د جهادګریانو ځان بساینه

د 2015 کال د جون میاشتی په 26 مه نیټه په کویټ کی د داعش د یوه غړی د فهد سلیمان عبدالمحسن القباع،  چې د عربستان تابیعت یی هم درلوده د امام صادق پر جومات باندی ځانمرګی برید وکړ. چې د دغه برید پر وړاندی په یوه غبرګون کی، د کویټ د زده کړو او روزنی وزارت لخوا  د پوهنتون استاد شافی العجمی له خپل منصب  څخه د کویټ په پوهنتون کی ګوښه کوی. العجمی د جهادګرایی په تبلیغ، هغوی ته د پیسو په ټولولو او د شیعګانو پر وړاندی د نفرت په خپرولو تورن شوی و. له دې څخه مخکی د کویټ د دوه وزارتخانو د عدل او اوقافو وزیر نایف العجمی، له جهاد ګرایانو څخه د مالی ملاتړ په تور په خاصه توګه په سوریه کی د النصره له ډلی څخه په ملاتړ د آمریکایانو په مداخلی له خپلی دندی څخه ګوښه شوی و.284
د اروپایی ټولنی ځینو هیوادنو د دریو کلونو په لړ کی له 200 میلیونو څخه زیات ډالر د خپلو اتباعوو د خوشی کولو په موخه د آفریقا په شمال کی دغو ډلو ته ورکړی دی. د آمريکا متحده ایالاتو دولت په 2006 میلادی کال کی برآورد کړی وه چې القاعده په عراق کی کولای شی. دکال 70 څخه تر 200 میلیونو ډالرو پوری عاید تر لاسه کړی. د دغه عاید ترلاسه کول کیدای شی له انسان وژنی، اختطاف، له هغه کسانو څخه باج اخیستل وی چې د القاعدی په قلمرو کی اقتصادی فعالیتونه لری، یا حتی د آمریکای جنګی وسایلو تر تښتولو پوری چې وروسته یی په عراق کی، پر نورو وسلوالو ډلوپلوری .285
د اندپندینټ خبریال پاتریک کوکبرن له خپل یو ملګری څخه چې په موصل ښار کی د ښارجوړونی شرکت درلوده روایت کوی چې په 2005 کال کی جهادګرایانو له ده څخه د میاشتی 500زره آمریکایی ډالرو غوښتنه کوله چې د نه ورکولو په صورت کی به یی د شرکت  د لمنځوړلو ګواښونه کول.
هغه ددغی قضی په اړه دولت ته خبر ورکړ یوازینی ځواب یی چې هغه ترلاسه کړهغه دا وه چې یاد شوی مبلغ یوازی د ورکړی په فاکټور کی ور ډیرکړی تر څو یی دولت ورکړی. په 2010کال کی کله چې په بغداد کی د داعش امیر مناف الراوی نیول کیږی ددی پوښتنی په ځواب کی چې تاسو په بغداد کی د عملیاتو د ترسره کولو مصارف له کومه درکه څخه تعمین کوی، هغه د دوه تجارتی شرکتو نومونه واخیستل چې د هغوی له جملی څخه یی یو هم د آسیاسل مخابراتی شرکت وه چې ده د مصارفو د تعمین منبع ذکر کړه. د 2011 کال په می میاشت کی آمریکا او اروپایی ټولنی د اسد د رژیم پر وړاندی ځینی تحریمونه، د هغو له جملی څخه د وسلو پر صادراتو باندی ولګول. د 2012کال د اپریل په میاشت کی اروپایی ټولنه تصمیم نیسی چې سوریی ته د وسلو پر صادراتو باندی لګول شوی تحریمونه د دی ټولنی د ځینو هیوادونو لخو د اسد د مخلفینو څخه د ملاتړ له کبله لغوه کړی. همدا ډول د اسد له مخالفینو څخه د نفتو پر اخیستلو  چې د سوری ځینی نفتی څاګانی په واک کی وی لګول شوی بندیزونه لغوه اعلان کړل.286
دغی پریکړی په سوریه کی د نفتی څاګانو د نیولو لپاره د وسلوالو ډلو  ترمنځ په جګړو کی د پام وړ تاثیر درلود. تر اوسه پوری داعش د سوری پر ټولو نفتی څاګانو باندی واک لری چې  د هغو له جملی څخه  یوه هم د العمر څاه ده چې په ورځ کی د 75 زره بوشکو نفتو د راښکلو ظرفیت لری.  په سوریه او عراق کی د هغو نفتی څاګانو شمیر چې داعش ولکه پری لری یوولسو څاګانو ته رسیږی. 287  پرته له دی، دغه ډله د نفتو دتصفی خونو ته هم لاسرسی لری. د هغو نفتو اندازه چې دغی ډلی په سوری او عراق کی تولید کړی دی،  80 زره بوشکی اټکل شوی دی چې له معمول سره سم په نیم قیمت پلورلو سره په نړیوال بازار کی، د داعش ورځنی عاید له دغه صنعت څخه دریوو څخه تر پینځه میلیونه ډالرو پوری رسیږی. له دی کبله، 2014 کال د اکټوبر په میاشت کی د آمریکا د خزانه داری وزارتخونی په سم ډول ادعا وکړه چې داعش (( په بیساری ډول ثروت ذخیره کړی ده)).288
د داعش نور مالی عاید د باستانی آثارو له قاچاق، تر واکمنی لاندی سیمو کی چور، د بانکونو تشول، او د غلامانو تجارت او تر واکمنی لاندی خلکو څخه د مالیاتو  راټولول څخه دی.  سره له دی چې داعش تر اوس مهاله پوری په تکریت، او د سوری په کرد نشینو سیمو او رمادی کی کومی ماتی خوړلی دی  اوس مهال هم داعش د بریټانیا د مساحت په اندازه په سوریه او عراق کی سیمې تر ولکی لاندی لری. له معمول سره سم د ښارونو او اتراف اوسیدونکو به چې د جهادګرایانو، په خاصه توګه د داعش د حملی وواریدل هغه سیمی به یی خالی کړی او یا هم کدوال به شول . د ملګرو ملتونو د انسانی مرستو ریس والری راموس له وینا سره سم، د جهادګرایانو لخواه د ښارونو تر نیولو وروسته به ډیری خلکو به خپل ټاټوبې پریښودل.
