بې ګټې پارلمان

په نړۍ کې هيوادونه په دوو برخو ویشل شوی پرمختللي او پرمختیايي هيوادونه ،پرمختللي هيوادونه هغه هيوادونه دی چې د وګړو ژوند یې سم او د ژوند کچه یې لوړه وي. وروسته پاتې یا پرمختیايي هيوادونه هغه هيوادونه دي چې د خلکو ژوند یې ناسم او د ژوند کچه یې ټیټه وي .
د وروسته پاتې هيوادونو د وروسته پاتې کیدو سببونه ډیر دي خو تر ټولو مهم یې د پانګې نشتون دی . دا ډول هيوادونو تل کوښښ کوي چې پانګه راجلب کړي پانګوالو ته په هيواد کې ډیرې اسانتیاوې (پانګونې شرايط برابرول ،ځمکه، بريښنا، امنیت، د ماليې کموالی، بیمه،ټرانسپورټ،ګودامونه،اسعار،وارداتي تعرفو لوړول، د پانګیزو توکو وارد، بې اړتیا توکو د واردولو مخنیوی ،پور ،توکو لپاره بازار پیدا کول ،د پيسو لیږد رالیږد ، توکو ته بازار پیدا کوي ،صنعتي زونونه جوړول ،) برابروي تر څو پانګوال دې ته وهڅيږی چې په هيواد کې پانګونه وکړي .
له بده مرغه افغانستان هم د پرمختیايي هيوادونو په قطار کې راځي چې ۳۹ سلنه یې د بې وزلې کرښې لاندې ژوند کوي اقتصادی وده مو ۲ سلنې په شاه وخوا کې ده په میلونونو خلک بیکاره دی، بې امني اخري حد ته رسیدل هيواد مو له یو نامعلوم برخلیک سره مخ دی. له پورتنیو ستونزو سره سره یو هيواد پال انسان راپاڅيږي په هيواد کې په میلونونو ډالره پانګونه کوي چې ورسره په زرګونو خلکو ته کار پیدا کيږي یو څو پردي پال انسانان راپاڅيږي او دا قرار داد د خپلې عقدې له مخې لغوه اعلانوي دا خلک ځکه د خپلې عقدې له مخې دا کار کوي کنه په هيواد کې په میلونونو ځکه خپله د دوی او نورو زورواکو له خوا غصبيږي خو دوی هیڅ هم نه وايي.
حکومت او خلک باید د ښاغلي الکوزي د دې پانګونې ملاتړ وکړي او دا پردي پال پرې نږدی چې د موخې ته ورسيږي.