
دا څو پیړۍ وشوې چې غرب وسلې او باروت جوړ کړي دي، د نړۍ پر هره برخه د هیڅ ډول محدودیت پرته وردانګي او نړۍ یې په سره تنور او د وینو په حمام بدله کړې ده. خو له دې ټول ظلم، بربریت او جنایت سره سره ځانونو ته د سولې او نړیوال امنیت ټیکه داران وایي. البته پخوا هم تر ټولو خونړۍ جګړې د غربیانو او د زیړ نژادو له خوا تر سره شوي دي.
په وروستیو لسیزو کې غربیانو تر ټولو ډیر ظلم پر مسلمانانو پیل کړی دی. سره لدې چې په کتلوي ډول یې وژني،هیوادونه یې اشغالوي، منابع یې لوټي؛ بیرته پرې د ترورست نوم هم ږدي، ځکه هر څه؛ زور، وسلې، پیسې، دسیسې، رسنۍ او تکنالوژي د غرب په لاس کې ده. دوی دومره ظالمان دي چې بشریت او عالم ته رالیږل پیغمبر هم یو جنګي شخص معرفي کوي او ځان د سولې، ورورۍ، بشري حقوقو او نړیوال عدالت علمبرداران معرفي کوي.
راځئ په لاندې جدول کې د دوی د خپلو نشراتو څخه یو څه ترخه حقایق وګورو:
شمیره |
د جګړې نوم |
د جګړې احتمالي تلفات |
د جګړې وخت |
تبصره |
|
کم |
زیات |
||||
۱ |
دوهمه نړیواله جګړه |
۴۰۰۰۰۰۰۰ |
۷۰۰۰۰۰۰۰ |
۱۹۳۹ - ۱۹۴۵ |
غرب پیل کړه |
۲ |
لومړۍ نړیواله جګړه |
۱۵۰۰۰۰۰۰ |
۶۵۰۰۰۰۰۰ |
۱۹۱۴ - ۱۹۱۸ |
غرب پیل کړه |
۳ |
تپینګ جګړه |
۲۰۰۰۰۰۰۰ |
۱۰۰۰۰۰۰۰۰ |
۱۸۵۱ - ۱۸۶۴ |
د چینایانو تر منځ |
۴ |
د چنګیز تاړاک |
۳۰۰۰۰۰۰۰ |
۶۰۰۰۰۰۰۰ |
۱۲۰۷ - ۱۴۲۷ |
مغلو پیل کړه |
۵ |
د ان لوشن جکړه |
۱۳۰۰۰۰۰۰ |
۳۶۰۰۰۰۰۰ |
۷۵۵ - ۷۶۳ |
د چینایانو تر منځ |
۶ |
د کینګ او مینګ شاهانو جګړه |
۲۵۰۰۰۰۰۰ |
۲۵۰۰۰۰۰۰ |
۱۶۱۶ - ۱۶۶۲ |
د چینایانو تر منځ |
۷ |
د ګوډ تیمور یرغلونه |
۱۵۰۰۰۰۰۰ |
۲۰۰۰۰۰۰۰ |
۱۳۶۹ - ۱۴۰۵ |
په مغلي انګیزه پیل شوه |
۸ |
ډنګن جګړه |
۸۰۰۰۰۰۰ |
۱۲۰۰۰۰۰۰ |
۱۸۶۲ - ۱۸۷۷ |
د چینایانو تر منځ |
۹ |
د روسیې داخلي جګړه |
۵۰۰۰۰۰۰ |
۹۰۰۰۰۰۰ |
۱۹۱۷ - ۱۹۲۱ |
روسي کمونستانو د خپل ملت پر ضد پیل کړه |
۱۰ |
د ناپیلیون جګړې |
۳۵۰۰۰۰۰ |
۷۰۰۰۰۰۰ |
۱۸۰۳ - ۱۸۱۵ |
فرانسې پیل کړه |
۱۱ |
پر افغانستان د روسانو یرغل |
۱۵۰۰۰۰۰ |
۲۵۰۰۰۰۰ |
۱۹۷۸ - ۱۹۸۸ |
روسانو یرغل وکړ |
۱۲ |
پر افغانستان د غرب یرغل |
۵۰۰۰۰۰ |
۱۰۰۰۰۰۰ |
۲۰۰۱ – تر اوسه |
امریکا او غرب یرغل وکړ |
۱۳ |
صلیبي جګړې |
۱۰۰۰۰۰۰ |
۳۰۰۰۰۰۰ |
۱۰۹۵ - ۱۲۹۱ |
پر مسلمانانو د عیسویانو یرغلونه |
۱۴ |
د اروپایانو استعمار په امریکا کې |
۸۴۰۰۰۰۰ |
۱۳۸۰۰۰۰۰۰ |
۱۴۹۲ - ۱۶۹۱ |
اروپایانو پیل کړ، امریکا یې اشغال او د هغې اصلي اوسیدونکي یې تباه کړل |
۱۵ |
د چین داخلۍ جګړه |
۸۰۰۰۰۰۰ |
۸۰۰۰۰۰۰ |
۱۹۲۷ - ۱۹۴۹ |
چیناني کمونستانو پیل کړه |
۱۶ |
د عیسویانو داخلي جګړه |
۳۰۰۰۰۰۰ |
۱۱۵۰۰۰۰۰ |
۱۶۱۸ - ۱۶۴۸ |
کاتولیکانو او پروتستانو پیل کړه |
۱۷ |
د نایجیریا داخلۍ جګړه |
۱۰۰۰۰۰۰ |
۳۰۰۰۰۰۰ |
۱۹۶۶ - ۱۹۷۰ |
داخلي جګړه چې اروپایانو ولمسوله |
۱۸ |
د ویتنام جګړه |
۸۰۰۰۰۰ |
۳۰۰۰۰۰۰ |
۱۹۵۵ - ۱۹۷۵ |
امریکا پر ویتنام یرغل وکړ |
۱۹ |
د کوریا اشغال |
۱۰۰۰۰۰۰ |
۱۰۰۰۰۰۰ |
۱۵۹۵ - ۱۵۹۸ |
جاپان پر کوریا یرغل وکړ |
۲۰ |
د فرانسې مذهبي جګړه |
۲۰۰۰۰۰۰ |
۴۰۰۰۰۰۰ |
۱۵۶۲ - ۱۵۹۸ |
فرانسې د کاتولیک او پروتستانت تر منځ |