سربیره لدی هم هغه جمیعت چې د داعش په قلمرو کی اوسیږی سپږ میلیونه اټکل شوی ده. داعش په لویو ښارونو کی لکه دموصل په ښارکی د جمیعت د پاتی کیدلو لپاره له بیلابیلو لارو څخه کار اخلی . د کوکبرن د راپورونو له مخی، د کورونو او د جایدادونو هغه څښتنان چې موصل ښار یی خوشی کړی وه او نورو ښارونو ته تللی ول 48 ساعته  وخت ورکړل شوی وه چې بیرته خپلو سیمو ته راشی. چې دنه راتګ په صورت کی به یی جایدادونه او ځایونه مصادره کیدل او یابه هم د داعش خپلو غړو ته ورکول کیدل.
د جایدادونو دلاسه تګ ډار وه چې ډیری خلک یی په موصل ښار کی وساتل. سره لدی هم، داعش ډیر ژر هغه کورنیوته چې د موصل ښار په خوشی کولو سره یی مشقت او خطر منلی وه قیمت تعین کړ.
(( ام محمد )) له الحره ټلویزیون سره په مرکه کی د داعش له پوستو څخه د تیریدو خپل له غمه ډک داستان داسی بیان کړی ده:
د داعش قاچاقچېانو له هغو کورنیو څخه چې غوښتل یی د موصل ښار خوشی کړی پینځه زره ډالر اخیستل .289
نو له همدی کبله پرهغه انسانی ځواک اتکا چې داعش یی په واک کی لری، داعش خارجی داوطلبانو ته هیڅ اړتیا هم نلری. مګر دا چې د هغوی له مهارتونو  او آسانتیاوو څخه ، لکه د هغوی له غربی پیژند پاڼو څخه د سفر په موخه ګټه پورته کړی.
داعش په خپل قلمرو کی پر خلکو، جبری عسکری ته ورته قوانین وضعه کړی،  هغه کورنی چې له یوه څخه ډیر او یا هم مجرد اولاد ولری هغوی باید خپل اولاد د عسکری خدمت  د ترسره کولو لپاره داعش ته وروپیژنی دغه سرتیری به د خدمت په مقابل کی میاشتنی معاش هم ترلاسه کوی. د عراق د نظامی ځواکونو په شتون کی، د داعش پرمختګ او د 2015 کال په می میاشت کی، د تدمر او رمادی ښارونو په پوره ډول نیول پر همدغه تازه نفسه ځواکونو اتکاه وه.  خونوری جهادی ډلی  د سیمی او نړیوالو  هیوادونو له ملاتړ څخه برخمنی دی.  حقیقت خو دا ده چې دغه ډلی نشی کولای چې دسیمی او نړیلوالو هیوادونو له ملاتړ پرته په یوه وخت کی هم د سوری له دولت او هم د داعش له ځواکونو سره چې د نظامی تجیزاتو په برخه کی  هم لدوی څخه ځواکمنی دی وجنګیږی. د داعش او نورو جهادی ډلو پرمختګ په داسی حال کی ده چې د 2014  میلادی کال د اکټوبر میاشتی څخه د نړیوال ائتلاف د آمریکا په مشری په عراق او سوریه کی د داعش د (( کمزوری کولو او لمنځه وړو لپاره )) پرهغوی هوای بریدونه پیل کړل چې تراوسه پوری هم ادامه لری.
سرچېنی:
284 The Rise of Islamic State.۱ـــــ  
285 ISIS: Inside the Army of Terror.۲ـــــ  
286 Islamic State: the Digital Caliphate, p 92.۳ـــــ  
287 همان, ص 147 .۴ـــــ  
288 U.S. Department of the Treasury. (2015). Attacking ISIL’s Financial ۵ــــــ  
Foundation. (https://www.treasury.gov/press-center/press-releases/
Pages/jl2672.aspx).    
289 خمسةالافدلارللفكاكمنداعش،الحرة، 2015 ۶ـــــــ   م
http://www.alhurra.com/content/iraq-isis-mosul/284312.html.