامه سپانسر کړه،چې په هغه کې د دغې راډیو د کارمندانو نیول او بندي کول غوښتل شوي وو،پر دې سربېره دوی خپله هم چارواکو ته خبر ورکړ چې له یادې راډیو څخه د طالبانو یوه ترانه نشره شوې ده،دا راډيو باید بنده شي،څو ورځې وړاندې اشرف غني یو زیات شمېر ژورنالستان ارگ ته وربللي وو،هلته یې ځينې مهمې سپارښتنې درلودې،او بیا یې د یو شمېر هغو فعالو ژورنالستانو تود هر کلی هم وکړ چې د طالبانو پر ضد یې کافي مواد چمتو کړي وو،همدا راز د تېر ۱۳۹۵ لمریز کال د لیندي د میاشتې په ۵ – ۹ یو څلور ورځنی سیمینار د کابل ښار په سیرینا هوټل کې د خبریالانو او ژورنالستانو له پاره نیول شوی و،دلته د ژورنالیزم اصول نه تدریسېدل بلکې د روانې جګړې په اړه د راپور ورکولو ډولونه ورښودل کېدل، نه یوازې طالبان او مجاهدین بلکې ټول جهاد او هر حقاني عالم د دغو شیطاني تبیلغاتو په نتیجه کې د ډېرو خلکو په ذهن کې د وحشت او بربریت د سمبولونو په توگه معرفي شوي دي، په خواله رسنیو کې مې د  یوه ژورنالست له قوله ولوستل چې ویلي یې وو:
موږ په خپلو کارونو کې خپلواکي نلرو،څنګه چې اداره راته وایي موږ مجبور یو هماغسې وکړو،موږ داسې کارمندان هم درلودل چې د طالبانو په ګټه یې یوازې یو خبر او راپور جوړ کړی دی او بیا له کاره ویستل شوی او یا زنداني شوی دی،زموږ غوښتنه د طالبانو څخه دا ده که طالبان هم د ژورنالستانو له پاره یو چوکاټ او محدوده جوړه کړي بیا به موږ ته هم سهولت شي،که طالبان د ژورنالیزم له پاره اصولنامه او قانون جوړ کړي بیا موږ مجبور یو د ځان د ساتلو په پلمه داسې توند او زهرجن تبیلغات و نه کړو،ځکه بیا مو بهانه جوړه ده چې طالبانو اخطار راکړی دی،اوس چې کوم خاص قانون او مقررات نه شته موږ مجبور یو د خپلې ادارې او مشرانو په خوښه راپور چمتو کړو کنه له کاره به و ایستل شو،که طالبانو موږ ته قانون جوړ کړ نو ډاډ درکوم چې تر خپله وسه به بې طرفي وساتلی شم،اوس خو کوم قید راباندې نه شته په خوښه او ناخوښه باید د دولت په ګټه کار وکړو او دا مو مجبوریت دی(البته دا د ټولو خبريالانو اعتراف نه دی؛داسې خبريالان هم شته چې خپل خپلوان يې په نظامي برخو کې مأموريتونه ترسره کوي نو ښکاره ده چې هغوی به د خپلې دښمنۍ بړاس په دغسې څرګندونو باسي).
 
داسې راپورونه هم ترلاسه شوي چې یو شمېر انځوریزو رسنیو ته طرحې د خارجیانو له خوا ورکول کېږي،هغه قانون چې په کابل کې د رسنیو له پاره جوړ شوی دی هغه هم د اعتبار وړ نه دی،او رسنۍ يې نه عملي کوي، له طالبانو څخه د زیات شمېر افغانانو غوښتنه او هیله همدا ده چې: ولس له تاسو سره دی،د ولس سترګې تاسو ته دي،ولس مسلمان دی،ولس بې حیايي او بې عزتي نه مني،ولس  د بیان د آزادۍ د چتر لاندې د مقدساتو سپکاوی نه شي زغملی،ولس په تاسو ویاړي خو دغه هیله درنه لري چې یوازي او یوازي یوه اصولنامه جوړه کړئ او بس ،اصول ورته وضع کړئ که یې و نه منل او د پښو لاندې یې کړل بیا به ټول پوهېږي چې څه ورسره وشي.جالبه نه ده حقیقت دی،د کابل اداره هره ورځ یو یو فرمان رسنیو ته لېږي او هغوی یې هم په سترکو مني،تاسو ولیدل چې د هشت صبح ورځپاڼې څه موده وړاندې د ملي امنیت سلاکار (حنیف اتمر) په اړه څو کرښې لیکلې وې،بیا په سبا يې بېرته بښنه ترې وغوښته.
 
د افغانستان د روانې جګړې یو مهم اړخ او طرف طالبان دي،څنګه چې دولت او حکومت ځینې فرمایشات رسنیو ته ورکوي او هغوی  په زور سره دې ته مجبوروي چې د جهاد او طالب پر ضد سنگر ونیسئ آیا طالب په مقابل کې لږ تر لږه دومره حق نه لري چې یو تش نشراتي چوکاټ دې ور ته جوړ کړي؟!
یادونه: یو ځل بیا وایم چې بې طرفه او بې پرې خبریالانو ته احترام لرم او په لیکنه کې هدف له مغرضو او ګومارل شویو ژورنالستانو څخه دی.
پای