له پورته جدول څخه د احقیقت څرګندیږي چې اسلام د جګړې دین نه دی بلکې جګړه د غرب دین او لاره ده. شرق د زیړ نژادو په استثنا ټول سوله خوښي ملتونه دي په ځانګړي ډول مسلمانان خو د تحمیلي جګړې په وخت کې هم له ظلم او وراني څخه منع شوي دي. د اسیا زیړنژادو او د روسانو په شمول اروپایي او امریکايي.دولتونو تل خپل او نړۍ نور هیوادونه د وینو په حمام او د جګړو په تنور بدل کړې دي. غربیان کله کله د ګوډ تیمور ناتارونه په مسلمانانو شمیري، خو بیرته وایي چې هغه له مسلمانو ولسونو او د ترکيې د عثماني خلافت په شمول د اسلامي هیوادونو له دولتونو سره جنګیدلی او مسلمانان یې تباه کړي دي.
که دا جګړې چې زیاتره وختونه پکې سیمي هم نه دی نیول شوې او کوم سمون، اصلاح او تمدن ورسره ندی راغلی د رسول الله صلی الله علیه و سلم له غزاګانو سره مقایسه کړئ چې هغه د اروپا د لویې وچې په اندازه خاوره ونیوله خو یوازې د اته سوه او زرو کسانو په حدودو کې کسان پکې شهیدان او مړه شول. هغه هم د کفارو او منافقینو له خوا په زور وسلې اخستو ته مجبور کړای شو. له مشرکانو یې هجرت وکړ، مدینه کې د دښمنو قومونو تر منځ د سولې د تړون په کولو او عملي کولو یو عادلانه او سوله ایز نظام جوړ کړ، یوازې دعوت او اصلاح یې لار وه، خو مشرکانو یې پر خلاف له مکې او منافقانو او یهودو له داخله د هیڅ ډول بریدونو او توطیو څخه مخ وانه ړاوه.
د وسایلو او تلفانو د کمښت، د نیول شوې جغرافیې د وسعت، هلته د مینې، نظم، عدل او انصاف د یو نظام او د یوه نړیوال تمدن د رامنځ ته کیدو د لویې بریا او د نړۍ د بې هدفو جګړو سره که دغه غزاګانې مقایسه شي، انسان پوهیدای شي، چې اسلام څومره په سوله ایزه توګه خپور شوی دی.
که دا پورته جدول او د رسول الله د غزاګانو د دوه طرفه تلفاتو اته سوه یا زر کسان په لاندې ګراف کې واچوو هغه اته سوه یا زر کسان پکې نه ښکاري او صفر ته تقرب کوي.که دوهم بار وګورۍ چې د ویتنام د جګړې کمترین تلفات یعنې اته لکه د یو کوچني لیک په اندازه ښکاري نو د رسول الله د غزاګانو تلفات چې تر دغو زر چنده کم و، څومره ښکاره شي، معلومدار چې نه ښکاري، خو غربیانځانونو ته جګړه غوښتونکي نه وایي او پر موږ په وچ زور د ترورست او جګړه غوښتونکو لیبل لګوي.
اوس غرب دومره ظالم او زورور دی چې هم مو وژني، هم مو ژړا ته نه پریږدي، هم مو ملامتوي او هم مو د مرګ د خبر نشریدو ته اجازه نه ورکوي.
بشریت باید د جګړو د حل لپاره شریک فکر او اقدام پیل کړي او د الله تعالی دا ښکلي نړۍ نوره له سوزیدو او ورانیدواو خلیفه یې (انسان) له مرګ او تباه کیدو وژغوري. ځکه جګړه د انسان فطری خاصیت نه دی بلکې یو انحراف دی. دغه انحراف باید اصلاح او بشریت سولې او ورورۍ ته پریښودل شي.
د جګړو د تلفاتو په باب د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې کرښو کې مفصل معلومات کتلی شئ:
http://www.wonderslist.com/10-deadliest-wars-in-human-history/
https://www.health247.com/search?s_pt=aolsem&s_it=aolsem&s_chn=30&s_dto=d&s_gl=US&q=10%20bloodiest%20wars%20in%20history
https://www.youtube.com/watch?v=65SCDfVslRMhttps://en.wikipedia.org/wiki/List_of_wars_and_anthropogenic_disasters_by_death_toll